وَعَلَّمَ ءَادَمَ الْأَسْمَآءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلٰٓئِكَةِ فَقَالَ أَنۢبِـُٔونِى بِأَسْمَآءِ هٰٓؤُلَآءِ إِن كُنتُمْ صٰدِقِينَ{٣١}
او الله جل جلاله ادم عليه السلام ته، دټولو څيزونو نومونه ور وښودل، بيا يي هغه پرېښتو ته وړاندې کړل، ورته يې ووئيل، وښايئ ماته نومونه ددغې څيزونو، که تاسې ريښتوني يئ.
قَالُوا سُبْحٰنَكَ لَا عِلْمَ لَنَآ إِلَّا مَا عَلَّمْتَنَآ ۖ إِنَّكَ أَنتَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ{٣٢}
وويل پرېښتو تالره سپېڅلتيا ده، موږ يوازې پر هغې څه پوهيږو چې تا راښودلي موږ ته، پرته له شکه همدا ته پوه او دحکمت خاوند يې.
قَالَ يٰٓـَٔادَمُ أَنۢبِئْهُم بِأَسْمَآئِهِمْ ۖ فَلَمَّآ أَنۢبَأَهُم بِأَسْمَآئِهِمْ قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّىٓ أَعْلَمُ غَيْبَ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ وَأَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا كُنتُمْ تَكْتُمُونَ{٣۳}
الله جل جلاله ووئيل، ای ادمه! وښايه پرېښتو ته نومونه ددغې څيزونو، نوکله چې يې هغوي ته د څيزونو نومونه ور وښودل، الله جل جلاله پرېښتو ته ووئيل، آيا تاسې ته ما نه و وئيلي چې پرته له شکه زه داسمانونو او ځمکې پر ناليدلو، او پر هغه څه چې تاسې يې ښکاره کوئ، او يا يې پټوئ، ښه پوهيږم.
لیکوال، شاعر او قضاوتمند عنایت الله حافظ په ۱۳۶۳ لمریز کال زیږیدلی دی. په ۱۳۸۵ لمریزکال د شرعیاتوپوهنځۍ فقه اوقانون له څانګې نه په لومړۍ درجه لیسانس او په ۱۳۹۴ لمریزکال د همدې څانګې نه پوهنلیک (ماسټري) ترلاسه کړه. عنایت الله خان د شیخ ذاهد، سیدجمال الدین افغان او ځینوخصوصي پوهنتونوکې د استاد په صفت پاتې شوی.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.