لیکنه: لقمان حکيم حکمت
د ازادۍ د کلمې تاريخي پس منظر له کومه راهيسې چې الله پاک انسان تخليق کړی له هغه مهال يې ورته د عقل او استدراک په نړۍ کې ازادي هم ورکړې ده ، انسان يې په خپل مشيئت او اراده کې مختار ګرځولی دی ، له دې کبله الله ته محبوب انسان هغه دی چې د ورکړل شوې عقلي قوې له مخې د للهيت ادراک وکړي او ايمان يې عملي بڼه ولري ، دا ډول انسان کولی شي چې د دين په ارزښت په سمه توګه وپوهيږي او الله ته په هر زمان او مکان کې منقاد ووسي ، خو که ايمان زمونږ په څېر تقليدي وي چې له مور او پلار څخه سړی مسلمان پيدا شي او په دين کې دومره بې غوره وي چې قراني ايتونه او نبوی حديثونه بيخي د تدبر لاندې نه نيسي او زندګي يې هم له هغه څه څرخيږي چې انسان له اسلام څخه لا پسې لري باسي ، دا نه وايو چې ولې له مسلمان مور او پلار څخه پيدا يو ! نا ، بلکې دا وايو چې د دغې لورينې شکريه ولې ادا نه کړی شي ؟ ولې د الله د دغه نعمت کفران وشي ؟ ولې د الله حق معرفت لاوبالي امور وګرځي ؟ دا د الله ځانګړې لورينه ده چې په مسلمانه نړۍ کې يې راته زندګي راکړې ده خو که په ايمان او اسلام کې څوک په مسلمان مور او پلار تکيه ولري او عملي ميدان يې تش تور وي نو کمال نه بلکې عيب او نقص دی [ مَنْ عَمِلَ سَيِّئَةً فَلَا يُجْزَىٰ إِلَّا مِثْلَهَا ۖ وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَـٰئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ يُرْزَقُونَ فِيهَا بِغَيْرِ حِسَابٍ ] ( سورت غافر : ۴۰ ). ژباړه : که څوک بد کړه وړه ولري نو د عمل په څېر بدله به ورکړل شي او که کوم نارينه يا زنانه نېک عملونه په داسې حالت کې وکړي چې مومن مسلمان وي نو دغه خلک به جنت ته ننوځي او بې حسابه رزق به ورته ورکولی شي . بل ځای کې رب کريم فرمايي [ مَن جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ خَيْرٌ مِّنْهَا ۖ وَمَن جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَى الَّذِينَ عَمِلُوا السَّيِّئَاتِ إِلَّا مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ] ( سورت قصص : ۸۴ ) . ژباړه : که څوک په نيکۍ سره راتګ وکړي نو له عمل غوره بدله به ورکړل شي خو که څوک په بدۍ راتګ وکړي نو هغو خلکو ته چې بد کارونه کوي د خپلو عملونو په اندازه بدله به ورکړل شي . همدا راز بل ځای فرمايي [مَن جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا ۖ وَمَن جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَىٰ إِلَّا مِثْلَهَا وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ] ( سورت انعام : ۱۶۰ ) ژباړه : څوک چې نېکو کارونو ته راتګ وکړي نو لس چنده بدله به ورکړل شي او څوک چې بد کار ته راتګ وکړي نو د بدۍ په څېر به سزا وار شي او ورسره به هېڅ ظلم ونه کړل شي . دا او په دې معنی نور ډيری ايتونه چې مالي او بدني د خير او شر کارونو کې انسان ازاد بولي او پړه يې په بل چا نه تحميلوي واضحوي چې انسان ازاد دی ، خو بايد په عملي ميدان کې په نورو تکيه نه شي او نه هم د چا نېک عمل ته طمع توقع ولري چې شايد له عذابونو څخه به زما د خلاصون لامل جوړ شي ، که داسې وای نو نبي کريم صلی الله عليه وسلم به فاطمه رضي الله عنها په نېکو اعمالو نه هڅوله ! هغه ټوله خپله کورنۍ خبرولې وه چې زما نبوت کله هم ستاسو لپاره د نجات سبب نه شي جوړېدی تر څو د نبوي ارشاداتو له مخې عملي ميدان کې خاليګاوې ډکې نه کړئ . د فلسفي معنی له ظهور وړاندې به ازاد هغه څوک بللی شو چې د کور ټبر په ملتيا به يې پر خپل ټاټوبي زندګي تېروله ، بس همدا دليل و چې ټاټوبی ازاد دی او پر سر يې زنده هم ازاد دی . که لږ ځېر شو نو دلته ازادي د بند او قيد کې د مبتلا ضد نه ده بلکې د مسافرۍ ضد ده ، که به څوک مسافر و ازاد به نه او که په کلي کور به پروت و نو ازاد به و . ( مفهوم الحرية دراسة تاصيلية : ۲۰ ) . خو ولې د يونان فلاسفه وو به ازاد هغه چا ته ويل چې له طبيعت سره به څنګ په څنګ روان و او د قانون کلک پابند به يې ازاد نه بولو ، که څه هم ځينې فلاسفه سره په خپل منځ کې سره نظري اختلاف لري او ډېرې يا لږ نورې نقطې هم ورسره ټل کوي . په مسيحي فکر کې ازاد هغه څوک بللی شي چې په ګناه او سرغړونو ککړ نه وي ، په تېروتنو له ککړتيا وروسته انسان بنديوان بولي ، د الله پاک له سلطې پرته نورو قوتونو ته غير منقاد ته ازاد وايي خو ولې شهواني غريزو او نفشي غوښتنو پابند بيخي ازاد نه دی ، مطلب دا چې نصرانيان هم ازاد او غلام سره په ګناه توپيروي . په اسلامي دين کې مو ازادي لږ څه مخکې تر نظر لاندې راوسته چې انسان له تخليق څخه ازاد پېدا دی او دغه حقوق ورته الله ورکړي دي ، د انسان د حقوقو خونديتوب له کبله الله اسماني استازي په پرله پسې توګه راستولي دي تر څو د نورو حقوق لاندې نه کړي ، لومړی حق چې اسلام يې انسان په ادا مکلف بولی دی د الله حقوق دي چې په سمه توګه يې عبادت وکړي او حدود يې تر خپو لاندې نه کړي ، که د الله حقوق څوک په سمه توګه وپيژنې او کما حقه يې ادا کړي نو د ګردو مخلوقاتو حقوقو په غصبولو کې کله هم خپل جبروت په کار نه اچوي . تر هر چا د انساني حقوقو تضمين لومړی الله پاک کړی دی چې [ يَا عِبَادِي إِنِّي حَرَّمْتُ الظُّلْمَ عَلَى نَفْسِي، وَجَعَلْتُهُ بَيْنَكُمْ مُحَرَّمًا، فَلَا تَظَالَمُوا ] ( صحيح مسلم : ۲۵۷۷ ) . ژباړه : ای زما بندګانو ! ما پرځان ظلم حرام کړی دی ( چې نه به يې کوم ) او ستاسو ترمنځ مې هم حرام کړی دی نو يو پر بل ظلم مه کوئ . که هر څومره څوک د ازادۍ تاريخي پس منظر وپلټي له دې بل مستند تاريخي او واقعي پس منظر نه شي پيدا کولی ، او نه هم په انسانانو کې داسې څوک تېر شوي دي چې له الله پاک پرته يې د چاحقوقو تضمين او تامين ته لومړيتوب کړی وي ، که څه هم غير مسلمو دې نعرو ته زور ورکړی دی چې د لومړي ځل لپاره فلان او فلان ازادي او د انساني حقوقو د تضمين مبارزه کړې ده خو ولې خالص دروغ دي ، د لومړيتوب په اصطلاح ورسره د حقوق جدوجهد او کلکه مبارزه منل دحقيقت ضد دی خوولې که په خپلو ټولنو کې يې د غصب شوي حقوقو د بېرته لاس ته راوړو لپاره هڅې کړې وي نو سمه ده او حقيقت دی ، خو دا دعوه چې د ازادۍ او انساني استقلال حقوق فلان ورکړي دي باطله دعوه او غير مستند حقيقت دی . سمه ده چې په (۱۶۷۹) ميلادي کال کې د انګريزانو حقوق د پارلماني توافق وروسته ازادي د هر انګريز طبيعي حق وګرځېد او په ( ۱۶۹۰) ميلادي کې يې انګريز فيلسوف ( جان لاک ) برملا اعلان وکړ چې هر فرد طبيعي حقوق لري او هېڅ څوک يې د غصب او سلب توان نه لري . ( مفهوم الحرية الدينية ، دراسة تاصيلية : ۳۳ ) . په اتلسمې پېړۍ کې د دوی په اصطلاح د اقتصاد پلار ( ادم سميت ) نعره پورته کړه چې هر وګړي ته د ازاد اقتصاد حق حاصل دی . په اتلسمې پېړۍ د فرد له حقوقو او ازادۍ څخه په دفاع کې ګڼ شمېر فرنسويانو خبرې ا ترې وکړې . له دغې ځای څخه فرنسوي انقلاب په ( ۱۷۸۹) ميلادي کال کې زور واخست اود ازادۍ او مساوات نعرې راپورته شوې ، که څه هم انقلاب کامياب نه شو خو ولې په فرنسوي ټولنه کې يې تر ډېره بدلون راوست . په نولسمې پېړې ( ۱۸۴۸) ميلادي کال کې د انساني حقوقو د استقلال نعرو اروپا ولړزوله او د حاکمانو اونوابانو يې د جبروت لمن غونډه شوه او هر فرد ته په بنسټي توګه د مدنيت حقوق ورکړل شول . په همدې پېړې کې د حقوقو دخونديتوب په خاطر ډېری قواعد اوضوابط کېښودل شول . په شلم قرن کې نړيوالې مؤسسې بوختې شوې او په ( ۱۹۱۹ ) ميلادي کال کې يې د انسان حقوق په بشپړه توګه اعلان کړل ، تر دې چې د انساني حقوقو اعلان يې بالاخره هم په ( ۱۹۴۸ ) ميلادي کال کې وشو او ملګرو ملتونو دغه اعلان په ( ۱۹۴۸/۱۲/۱۰ ) په قانوني توګه ومنود ، تر ننه دغه ورځ نړيوال د انساني حقوقو ورځ په نوم مناووي . له کله راهيسې چې مسلمان هيوادونه ملګري ملتونو ته منضم شول نو په اسلام کې د انساني حقوقو نعرې او اوازې راپورته شوې ، د ديني حريت او نورو انساني حريتونو خلکو راز راز ليکنې پېل کړې ، لنډه دا چې د شلمې پېړۍ نيماي برخه ټوله د همدغو ليکنو او تاليفاتو ونيوله . لنډه دا چې د انساني حقوقو چې ازادې يې هم يوه برخه تشکيلوي انسان انسان ته نه ده ورکړې بلکې الله پاک په ټاکلو حدودو کې ورکړې ده ، ټاکل حدود مطلب دا چې انسان د ازادې په نوم داسې څه ونه کړي او ونه وايي چې د هغه د تکفير او خلود في النار موجب ګرځي ، داسې څه ونه وايي او ونه کړي چې د ژوندو ازار واخلي ځکه ازار بازار نه لري ، حتی چې اسلام مړو ته کنځل هم په دې خاطر حرامې کړي دي چې ژوندو ته پرې اذيت رسيږي ، معلومه شوه چې خلکو ته اذيت ورکول هېڅکه ازادي نه ده او نه هم بي ادبي او زبان درازي ازادي ده ، ادب ادب وي او ادب خپله د انسان زيور او ازادي ده ، هېڅکله د مسلمان احترام د ازادۍ غصب نه دی ، هېڅکله دمسلمان توقير او انسانيت پالل د ازادې سلب نه دی .( نور بيا ) اسلام چې څومره انسان ته ازادي ورکړې ده تر قيامت به داسې څوک پيدا نه شي چې د هغه حقوقو استدراک وکړي چې اسلام ترې بې غوره پاتې وي . د انسانيت په حريت کې همدومره کافي ده چې اسلام په ګردو اعمالو کې ازاد بللی دی حتی چې ايمان بالجبر ترې هم نه منل کيږي تر څو مختار نه وي ، او نه هم په ايمان بالجبر باندې مونږ اسلام امر کړي يو ، دا چې الله جنت او دوزخ د انسان د ښه او بدو اعمالو کورونه ګرځولي دي نو که انسان مجبور وي او په اعمالو او عقايدو کې حريت ونه لري په جنتي توب او دوزخي توب يې پرېکړه هم ناسمه ده ، او دا اهل سنت والجماعت عقيده ده چې انسان په اعمالو کې مجبور نه بلکې مختار دی ، د اختيار په دائره کې انسان جنت يا دوزخ ته تللی شي . له دې کبله يې دې ميدان کې د قدر په مسله کې ګرد قدريه د سختو نيوکو لاندې نيولي دي او د هغوی د تګلارې مفاسد يې څرګند کړي دي .
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.