لېکنه : روح الامین نیازی
2016 شل اوریزه نړیوال جام سیالۍ د روان کال د مارچ په اتمه نیټه په دوو پړاوونو کې ترسره شو د ویسټ انډیز په بریا پای ته ورسیده. چې ټولې ۳۵ لوبې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ ترسره شوي.
چې په لومړي پړاو کې اتوو لوبډلو کډون کړی وه چې په دوو کروپونو (A,B) وېشل شوي وو په A ګروپ کې (بنګلدیش، عمان، هالینډ، آیرلینډ) لوبډلې او په B ګروپ کې بیا (افغانستان، زیمبابوۍ، سکاټلینډ، هانکانګ) لوبډلو ګډون کړی وه چې دوهم پړاو یا سوپر لس پړاو ته افغانستان او بنګلدیش لوبډلو لاره پيدا کړه.
افغان لوبډلې په دوهم پړاو کې له ( سویلي افریقا، انګلستان، ویسټ انډیز،سریلانکا) لوبډلو سره ډېرې په زړه پورې لوبې وکړې چې حتا یوه لوبه خو یې له اوسني اتل ویسټ انډیز څخه وګټله، او له نورو لوبډلو سره یې ډیرې ښې لوبې وکړې افغان روزونکې خو بیا یوآځې د کمي تجزبې خبرې کولې چې که لږه تجربه مو زیاته وه نو حتمي به مو له دوو یا دریو لوبډلو څخه لوبه ګټله، د تورنمیټ غوره لوبغاړي ویرات کوهلي و نومول شو چې د ۱۳۶.۵۰ په اوسط سره یې ټولې ۲۷۳ منډې وکړې ترټولو ډېرې منډې بیا بنګلدیشي لوبغاړي تمیم اقبال ترسره کړي نوموړي ټولټال ۲۹۵ منډې وکړې، خو په ډېرو ویکټو ترلاسه کولو کې بیا افغان لوبغاړی محمد نبي تر ټولو مخکښ وه نوموړي په یادو لوبو ترټولو زیات ۱۲ لوبغاړي سوزولي و.
په هر حال اوس راځو دې ته چې په تېر شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کې چا څه وکړل؟ چا ډېرې منډې وکړې؟ چا زیات لوبغاړي اوټ کړي او نور……
۲۰۱۶ شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کې تر ټولو زیاتې منډې:
۲۰۱۶ شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کې تر ټولو زیاتې ویکټې:
۲۰۱۶ شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کې تر ټولو کیچونه:
۲۰۱۶ شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کوم لوبغاړي په صفر اوټ شوي دي:
۲۰۱۶ شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کوم لوبغاړي زیاتې شپږیزۍ وهلي:
۲۰۱۶ شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کوم لوبغاړي ډېرې نیمه سلیزې وهلي:
شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کومې لوبډلې ټولو لوړې منډې کړي:
د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۶ کال کې د ویسټ انډیز دریو لوبډلو (نولس کلن، ښځو لوبډله، ملي لوبډله) اتلولي ترلاسه کړه
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.