لیکوالي یا له خپل سرنوشت سره اشنا کېدل
پلار ويل: «هلکه! غنم لو کې دنیا ته راغلې»؛ خو مور به ويل: «نه، ته مي په مني-طلایي موسم- کې دنیا ته راوړې!» خو زه چې څه د ځان په اړه خپل واک کڼم، د تلې مېاشتې وروستۍ نیمه شپه وه او زه په دنیا کې را زېات شوم.
له خیاله چې د ذهن دنیا ته راواوړم، نو په پېژندپاڼه کې یې راته ۱۳۴۱ لمریز (۱۹۶۲) زېږدیز کال د زېږون کال لیکلی دی او خو زما خوښېږي، چې د تلې د مېاشتې د وروستۍ نېټې په نیمه شپه کې زېږېدلی وم.
آه، اوس نه ماشومتوب شته، او نه زه غواړم ماشوم شم؛ ځکه ماشومتوب تللې زمانه ده او تللې مړه ده؛ او یوه «اوس» ژوندۍ! تېره د تاریخ په پاڼو کې ښخه ده. او هلته ګورم چې پلار په کال ۱۹۶۹ کې د مېدان درې مرکزي لیسې لومړي ټولګي کې معلم ته په لاس ورکړم چې اصلاح مې کړي! یوولس کاله مې د مېدان کوټه عاشرو په لومړي ښوونځي وروسته د میدان مرکزي لیسه ځان له یوه ټولګي بل ټولګي ته کش کړ او دولسم مې په ۱۹۸۰ کال له د کابل غازي لیسې (هغه مهال شیرشاه سوري لیسه نومول شوې وه) بشپړ کړ او د عمر د کموالي له امله د کانکور ازموینې موقع په لاس راغله او خپل لومړي انتخاب (ژورنالیزم څانګې) ته کامیاب او په ۱۹۸۴ په ژمي ور نه فارغ شوم.
ها مهال له یوې خوا د بل بدلولو او له مقابل لوري د هغوی د اصلاح کولو سرو او شنو توپانونو خاکباد جوړ کړی ؤ او ما هم په نوي ځواني ایدیالوجیګ مزي پالل، څو د «ځان» په بغاوت واوښتم او د ایډیالوجۍ جغ مې مات او ځان موندنې او ځانپالنې ته را وزګار شوم.
په ۱۹۸۵ کال په مرکزي رادیو ټلویزیون کې د خبرڅانګې راپورتر په نامه حکومتي نوکرۍ ته ورولوېدم. دلته و چې قلم زما زده شو. دلته و چې خبریال او بیا لیکوال راووتم. دا لا چېرې! اوه اته کاله کېدل چې زه د لیکوالۍ له تومنې ډک ګرځېدم.
کال ۱۹۷۶ و. زه د مېدان د چاریکې د خزاندار عیسی خان د برجورې کلا پیتاوي کې له «شریف» او «داود» او…سره په توشلو او «شټو» وم، چې د «محمد عزیز» بنجاره له جړنګانو، بنګړیو، زرتارو او نکروزو ډک خر مخ په کلي را تاو شو.
نور یاد ته نه راځي. زما لاس کې د «آدمخان او درخانۍ» وړوکی کتابګوټی و. زه تر وچ لمر لاندې، په سپېرو خاورو کې تر هغو ناست او پروت وم، چې چا را غږ کړ: «انوره! جګ شه چې «آبا» دې راغی!»
په دې پسې بله پېښه وشوه، بله وشوه…ما «دختر یتیم»، «دختر همسایه»، «جنایت بشر»…فارسي پولیسي ناولونه په خپله ماته ګوډه فاړسو لوستل او لا نور له محمد عزیز بنجاره تر لاسه کول. زما مخه مکتب ته شوې وه، خو دا وږمه مې تازه تجربه کوله، چې د ولس بدلولو لپاره سره او شنه او تور اورلن انقلابونه له لارې را ورسېدل. نو زه چې تازه د حروفو په هندسه کې لارې ته شوی وم، د ایډیالوژۍ وبا ووهلم. لس دولس کلونه وشول چې ما ځان په دې دوزخ کې پردی وپېژاند او را ووتم، چې د کلام په سمندر کې یو سپین غسل وکړم. خو لاره او آواره او د غره څوکې دومره د «بل» بدلولو «اصلاح کولو» فکر پړسولې او رنګ کړې وې، چې ښایسته وخت تېر شو، ترڅو اوسنی «زه» مې زوکړه وکړي.
سمندر د لمر لوېدو پر مهال:
زه همدغه یم. د «دوه زره نوي یم کال» له کیسهییزو طنزونو سره د لیکوالانو په لیکه پسې راشین شوم. «زرګره او زر لاسی کوډګر»، «بنیادمان»، «په کور یو لیونی» دري پښتو ناولونه او «غږ چینه» ادبي- عرفاني نثرونو ټولګه او «غږ او رڼا زما وزرې» هم زه وم، چې خپل اصیل «زه» مې لټاوه. دې سره فارسي ناول «دوازده بال» او «چشمه اوا» هم چاپ شول.
سږ «بل بدلولو دوزخ»، «ځان موندلو برزخ» «ټول سفر ؤ د ځان دننه» ناول او «رڼا کوچنیان» او دې وروستو کې «دردونکې خاطرې» ځانته او «خاطرات دردانګیز» ځانته دوه جلا کتابونه، چې موضوع یې پاکستان کې د افغانستان د وخت سفیر عبدالخالق فراهي دوه کاله او دوه مېاشتې عجیبه بند دی، چې القائدې او پاکستاني طالبانو سره یې تېر کړی.
دا کتابونه له چاپ راوتي، خو زه تازه خپل د زېږون «ختیځ» ته رسېدلی یم. خدای خبر څومره کاغذونه به کمیس او پرتوګ پرځان زاړه کړم، ترڅو خپل اصیل برخلیک وځلوم.
خو که محمد عزیز بنجاره نه وای، زه به دغه پوړۍ هم نه وم. یاد یې دومره را په کې شین پاتې دی، چې د لیکنې پېل مې پر هغه و. ۱۹۸۲ کال و. د پوهنتون له زده کړو سره مې یوه د سلو پاڼو کتابچه د محمد عزیز په باب ناول ته بېله کړه. کتابچه ډکه شوه، خو نه چاپ شوې او نه له ما سره شته!
زه او زما نسل چې د «بل» بدلولو انقلابي جنګ منګولې شو، راشنه شو، نو داسې مو شپه په پردي کور شوه. زه پېښور کې پروت، له بي بي سي راډیو سره د ماشومانو لپاره په ډرامه لیکلو او پروګرام جوړولو شوم. د تخت سړي چې بدل را بدل شول، زه هم د کلیو پراختیا وزارت او څو نورو ادارو سره د رسنیز سلاکار او ویندوی په توګه په کار شوم، تر څو سیمهییزو اورګانونو ادارې ته د فرهنګي او ژبنیو رسنیو چارو لپاره را ولوېدم؛ او تر دې دمه لګیا یم چې په کتاب لیکلو سره ټول ځان نندارې ته وړاندې کړم.
د لیکوال خپاره شوي آثار:
ناچاپ آثار:
دغه رنګه وفا سمندر څلور کاله بي بي سي راديو (زموږ نړۍ زموږ راتلونکې) تعلمي پروژې لپاره څلور کاله روزنیزې ډرامې لیکلي په راوروسته کلونو کې یې د د ویچ وله رادیو پښتو برخې لپاره شپږ اووه سلسه یي ډرامې لیکلي، چې د یادې راډیو له څپو جوړې او خپرې شوي دي. سربېره پر دې د وفا سمندر لیکنې او ځنې کتابونه، د Kabul nath.de) و (Keegday) و (Nawid ruz) او نورو ویبپاڼو کې هم خپاره شوي او خپرېږي.
ترلاسه کړې جایزې:
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.