لیکنه: مجیب الرحمن اېمان
تر ټولو مخکې باید نقشه وپيژنو چې څه ده، د نقشې تعریف: نقشه د ځمکي د مخ د عوارض قایم (اورتوګونال) تصویر دی، د کاغذ پرمخ، چې په هغه کې د ځمکې د مخ ټولې پدیدې په یو ډوله کوچنۍ شوې وي.
دا چې نقشه په لومړي ځل کې د کومو خلکو او کوم ملت له لوري جوړه شوي ده په څرګنده توګه معلومه نه ده، خو نقشه د نن ورځي کار هم بیا نه دی له لرغونو مدنیتونو څخه داسي آثار تر لاسه شوي دي، چې په دې دلایت کوي نقشه د نن ورځې نوښت نه، بلکي په لرغونو وختونو کې د لرغونو ملتونو متمدینو خلکو له نقشي څخه ګټه اخیستې او له نقشې سره بلد وو، د دې امر تر ټولو ښه ثبوت او دلیل دای، چې په لرغوني مصر کې داسې نقشې تر لاسه شوې دي چې په هغه کې د نیل سیند شاو خوا کې د خلکو شخصي ځمکې معلومې شوې دي، خو تر هغو هم لرغونې نقشه چې تاریخ یې لږ تر لږه (۵۰۰۰م ز) کلونو پورې رسیږي په بین النهرین کې تر لاسه شوې، چې له سري خټې څخه جوړه او پخه شوې ده، خو د نقشي تاریخ تر دې نور هم لرغونی دی، ان د لیک او لوست څخه ډیره زړه مخینه لري، لومړنیو خلکو چې ژوند کاوه، هغوی دا هڅه کړې وه، چې که لیک او لوست یې نه وو زده نو له نقشو څخه یې ګټه اخیستې ده، هغه داسي چې د لومړنیو خلکو په وخت کې د نابلدو سیمو خلکو د سیمې له بلدو له خلکو څخه، چې به د کومې سیمې او یا هم کوم ځای پتې په اړه پوښتنه کوله نو دوی به ورته په ځمکه د هغه ځای نقشه کښله او د هغې نقشې له مخې به یې ورته لارښوونه کوله او هغه کس به خپلې موخې ته په آسانه سره رسیده، او دا هم شونې ده چې د لومړې ځل لپاره انسانانو نقشه د خپلو هغه غاونو په دیوالونو رسم کړې وي، چې دوی پکې ژوند کاوه، چې د خپل ژوند د هستوګنځی اسانه معلوم کړي، او وروسته یې بیا د څارویو په څرمنو او له هغه ورسته یې با په بشپړه بڼه د خټو په لوحو باندې رسم کړې وي، چې له هغو دوو پړاونو څخه دا نقشه تر یو حده پوره او بشپړه وه، د همدې نظر په بنسټ د لومړي ځل لپاره بطلیموس چې په لومړۍ او دوهمه ملادي پیړیو کې یې ژوند کاوه د نقشي په اړه لرغونې معلومات راټول او منظم کړل او د نقشي د علم بنسټ یې کيښود، ده دا تشریح کړي دي، چې څنګه کولی شو، دځمکې شکل په مسطح ډول دکاغذ پرمخ رسم کړو. ارسطو په (۳۵۰م ز) کال کې په خپلو ګڼو دلایلو سره د ځمکې کرویت ثابت کړ، په سپوږمۍ باندې د ځمکي د سیوري لګیدل یې د خسوف په وخت کې دلیل کړل او دا یې څرګنده کړه چې ځمکه ګرده (کروي) ده، نو له همدې مخې د ځمکي محورونه په سمه توګه وپيژندل او اندازه شول، د قطبینو، ستواي سیمو اطلاحات منځ ته راغلل او ځمکه لکه چې څنګه نن ورځ یې پیژنو په معتدله، بارني او حاره سیمو باندې تقسم شوه. د (رنسانس) څخه په مخکنۍ دوره کې د کلیساګانو د زده کړو پر بنسټ یو نقشه وړاندې شوه، چې بیت المقدس (اورشلیم) یې په منځ کې و، د هغه وخت یوازینې درې پيژندل شوې قاري آسیا، اروپا او افریقا او د مدیتراني سیمندر یې د (T) د توري په شکل په مرکزي برخه کې او دوه نور د نیل او سور سمندرګي له ختیځ او لوېدیځو لوریو څخه ورته راتویدل، د دغې نقشې په یوه لري شمالي برخه کې جنت ځای درلود او شاو خوا یې د اقیانوسي اوبو احاطه کړی وو. د لاندې انځور په ډول فیثاغورث یې خپله د (T in O) نقشه د منځنیو پیړیو د نقشو برخلاف، په کښتنۍ برخه کې یې دوې اسیا او افریقا قاري او په پاسنۍ برخه کې یې د اروپا قاره او د مدیتراني سمندر یې په منځنۍ برخه او د نیل سیند یې په ښکتني برخه د (T) د توري په شان وښوده. د لاندې انځور په شان. د نقشې لپاره په اسلامې دوره کې ډیر کال وشو، له دې امله چې په اسلام کې دا اړینه خبره وه، چې جوماتونو د قبلې ته مخامخ جوړ شي، نو له همدې امله مسلمانانو د بطلیموس راټول شوي اثار راوسپړل او له هغه څخه یې په پوره ډول ګټه واخیسته، په ځانګړي ټوګه د مامون الرشید په وخت کې مامون الرشید د ۷۰ تنو جغرافیه پوهانو ته امر وکړ، چې د شام صحرا اندازه او د نړۍ نقشه جوړه کړي. خو تر نورو ټولو ملتونو مخکي او د لومړي ځل لپاره په (۱۱۵۴ز) کال کې د ادریس په نوم مسلمان جغرافیه پوه وکولی شول چې د ټولې نړۍ نقشه جوړه کړي او د سسلي پادشاه دوهم راجر درباته یې وړاندې کړه، د راجر له لوري ادیس ډير ونازول شو، ادریس د اسلامي سرچینو سره سره له عیسوي سرچینو څخه هم په دې کار کې ګټه اخیستوې وه، د نومړي په نقشه کې ډير معلومات راټول شوی وو او د لومړي ځل لپاره د کسپین او اورال سمندرونه چې په مخکې په غلط ډول سره ښودل شوي وو، وښودل شول. او نن ورځ ټوله نړي د همدي ادریس په مټ زره زره معلومه ده او پيژند شوې ده.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.