د ((خوشاله ژوند ته غځېدلې لار)) کتاب پښتو ژباړه چاپ شوه. په دغه کتاب کې خوښ ژوند ته د رسېدلو لپاره ګڼ څه شته، چې لوستل یې په دې برخه کې له لوستونکو سره پوره مرسته کولای شي. کتاب حمیدالله حمیدي پښتو ته را ژباړلی او په کابل کې اکسوس کتابپلورنځي په ۲۷۶ مخونو کې چاپ کړی دی. مینوال کولای شي دغه کتاب د اکسوس کتاب پلورنځي له ټولو څانګو څخه تر لاسه کړي .
حمیدالله حمیدي د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت کې د کمپیوټر په برخه کې زدکړې کړې دي. اوس د پښتو ژبې په برخه کې د لېسانس په زدکړو بوخت دی. له سپوږمۍ راډیو سره له ۲۰۱۱ کال راهیسې په دنده بوخت دی. د ژوند په بېلابېلو برخو کې یې ښکلې او علمي ژباړې او لیکنې په لومړيتوب ویب سایټ لوستلای شئ.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.