لیکنه: عبدالقدير منصف خبريالي، ښه دنده ده، خو په افغانستان کې د دې کار تر سره کول ډېر ستونزمن دي، ځکه چې دلته معلوماتو او حقايقو ته لاسرسى په ډېرو حالاتو کې نه يواځې چې سخت بلکې ناشونى دى او دا په داسې حال کې ده چې خلکو ته د حقايقو رسول د خبريال دنده ده. په نورو هېوادونو کې انټرنټي پاڼې، د اطلاعاتو(ډاټا) تر لاسه کولو لپاره ډېرې ښې سرچينې دي او خبريالان په تېره بيا هغه کسان چې د ډاټا ژورناليزم په برخه کې کار کوي، ترې ګټه اخلي؛ خو په افغانستان کې نيږدې د ټولو دولتي ادارو انټرنټې پاڼو کې له تشريفاتي ليکنو (د وزير ژوندليک، له خلکو سره د چارواکو کتنې او …) پرته نور څه نه تر سترګو کېږي. دغه راز ځينې چارواکي اړين معلومات خبريالانو ته نه شي ورکولاى، ځکه چې ډېرې ادارې داسې کوم ډيتابېس نه لري چې چارواکي يې له مخې په کره ډول اړين معلومات او شمېرې د خبريالانو په واک کې ورکړي؛ خو ځينې چارواکي که معلومات هم لري، د خبريالانو په واک کې يې نه ورکوي او فکر کوي چې د دولت هر څه بايد د راز په توګه وساتل شي. همدا لامل دى چې د څېړنيزو راپورونو په برخه کې خبريالان له سختو ستونزو سره مخ دي. ځينې خبريالان په ډېره سختۍ د بېلابېلو زورواکو ګواښونه پر سر اخلي او پر دې بريالي کيږي چې د فساد او نورو نارواوو په اړه څېړنيز راپورونه جوړ او خپاره کړي، خو د راپور خپرول يې هېڅ ګټه نه کوي، ځکه چې دولت يې په اړه مسوولانه غبرګون نه ښيي. دا په داسې حال کې ده چې د څېړنيزو راپورونو خپرول هغه مهال ګټور وي چې دولت يې په اړه اقدام وکړي او هغه کسان مجازات کړي چې په فساد کې ښکېل وي. يوه بله ستونزه دا ده چې په افغانستان کې د دولتي او نادولتي ځينو ادارو چارواکي ځانونه مکلف نه ګڼي چې د خبريال پوښتنې ځواب کړي؛ ځکه هغوى فکر کوي، د خبريال دنده دا ده چې يواځې د چارواکيو د تشريفاتي ناستو خبرونه او تصويرونه خپاره کړي او کمرې او قلمونه يې يواځې د هغوى په چوپړ کې وي. د ورځې په خبرونو کې هم ګڼې ستونزې شتون لري. د بېلګې په توګه: په يوه سيمه کې نښته رامنځته کېږي او خبريال يې په اړه له اړندې دولتي سرچينې، د دولت له وسله والو مخالفينو او د سيمې له خلکو سره خبرې کوي. دولتي سرچينه وايي، په نښته کې شل وسله وال مخالفين وژل شوي، خو وسله وال مخالفين دا څرګندونې ردوي او وايي چې شل پوليس وژل شوي او د سيمې اوسېدونکى بيا وايي، چې د جګړې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري. په ځينو حالاتو کې د نښتې په اړه د سيمې يو اوسېدونکى چې د دولت پلوى وي، وايي په نښته کې ډېر وسله وال مخالفين وژل شوي، خو بل چې د وسله والو مخالفينو پلوى دى، دا خبرې ردوي او وايي چې د دولتي ځواکونو ډېر کسان وژل شوي دي. اوس خبره دا ده چې د چا منې؟ که خبريال خبر نه خپروي نو د امنيتي پېښو نږدې ټول خبرونه همداسې وي او څنګه کولاى شي چې د امنيتي پېښو خبرونه خپاره نه کړي او که يې خپروي نو يادو معلوماتو ته په پام، معلومه ده چې د بېلابېلو سرچينو د ادعاوو له مخې خلکو ته داسې معلومات ورکوي چې کره والى يې نه دى ثابت شوى. د بېلابېلو کړيو له خوا خبريالانو ته امنيتي ګواښونه بله ستره ننګونه ده. په افغانستان کې ځينې رسنۍ او خبريالان داسې هم شته چې په خبريالۍ کې سياسي او نورې اړيکې پالي او دا کار پر خبريالانو د خلکو د باور کچه کموي، ځکه چې ډېر عام خلک د بې پرې او نورو خبريالانو تر منځ توپير نه شي کولاى. زما په اند د دې ټولو ستونزو مخه هغه مهال نيول کېداى شي چې پر ټول افغانستان د بشپړ حاکميت لرونکى نظام شتون ولري او له هېواده مو د جګړې لمن ټوله شي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.