پېژندنه
څېړندوی رفیع الله نیازی د پښتو ژبې له ځوانو او هڅاندو څېړونکو نه دی چې په لنډه موده کې یې پښتو ژبې ته خورا ارزښتمن څېړنیز اثار وړاندې کړي دي.
رفیع الله نیازی د قاضي حمزه زوی د مولوي نصرالله لمسی او د مولوی عبدالعزیز کړوسی دی چې له نن نه ۳۳ کاله وړاندې د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د نیازیو په کلټکه نومي کلي کې نړۍ ته سترګې غړولي دي، په ماشوموالي کې له خپلې کورنۍ سره پېښور ته ولاړ او هلته یې تر ډېرو کلونو د کډوالۍ ژوند تیر کړ.
زده کړې
رفیع الله نیازي د کډوالۍ په مهال خپلې لومړنۍ زده کړې پېښور افغان کمشنري ښوونځی کې تر سره کړې ،خو هېواد ته له راستنېدو وروسته د ننګرهار د هلکانو له عالي لېسې نه فارغ شو، د کانکور له ورکړې وروسته کابل پوهنتون انجینري پوهنځي ته بریالی شو، خو د طالبانو د واکمنۍ په مهال یې ونشو کړای خپل لوست ته دوام ورکړي، خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې د خپلې زده کړې رشتې بدله کړه، په ۱۳۸۲ د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې یې زده کړې پیل کړې او په ۱۳۸۶ کال کې له همدغه پوهنځي نه بری لیک ترلاسه کړ، چې بیا یې خپله ماسټري هم له همدغه پوهنځي نه تر لاسه کړه. د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو او نړیوالو اړیکو له کالج څخه یې په ۲۰۱۳ کال کې یو یو کلن ديپلوم په انټرنېشنل رېلېشنشیب کې هم ترلاسه کړ.رفیع الله نیازی اوس د څېړندوی علمي درجه لري.
شخصي ژوند
د رفیع الله نیازي د ګډ ژوند ثمره درې زامن محمد معاذ، محمد یاسر ، محمد حماس او دوه لوڼې څانګه او مینه دي.
دندې
رفېع الله نیازي له ۲۰۰۲ زیږدیز کال نه تر ۲۰۱۰ زیږدیز کال پورې د بي بي سي راډيو په ښوونیزه برخه کې د لیکوال، پروډسراو کوارډیناټور په توګه کار وکړ، له دې وروسته یې په علومو اکاډمۍ کې کار پیل ، او بیا د سیمه اییزو مطالعاتو مجلې د هیت تحریر غړي په توګه کار پیل کړ چې اوس هم همدغه دنده پر مخ بیايي.
پنځونې او څېړنې
څېړندوی رفیع الله نیازي ګڼ شمیر څېړنیز اثار لیکلي او خپاره کړي دی، چې په لنډ ډول تر لاندې یادونه کوو.
۱ـ په پښتو ادب کې د ماشومانو ادبیات.
۲ـ په پښتو کې د ګرامرلیکنې تاریخي بهير.
۳ـ د پوهې او خپلواکۍ لاروی، سریزه ، تدیون او اهتمام .
۴ـ دازادۍ او مشروطیت ستوری، سریزه تد وین او اهتمام.
۵ـ د ملي فرهنګ پژواک، سریزه تدوین او اهتمام.
۶ـ اهمیت افغانستان برای شرق میانه .
۷ـ د افغانستان د سیمه ییزو اړیکو لس کلن پېښلیک. دغه اثر رفیع الله نیازي له سرور احمدزي او عمران خان ذکریا سره مې په ګډه لیکلی دی
ناچاپ اثار
۱ـ پښتو ژبې ته د روشن لال ملهوتره خدمتونه د ماسترۍ تیزس.
۲ـ الینګار د تاریخي، کلتوري او فرهنګي جاج په رڼا کې.
۳ـ نیازي پښتانه.
۴ـ د افغانستان او عربي نړۍ اړیکي .
۵ـ د هریوا یادونه.
دڅېړندوی رفیع الله نیازي ګڼ شمیر پوهنیزې او څېړنیزې لیکنې د هېواد په بیلابیلو رسنیو کې خپرې شوي دي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
Pingback: رفیع الله نیازی | لومړیتوب
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.