استاد حبیب الله رفیع
پېژندنه
استاد حبيب الله رفيع د افغانستان نوموتی ليکوال، شاعر، اديب او تر څنګ ېې په کابل پوهنتون کې د تاريخ او پښتو ادبياتو په پوهنځيو کې استاد دی. حبیب الله رفیع د نصرت الله نقشبند زوی دی، په ۱۳۲۴ لمریز کال کې د مېدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ابدرې په کلي زېږدلی دی.
زده کړه
استاد حبیب الله رفیع لمړنۍ زده کړې په خصوصي ديني مدرسو كې تر سره کړې دي، چې بیا وروسته د افغانستان له تعليمي مراکزو د لېسانس او همدا شان له علمي کورسونو څخه سندونه ترلاسه کړي دي.
شخصي ژوند
کاري مخینه
۱۳۴۰لمریز كال كې د پوهنې د وزارت د دارتاليف رياست د عرفان اوپوهنې مجلې د مهتمم په توګه دنده بوخت شو.
۱۳۴۳ لمریز كال كې د تاريخ د ټولنې غړى اود اريانا مجلې مهتمم شو. ۱۳۴۸ لمریزكال كې د افغان ملت مجلې مسول مديرشو، تريوې دورې سياسې بند ورسته بيرته د تاريخ د ټولنې غړى شو، ۱۳۵۱ لمريزكال كې د پولكلو او ادب رياست د پولكلومجلې غړى و، ۱۳۵۷ لمریزكال كې د پښتوڅيړنو د نړيوال مركزغړى و، بيا د ثور له انقلاب نه وروسته له كاره ګوښه شو، ۱۳۵۸ لمریزكال د كب په مياشت كې د څرخې پله په زندان كې بندي شو، ۱۳۵۹لمریز كال كې د افغانستان د علومو اكاډمۍ غړى شو، ۱۳۶۰ لمريزكال د زمري په مياشت كې پيښورته کډوال شو په پيښوركې يي قلمي جهاد ته دوام وركړ، د امان كتاب خپرولو موسيسه يې جوړه كړه، د پيښورله پښتو اكاډمۍ او آريا سټډي سنټرسره همكار و. ۱۳۶۴ لمريزكال كې په اسلام آباد كې د جهاد د ثقافتې شورا او افغان جهاد مجلې د ليكوالې ډلي غړى ؤ، په ۱۳۶۵ كال كې د څه وخت لپاره په مصركې د قاهرې د پښتوڅانګې وياندو. په همدې كال په پيښوركې د جهادې څيړنو د مركز او د ( قلم) د ليكوالې ټولنې غړى و، ۱۳۶۸لمریزكال كې په پيښوركې د افغان لنډ مهالي حكومت د تاريخ ټولنې اود افغانستان مجلې د ليكوالي ډلې غړى شو، ۱۳۶۹ لمریزكال افغانستان د كلتورى ټولنې اوسپيدې مجلې د ليكوالې ډلې غړى شو. په ۱۳۷۳كال د افغا نستان د مرستو د مركزغړی و، او ورسره يې د (تلوسې) مجله چلوله، په ۱۳۷۸ لمریزكال كاناډا ته ولاړ او په ۱۳۷۹ لمریزكال پېښورته ستون شو او په پېښوركې يې د افغا نستان د كلتوري خدمتونو اداره جو ړه كړه. په ۱۳۸۱ لمریزكال بېر ته هېواد ته را ستون شو د اطلا عا تو او كلتوروزارت د فرهنګي شورا غړی او د (كليد) اونيزې سرپرست وټاكل شو، په ۱۳۸۲ لمریز کال د افغا نستان د علو مواكاډمۍ د دايرت المعارف د مركز مشر وټاكل شو، چې اوس هم همدا دنده پرمخ بیايي.
پنځونې او څیړنې
استاد حبيب الله رفيع د ۸۴ په شاوخوا كې چاپ شوي آ ثارلري، د ۱۵په شاوخوا كې ناچاپ آثار لري، د ۸۰۰ په شا وخوا كې مقا لې یې ليكلې دي، استاد حبيب الله رفيع د سلو په شاوخوا كې په علمي، ملي او نړيوالو سيمينارونو كې برخه اخیستې ده، نو موړو سيمينارونو ته يې رسالې وړاندې كړې او دفاع يې ترې كړې ده.
خپاره شوي آثار
ویاړونه استاد حبيب الله رفيع ته دوې ادبي جايزې، دوه دسروزرومډالونه، اويود لويې جرګې مډال هم وركړل شوي دي.
سفرونه
ايران، عربستان، مصر، امريكا، كاناډا، جرمني، هالنډ، پاكستان او فرانسې ته یې علمي سفرونه لرلي دي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
رفيع صيب بېچاره حتی يوه ورځ هم په کومه رسمي مدرسه کې زده کړه نه ده کړې او نه يې لوړې زده کړې کړي خو تاسو ورته ليکلي چې :((ستاد حبیب الله رفیع لمړنۍ زده کړې په خصوصي ديني مدرسو كې تر سره کړې دي، چې بیا وروسته د افغانستان له تعليمي مراکزو د لېسانس او همدا شان له علمي کورسونو څخه سندونه ترلاسه کړي دي.)) ایا دا توهين نه دی؟
Pingback: استاد حبیب الله رفیع | لومړیتوب
زموژ دهیوادویار زموژ دولایت ویاراستاذ حبیب الله رفیع ته دالله پاک زیات عمر ورکری دعلم او پوهی لمر دشو اخلاقو لرونکی انسان استاذ رفیع.
طالب العلم سمیع الله راشد
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.