لیکنه: اسدالله الفت د روم ملت يو مغرور ملت وو او نور ملتونه يې د ځان څخه کم او ذليل ګڼل او هميشه پدي هڅه کي وه تر څو خپل سياست په نورو تحميل کړي د هغوى په نزد بل مستقل دولت وجود نه درولود نو ځکه ډيپلوماسي هم د دوي په سياست کي بي مانا معلوميده هغوى د دې په ځاي چي ددواړو لوریو په ګټه ډيپلوماسي په کار واچول سي د نورو د قلمرو د لاندي کولو او هلته د رومي سياست د پلي کولو په فکر کي وه او د ډيپلوماسۍ پر ځاي يې په نظامي قدرت اتکاء کوله د روميانو رويه په نورو قومونو باندي د خپلو غوښتنو د منلو په اساس ولاړه وه و لو که دا په هره ممکنه وسيله اوياجګړي باندي ممکن وه کوله يې د نورو هيوادو مشرانو سره د يو مساوي ملت په حيث خبرو کولو ته قايل نه وه بلکه د دې په عوض د قديمي روميانو د يو معين قانون ،سازمان او حقوقو ،د بهرنيانو د حقوقو او د خصوصي بين المللي حقوقو په وضع کولو کي يې هم د قواعدو په وضع کولو کي يې ډير کار کړى دې چي په د ډيپلوماتيکو حقوقو په وضع کولو کي يې هم قواعد وضع کړي دي د روميانو د قدرت غوښتني او د دې باوجود چي د پراخو ځمکو کنترول يې د نظامي قدرت په وسيله په لاس کي نيولي وو اهم کله ناکله د روم امپراتورۍ دي ته مجبوريده چي د خپلو همسايه ګانو سره د مسايلو د حل لپاره ډيپلوماسۍ ته لاس واچوي چي دا کار د معاهداتو او همدارنګه د بين المللي حقوقو په ساحه کي د نورو قواعدو د وضع کولو سبب و ګرځيد د يادولو وړده چي روميانو د معاهداتو په انعقاد کي د خپل رايې په اساس معاهدات ترسره کول رومي سفيران چي په خبره پوهيدونکي يا ( orators) ورته ويل کيده د سنا د مجلس لخوا د اشرافو ،سناتورانو او لوړپوړو چارواکو د طبقي څخه ټاکل کيده او د خاصو تعليماتو او باورليک سره يو ځاي ماموريت ته ليږدول کيده په نادره ډول هغوي ته کامل اختيارات ورکول کيده هغوى مکلف وه چي د سنا دستورات تطبيق کړى او د معين چوکاټ په داخل کي دبهرني دولت سره په مذاکراتو شروع وکړي د هغوي د ماموريت موده به معمولاً لنډه وه نوموړي هيئتونه وروسته د راستنيدو څخه د خپل سفر ګذارش په ليکلي يا شفاهي ډول دسناتورانو اطلاع ته رسول او وروسته به د سنا مجلس د هغوي د سفر د نتايجو په باره کي ابراز نظر کوه اوراتورانو په رومي ډيپلوماسۍ کي د ميلاني ډيپلوماسۍحق نه درلود او د هغوي هر څه مقيد وه دبهرنیو سفيرانو لپاره خاص قوانين وضع سوي وه هغوي ښارته د ورننوتلو څخه وروسته په يو خاص ځاي کي منتظر پاتي کيدل چي د پذيرايې لپاره جوړ سوي وو او دسنا د اجازي څخه وروسته يې په خبرو کولو شروع کوله او د هغوي خبري به په ژباړل سوي ډول په رومي ژبه د سناتورانو غوږو ته رسيدي په اخره کي سناتورانو حق درلود چي د نوموړي مامور څخه سوالونه وکړي کله به د سنا مجلس پواسطه د هغوي د خبرو کولو مخه نيول کيده او حتى د يو جاسوس غوندي سلوک به يې ورسره کوي يا دا چي هغه مزاياوي او مصونيتونه چي هغوي ته په نظر کي نيول سوي وه نه ورکول کيده او يا حداقل تر ساتني لاندي (تحت الحفظ) به خپل هيواد ته واپس ليږدول کيده په خلص ډول ويلاي سو څرنګه چي يونانيانو د ناقصو تشکيلاتو له امله ډيپلوماسي داغداره کړي وه روميان د خود خواهۍ حس او په نورو باندي د واک درلودلو د حس له امله يوه کاميابه ډيپلوماسي ونه سوه چلولاي چي نوموړي اسباب د دې باعث سوه چي ترڅو هغوي و نه توانيږي چي د ډيپلوماسۍ فنونو اوروسونو ته توسعه ورکړي اوپدي لار کي ښه اثرات پريږدي.
۲ـ ۵ په بيزانس امپراتورۍ ( شرقي روم)کي دډيپلوماسۍ تاريخ کله چي په ۳۹۵ م کال کي د روم امپراتورۍ تجزيه سوه نو شرقي روم چي پايتخت يې دقسطنطني ښار وو ځان يې د روم د امپراتورۍ وارث وګاڼه نوموړۍ هيواد په خپل يوزر کلن عمر کي لومړى د جرمن قوم د مهاجرو ملتونو سره او د ايران د امپراتورۍ سره په جګړي تير کړ او بيا وروسته يې دهغه ملتونو سره چي تازه په اسلام مشرف سوي وه په جګړي اخته وه چي وروسته نظر د دې هيواد جغرافيايې موقعيت او هغه تهديدونو ته چي د بهر څخه دې هيواد ته متوجه وه مجبور سو تر څو د سولي د برقراري په لړکي د ځان لپاره څه دوستان اومتحدين پيداکړي نو د دې خاطره يې د جګړي په ځاي ډيپلوماسۍ ته مخه کړه د بيزانس امپراتورۍ د ډيپلوماسۍ يو خاص قسم درلوده هغوي د مذاکري د سرته رسولو او د ډيرو لوړو مصارفو په کولو سره د خپلو همسايه هيوادونو سره ډيپلوماسي برقراره کړه د شرقي روم د پاچاهانو دربار د نړۍ د ډيپلوماتيکو او سياسي مامورانو د تجمع محل وو اسيايې او اروپايې مامورين او صاحب منصبان په خپلو محلي لباسونو کي د نوموړي دربار په مراسمو او ميلمستياوو کي شرکت درلود او په مختلفو ژبو به مباحثه او مذاکري دوام درلود. د دې هيواد هدف د دې قسم شانداره ميلمستياوو اوتشريفاتو څخه د خپل شکوه او جلال په نمائش اچول وه تر څو د نورو هيوادو سفيران ورڅخه متاثره سي هغوي خپلو هيوادوته دستنيدو په وخت د دې هيواد د شکوه او جلال کيسي وکړي ترڅو هيوادونه يې دبيزانس دامپراتورۍ تر تاثير لاندي واقع سي بيزانس (شرقي روم) خپلو بهرنیو امورو ته د رسيده ګۍ په خاطر يوځانګړى اداره جوړه کړي وه او حرفوي ډيپلوماتان يې تربيه کړي وه او د يوه ليکلي دستورالعمل سره يې ماموريت ته ليږل او پدي دستورالعمل کي هغوي ته هدايت کيده ترڅو د بهرنیانو سره دچال چلند په وخت کي نهايت سالمه رويه او د نزاکت چال چلند اختيار کړۍ او د ماموريت په محل کي د کومي ناګواري حادثي څخه دپيښيدو په صورت کي د انتقادژبه ونه کاروي دبهرني سياست اداري وظيفه درلوده ترڅو دنوي امپراتورۍ په تخت باندي دکښيناستو په مراسمو کي نور هيوادونه د مامورينو په ورليږلو سره په جريان کي واچوي او پدي ترتيب يې د نورو هيوادونو سره اړيکي د يو نظم او قاعدي په اساس ترتيب کړي وو دبيزانس د دولت پاليسي د خپلو ګاونډيانو او قوي همسايه ګان يوپر بل باندي وهل او په جګړي اچول وه اود دې هدف د لاسته راوړلو لپاره يې کوښښ کاوه ترڅو دهغوي داهدافو ،اقتصادي او فوځي منابعو او نورو امورو په هکله معلومات لاس ته راوړي فلهذا دبيزانس د امپراتورۍ هدف نه يوازي داړيکو د ساتلو ماموريت وو بلکه دهيوادو دداخلي وضعي په هکله دجامعو اطلاعاتو لاس ته راوړل هم دډيپلومات د دندو څخه ګڼل کيده بيزانس د خپلو اهدافو دلاس ته راوړلو لپاره په خپله ډيپلوماسۍ کي د هري طريقي څخه استفاده کوله لکه نيرنګ ،رسوت،توطيه اوفريب د بيزانس په ډيپلوماسۍ کي اخښل سوي وه. دبيزانس مامورينو د ماموريت په نظر کي لرلوسره دا حقيقت روښانه کيږي چي يوازي په خبرو پوهيدل يا خطابت د ډيپلوماسۍ لپاره کافي نه وو بلکه مامورين د قوي قوت د اطلاعاتو د کشف او قوي حافظي څخه برخورداره اوسي او دقيق قضاوت او کافي تجربه ولري چي دا کار خودبخوده د بيزانس د مامورينو او ډيپلوماتانو تخصص راپه ګوته کوي دنوموړي هيواد ډيپلوماتانو کولاي سوه ترڅو دځان سره خپل د ماموريت د محل هيواد ته سامان او تجارتي اموال يوسي اوبازار ته يې عرضه کړي چي نوموړي کار د بيزانس دډيپلوماسي د اداري د ککړتيا او الوده ګۍ سبب ګرځيدلي وو خلاصه دا چي د بيزانس امپراتورۍ په ډيپلوماسۍ او دډيپلوماتيکواړيکو په اداره کي دليدلو وړ پرمختګ کړى وو داسي چي نوموړي هيواد ډيپلوماسي ديونان د ډيپلوماسۍ د ساده ګۍ او صراحت څخه او د روميانو د بلند پروازۍ او غرور څخه دچال فريب او نيرنګ خواته راکش کړي وه چي البته پدي لړکي د ډيپلوماتيکو مامورينو کارکردګۍ ته د رسيده ګۍ په منظور د خاصي اداري جوړول او همدارنګه دبهرنيو امورو د تنظيم لپاره د يوي خاصي اداري تاسيسول د بيزانس د امپراتورۍ فعاليتونو ته پدي لړکي خاصه توجو او تجلى ور بخښلي ده چي د نورو هيوادو څخه ورته امتياز وربخښي. نور بيا
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.