لیکنه: حبیب الرحمان شیرخان بابا چې دوردگ بابا په اولاده کې د مایارو د پښې د ابراهیم خان د کورنۍ څخه دی، چې څلور زامن د میاداد، الله داد، صالح او حاتم په نومونو سره ترې پاتې دي چې په سیمه کې په دوه کلیو صالح بابا خیلو او سرمست باباخیلو کې اوسیږي. شیرخان بابا د وخت ستر روښاني، متدین اومبارز شخصیت دی او په خپله سیمه کې د مغلو پر وړاندې ستر مبارز تیر شوی دی او د ژوند یوه درنده برخه یې په مبارزه کې تیره شوې ده، نوموړي د دې ترڅنګ چې ولسي چارې به یې ترسره کولې ، تل به یې د علماوو پوښتنه کوله له دوی سره به یې ناسته ولاړه درلوده د هرکارد ترسره کولو لپاره به یې مشوره ورڅخه اخیسته، همدا لامل وو چې د هستوګنې په شانداره کلا کې یې د د ټولو کورنیو وضیعت ډیر ښه وو، لرو بر ته یې راشه درشه ډیره وه، دسترخوان او میلمستون به یې تل په ملیمنو، علماوو، مشرانو، مبارزینو اوسلاغوښتونکو ښکلی وو. په خپل وخت کې د پراخه شتمنۍ څښتن وو د ټوکرو سوداګري یې هم کوله ، د نوموړي د ښې رویې نتیجه وه چې د سیمې له لراو برڅخه به ګڼ شمیر راغلیو کورنیو ورسره بزګري کوله، چې شیر خان بابا به کله کله دوی ته د کار، زحمت او ښوکارونو د ترسره کیدو په بدل کې د نورو امتیازونو ترڅنګ د خپلې کرنیزې ځمکې یوه برخه هم دوی ته ډالۍ ورکوله، پرهمدې بنسټ دسیمې دنوروکلیوخلک ترننه دلته هستوګنه لري چې دځایي خلکوبڼه یې غوره کړې ده، نورو بوختیاوو تر څنګ نوموړی د مالدارۍ ډیر شوقي وو ګڼ شمیر څاروي به یې ساتل له آس سره یې ځانګړې مینه درلوده او د آس سپرلي یې زیاته خوښیدله آن چې خپل سفرونه به یې هم په آس کول، ،ښه نیزه بازي یې کوله اود دې ترڅنګ نوموړی دغیشي ویشتلوکې پوره لاس درلود، د کلا ګرد چاپیره یې ګڼې لارې غځیدلې وې چې له هره پلوه خورا مهمې وې، دده کور، دده شوق او دده موخو سره خورا باریک تړون درلود، چې دلته د نوموړي د میړانې او سرښندنې د ثابتولو له پاره به اضافه خبره نه وي که د نوموړي د کلا په جوړښت او ځای هم رڼا واچول شي. د شیر خان بابا کلا یا کورد جغتو ولسوالۍ د ګوربت دغره د لویدیځې لمنې د ګلدرې (ګنده کول) په سیمه کې د سترتنګي درې ته مخامخ د دنګو دیوالونو چې سور یې دوه مترو ته رسیږي اوهسکو مینارونو چې لوړوالی یې ترلسومترو رسیږي او د چتې دروازې لرونکې کلا چې دوخت کاروانونه به بار په کې د ننه کیدل د یوجریب ځمکې پرمخ ښکلا ورکړې ده.چې شمال ته ېې د لغړې منځې غونډۍ، لویدیځ ته یې د ژورې او ننکې غونډی، سویل ته یې د ګوربت تاو را تاو خوړ، سویل ختیځ ته یې د مدرسې د مدنیت په پانګه پټه غونډۍ اوختیځ ته یې د جنتي تختې شنه سیمه پرته ده. بل پلوه دا کلا په څلورلارې کې پرته ده چې ختیځ ته غزیدلې ستونزمنه لار یې نه یواځې ګاونډۍ سیمې او ولسوالۍ سره نښلوي بلکې په تیر اواوس کې دهیواد له پلازمینې سره لومړنۍ لنډه لاره ده. اوبله تاریخي لار چې د کلا سویل لورته غځیدلې غرنۍ لار ده چې سیمې ولسوالۍ او ولایتونه له پښتونخوا سره نښلوي، دا دواړې لارې د روسي ښکیلاک پروړاندې د تاوده سنګر په درشل کې له هجرت اومقاومت سره ملې وې. راځم اصلې خبرې ته وخت داسي راغی چي یوه شپه شیرخان بابا له کلي نه د باندې د ځینو ټولنیزو چارو د ترسر کیدو لپاره تللی وو، مغلو له وخته ګټه پورته کړه او پرکلا یې برید وکړ او اور یې ورته کړ، د کلا د ننه خونې د هغه وخت د دودیزې نقشې له مخې یوې اوبلې ته سورۍ وې، دا وخت په کلا کې دننه دوه پنځوس تنه وو چې کلا ته د اور اچلولو پروخت ټول د کلا شمال ختیځې برخې ته وتښتیدل او د اور د لمبو له امله د شهادت لوړ مقام ته ورسیدل چې اوس یې زیارت د کلا د ننه د لوړو رنګینو بیراغونو په رپیدو له وړاندې ښکاري. له دې سره شیرخان بابا اړشو چې خپله توره د دښمنانانو پر وړاندې نوره هم تیره او اوږده کړي، نوموړي پدې مبارزه کې د قومونو ملاتړ ته اړتیا درلوده چې یوشمیر پښتني قومونو ورسره د ملاتړ هوکړه وکړه چې له دې ډلې د ځدراڼو قوم یادولی شو چې د سرښندنو نښې نښنانې یې د کلي سویل ته مخامخ لږڅه وړاندې دغوړنج دغره په اوږه کې زیارتونه یادولی شو چې د همدې مبارزو په ترڅ کې دلته شهیدان شول.او حتی اوس هم د هغه سیمې خلک دا زیارتونه د ځدرانو بولي او وايي چې دا خلک له مغلوسره په جنګ کې شهیدان شوي دي تر شهادت وروسته د ځدرانو ډلې غوښتل چې د شهیدانو مړي په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپاري خو د شیرخان بابا وجدان دا نه خوښوله چې دا شهیدان هلته نقل شي او له ځدرانو سره ترهمغږۍ وروسته په دې هوکړه وشوه چې شهیدان به دلته خاورو ته سپارل کیږي د ماښام له لمانځه وروسته به دعا ورته کوي، د دعا امانت اوس هم له یوه نسل څخه بل نسل ته لیږدول کیږي. پورتنۍ پیښې ته په کتو د پښتو ژبې متل رایاد شو چې وایي (( د تورې وروري خوږه وي)) کیدای شي چې دا ډول ډیرې پیښې د قومونو ترمنځ تکرار شوې وي چې قومونه یې نورهم سره نږدې کړي دي لکه د ورورۍ هغه روایتونه چې د ځدرانو او وردګو، د توریو او وردګو، د منګلو او وردګو …ترمنځ په اولسونو کې اوریدل کیږي منځ ته راوړي وي .
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.