وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ ءَامِنُوا كَمَآ ءَامَنَ النَّاسُ قَالُوٓا أَنُؤْمِنُ كَمَآ ءَامَنَ السُّفَهَآءُ ۗ أَلَآ إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَآءُ وَلٰكِن لَّا يَعْلَمُونَ{۱۳} او كله چې هغوي ته ووئېل شو، لکه څرنګه چې نورو وګړو ایمان راوړی تاسې هم ايمان راوړئ، هغوي ووئېل، آيا موږ د شودګانو په څېر ايمان راوړو؟ پام وکړئ! هغوي په خپله شودګان دي خو نه پوهيږي.
وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ ءَامَنُوا قَالُوٓا ءَامَنَّا وَإِذَا خَلَوْا إِلٰى شَيٰطِينِهِمْ قَالُوٓا إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِءُونَ{١٤} اوكله چي هغوي د مؤمنانو سره مخامخ شي، وايي موږ ايمان راوړې، خو كله چي دخپلو شيطانانو سره ګوښه شي، وايي موږ يقينا تاسو سره يو، هسې پرهغوي ملنډې وهو.
اللَّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِى طُغْيٰنِهِمْ يَعْمَهُونَ{١٥} الله جل جلاله دهغوي دملنډو سزاء ورکوي، او وخت ورکي هغوي ته په خپله سرغړونه كې، چې سرګردانه به ګرځي.
أُولٰٓئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلٰلَةَ بِالْهُدٰى فَمَا رَبِحَت تِّجٰرَتُهُمْ وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ{١٦} دوي هغه وګړي دي چې اخستې ده بې لاري په بدل دلارښوونه کې، نو دهغوي کاروبار ګټه ونکړه، او هيڅکله هغوي پر سمه لار نه دي.
لیکوال، شاعر او قضاوتمند عنایت الله حافظ په ۱۳۶۳ لمریز کال زیږیدلی دی. په ۱۳۸۵ لمریزکال د شرعیاتوپوهنځۍ فقه اوقانون له څانګې نه په لومړۍ درجه لیسانس او په ۱۳۹۴ لمریزکال د همدې څانګې نه پوهنلیک (ماسټري) ترلاسه کړه. عنایت الله خان د شیخ ذاهد، سیدجمال الدین افغان او ځینوخصوصي پوهنتونوکې د استاد په صفت پاتې شوی.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.