لیکنه: محمد زاهد زاهد انسان له پېدايښت سره جوخت د اړیکو ټينګولو او راشه درشه اړتیا احساسوله او هڅه يې کوله چې له ممکن لارې له یو بل سره اړیکې ټینګې کړي او د یو او بل په حال احوال ځان خبر کړي. په لومړیو کې دغه اړیکې د اور او لوګي په مټ ټینګېدلې او دا د دې نښه وه چې خلک باید یو ځای ته غونډ شي او د یوې مهمې مسلې په اړه خبرې وکړي وروسته بیا د همدغه کار لپاره له هېندارې کار اخیستل کیدو او پر مټ یې پېغام له یوې ډلې بلې ډلې ته رسیدلو، خو د رسنیو دغه ابتدايي او لومړنی ډول تر ډېره پاتې نه شو بلکې د کاغذ د کشف سره د اړیکو وسیلو او د پېغام د لېږد ډول چورلټ تغير وموند او د پېغام په لېږد کې اسانتیاوې رامینځ ته شوې. ملي سوداګرو او چارواکو به د کاغذ په مخ خپل اشتهارونه او اعلانونه تر خلکو رسول او په همدې ډول انسانانو یو له بل سره اړیکې پاللې خو د پېغام لېږد خپل حرکت ته دوام ورکړ او بلاخره په ۱۴۵۲ ز کال کې ګوتنبرګ الماني عالم پدې وتوانېد چې د چاپ صنعت رامنیځ ته او د اړیکو په لېږد کې یو لوی انقلاب رامینځ ته کړي. د سوداګرۍ او راکړې ورکړې په پراختیا سره د چاپ صنعت نه شو کولای تر څو د خلکو اړتیاوې پورې کړي، بلکې داسې یوې وسیلې ته اړتیا وه چې په سرعت سره د دوی اعلانونه تر ډېرو خلکو ورسوي دغه اړتیا د راډیو او ټلوېزیون په راتګ سره حل شوه او د پېغام په لېږد رالېږد کې زیاتې اسانتیاوې رامینځ ته شوې. راډیو او تلوېزیون که څه هم د اړیکو په نړۍ کې لوی انقلاب رامینځ ته کړ، خو بیا هم داسې یوې وسیلې ته اړتیا وه چې نیغ پر نیغه هر څوک وکولای شي له کوم خنډ او ځنډ پرته خپل پېغام تر نورو ورسوي چې په پایله کې ټولنیزې رسنۍ ( فېسبوک، ټوېټر او …) هم د مبارزې ډګر ته را ودانګل او د پېغام په لېږد کې یې خورا اسانتیاوې رامینځ ته کړې. ټولنیزې رسنۍ په نړۍ په ځانګړې توګه په افغانستان کې خورا یوه نوې پدیده ده چې په ډېره چټکۍ سره يې د نړۍ هر کونج ته ځان ورسولو او کابو هر لوستي ته يې د نظر څرګندولو او پېغام لېږدولو چانس ور په برخه کړ، که څه هم ټولنیزې رسنۍ د یوې ټولنې او اجتماع په رغولو کې رغنده ونډه لري، خو د مثبت اړخ سربېره يې منفي اړخونه هم د ګوتو له شمار وتي دي. په افغانستان کې ټولنېزې رسنۍ تر ډېره د لوبو په وسایلو بدلې شوې او خلک ترې یو ډول د ساتېرۍ د وسایلو تعبير کوي او د داسې موخو لپاره کارول کېږي چې تر ډېره يې افغان ټولنې ته سرخوږی جوړ کړی دی. په سوشل مېډیا یا ټولنیزو رسنیو کې د ځینو کړیو په اشاره داسې مواد خپريږي چې قومي، صمتي او ژبنیو تعصباتو ته لمن وهي او د خلکو فکرونه داسې رهبري کوي چې د هېواد له ملي ګټو او دریځ سره په ښکاره ټکر دی او د هغو شومو موخو لپاره چې د سیمې او نړۍ استخباراتي کړیو په لاره اچولې یو ډول لاره هواره وي. افغان ټولنه چې تر اوسه لا د فقر تر سيوري لاندې ده د سوشل مېډیا له ډلې له فېسبوک څخه چې هم يې بيه کمه او هم يې کارول اسانه دي کار اخلي، فېسبوک چې د انټرنېټ یوه پته ده او له څو پوښتنو وروسته په یو ځانګړې پاڼه درته د نظر ویلو حق درکوي، او په ډېره اسانۍ سره کولای شي خپل انځور، تفکر، د خوښۍ او خپګان احساس تر نورو ورسوي او د نورو له حال ځان خبر کړي. په نوره نړۍ کې خلک فېسبوک د بېلا بېلو موخو لپاره کاروي، ان تر دې چې خپل فرهنګ او دود د نړۍ تر هرې ژورې د همدې فېسبوک پر مټ ورسوي، خو په افغان ټولنه کې بیا دا هر څه سرچپه دي، په جعلي نومونو او انځورونو جوړ ادرسونه یوازې او یوازې د یو او بل ښکنځلو او سپکولو لپاره کاريږي او بس. که په ښار کې د یو ترافيک او زورواکي جګړه وي او قانون تر پښو لاندې کېږي، خو له حق سره د درېدو پر ځای د فېسبوک کارکونکو ته تر ډېره دغه موضوع د فېسبوک یوه ښکلې او له ساتيرې ډکه سکالو ګڼل کېږي، چې له امله يې د دولت او ملت تر مینځ د واټن او فاصلې سربېره د ګڼ شمېر ستونزو سبب ګرځي. فېسبوک د ورځنیو خبرو او نوو مالوماتو لپاره غوره سرچينه او د مطالعې اسانه او ګټوره لاره ده چې افغان ځوانان په ځانګړې توګه لوستی پاړکی يې هم باید د همدغو موخو لپاره وکاروي، او هڅه وکړي تر څو د همدغه فېسبوک له لارې د هېواد روانې ستونزې حل او د یو موټي او اباد افغانستان لپاره هلې ځلې وکړي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.