لیکنه: محمد زاهد زاهد علامه محمود طرزي نه يوازې د افغانستان د ژورنالېزم پلار، بلکې په افغانستان کې د قلم او مطبوعاتو د ازادۍ بنسټګر هم دي، لکه چې نوموړي وايي((ازادي قلم به حق و باطل تحرير نيست؛بلکه آزادي انست که هر چه خواسته باشد بنويسد و قضاوت رابه قارئين بګذارد.)) نوموړي په دې خبره لومړي د مطبوعاتو ازادي تعريف کړې، او دويم يې د ازادۍ روحيه په داسې ډول بيان کړې چې تر ننه يې پوهان له بيانولو عاجز دي. نوموړي د هېواد ازادي اعلان کړه او استعمارګران يې ((نمروديان،فرعونيان او شاداديان) بلل . علامه محمود طرزي په غزني ولايت کې د حکيم سنايي د مزار سره نيږدې په ۱۲۴۴هـ ل کال د وږي په اوله نېټه د چهارشنبې په ورځ د ۱۲۸۲هـ س په ربيع الثاني او د ۱۸۶۵ز کال د اګست په مياشت کې وزيږېد. دا چې نوموړي د محمود غزنوي په ښار کې وزېږېد نو پلار او مور يې پرې محمود نوم کېښود. علامه محمود طرزي د ژوند په دوران کې ډېر فرهنګي او سياسي فعاليتونه ترسره کړي دي، خو د نوموړي ډېري عمر د سراج الاخبار سره تېر شو. د علامه محمود طرزي کورنۍ د افغانستان د کندهار له يو قومي مشر سره اړيکه لري،دا مشر چې حاجي جمال خان نومېږي او د سردار پاينده محمدخان پلار دي نوموړي ۲۲ زامن درلودل چې له هغې څخه يې يو هم سردار رحمدل خان کندهاري و، دي د محمود طرزي بابا و، د محمود طرزي مور د سدوزيو له کورنۍ څخه وه چې د شهزاده مودو خان لور وه. د علامه محمود طرزي پلار چې د افغانستان له مشهورو شاعرانو څخه و، د هغو اختلافونو له امله چې د ده او امير عبدالرحمن تر مينځ و له افغانستان څخه منع شو او له ۱۸۸۱ څخه تر ۱۸۸۳ کال پورې په کراچۍ کې و، خو په ۱۸۸۵ز کال له کراچۍ څخه له خپلو ۳۵کسه کورنۍ سره عراق ته لاړ، له شپږو مياشتو وروسته د عثماني دولت د پاچا عبدالحميد په غوښتنه سوريې ته لاړ او د ژوند تر پايه همالته مېشت شو. محمود طرزي په ماشومتوب کې په کابل او کله کله هم په کندهار کې اوسېده، په همدې وخت کې يې د وخت علوم له الفبا څخه تر مهمو عربي او دري اثارو پورې له خپل پلار څخه زده کړل، همدا رنګه يې ځېنې زده کړې له ملا محمد اکرم هوتک څخه کړې دي. نوموړي د ځوانۍ عمر په هند،بغداد، شام او ترکيه کې په هجرت کې تېر کړل؛ او په همدې دوران کې يې اردو،عربي او ترکي ژبې زده کړې. محمود طرزي په ۱۸۸۸ز کال د ((سياحت نامه در سعادت)) په نوم يو اثر وليکه چې له دمشق څخه استانبول ته د سفر په اړه و. د هېواد د ازادۍ په اړه د محمود طرزي مقالې ډېرې په زړه پورې او ارزښمندې دي، چې د استعمار ګرانو سترګې يې پرې راوباسلې او په ډېري کارونو کې يې د مخ خنډ و ((افغانستان و نعمت آزادي))، ((استقلال افغانستان))، ((جنګ وصلح))، ((حي علي الفلاح)) او ډېري داسې نورې مقالې چې په مټ يې خلک ازادۍ او استقلال ته بلل کېدل په سراج الاخبار کې خپريدې. په يوه مقاله کې وايي(( به قوت هر چه تمام تر، به همه برادران داخل وطن عزيز خود و عموم برادران خارج وطن خود… به فرياد بلند اعلان ميکند که: (( دولت عليه مستقله افغانستان نسل به نسل به همه معاني((استقلال)) مستقل و آزاد يک دولتي بود،هست و خواهد بود.)) د سياسي مبارزې په ترځ کې محمود طرزي د اماني دولت د بهرنيو چارو وزير شو چې د نوموړي تر ټولو مهمه دنده ګڼل کېږي، چې په ډېر برياليتوب يې سرته ورسوله؛ د بهرنيو چارو وزارت سربېره يې د هند په منصوري ښار کې د استقلال د دويمې مرحلې مذاکراتو مشري هم کوله، چې په ۱۹۲۰ز کال د اپريل په ۱۲ نېټه د افغان هيات د مشر په توګه د منصوري ښار ته لاړ او دا کار يې په ډېر برياليتوب سره سرته ورسو. په ۱۹۲۲ کال په فرانسه کې د افغان دولت د رسمي استازي په توګه وټاکل شو او په ۱۹۲۴ز کال بېرته هېواد ته راستون شو او د بيا ځل لپاره د بهرنيو چارو وزير وټاکل شو، په دې وخت کې د ده او پاچا تر منځ ځينې سياسي اختلافات رامينځ ته شول چې بالاخره په ۱۹۲۵ز کال يې استعفا وکړه او وروسته له دې يې له رسمي کار سره مخه ښه وکړه. په دې ډول د نوموړي فرهنګي او سياسي مبارزه پاي ته ورسېده. په هېواد کې شورش او بې نظمي خپل اوج ته ورسېده، د ننګرهار شورشيانو په يو غوښتنليک کې له امان الله خان څخه د ده او کورنۍ د شړلو غوښتنه وکړه، چې نوموړي د امان الله خان په غوښتنه له کابل څخه کندهار بيا هرات او د ۱۹۲۹ز کال د مارچ په څلورمه نېټه له هرات څخه ايران ته لاړ، له ايران څخه ترکيې ته لاړ او د ترکيې حکومت ورته د يو وکيل په اندازه معاش وټاکو او له خپلې کورنۍ سره يې خوشحاله ژوند پيل کړ، خو د يوې ناڅاپه سرطان ناروغۍ له امله په ۱۹۳۳ز کال د نومبر په ۲۲ د چهارشنبې په ورځ د ۵۸ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې او د ابو ايوب انصاري د مزار تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.