????
ژباړه: صابرشاه صابري
د سړک افقي ګولایي ګانو په هکله عمومی معلومات او دانتقالي ګولایی طرحه: General information about the Horizontal Curve and design of the Transition Curve: افقی ګولایی عبارت دی دسرک دهغه برخی څخه ده چی سرک خپل مسیرته په پلان کی تغیر ورکوی. یا افقی ګولایی عبارت دی هغه ګولایی څخه ده چی دافقي له نظره د افقی جهت دتغیر په برخو کي د یو مسیردوو مستقیمو حطونوترمنځ اعماریږی . عمومي معیار: د ډیزاین طرحه سپیډ چي مختلفوترکیباتو،واظیفوي صنف بندي، ترافیکو حجم، دځمکي حالاتو، محیطي عوامل او اجتماعي عواملو پوري اړه لري کوم چي اساسي رول لري د ګولایی په طرحي باندي. او په همدي ډول سره طبیعي، کلتوري او اجتماعي منابع هم مهم رول لري د کولایی پّه طرحه کي. ډیزاینر باید د منطقي حالات زیات په نظر کي ونیسی او بعضي نور نقاط چی په لاندي ډول دي باید ډیزاینر یی په نظر کي ونیسي: ۱: دګولایي ګانو ډولونه:Types of curves په عموم کي ګولايي ګاني په دوو ګرپونو ویشل شویدي: ۱: افقی ګولایي (Horizontal Curve). ۲: عمودي ګولایي (Vertical Curve)
عمودي ګولایي (Vertical Curve
افقي ګولایي Horizontal Curve
عمودي ګولایي (Vertical Curve)
دلاندی اهدافو په حاطر په سرک کي ګولایي جوړیږی:Curves are provided due to following reasons:
۱: دساحي د شکل توفوګرافیکی جوړښت له وجي.
۲: چی سرک مشحص موقیعت ته سهولت ورکړي.
۳: محدودیتونه چی دموجوده ځمکي په واسطه ایجاد شوي وي.
۴: دموجوده سهولتونو برابرولو په حاطر.
۵: دمذهبی،کلتوري اواساسي ملکیتونو د نه له مینځه وړلو په حاطر.
۶:دموجوده دلاري دحریم نه استفادي په حاطر.
دګولایانو ګټي:Advantages of Curves
لاندي د ګولایانو ګټي دي:
۱: دمسافرینو لپاره سهولت رامنځ ته کوی. کله چی دموټر یوناڅاپه خپل جهت ته تغیرورکوي چی په دا وخت کي یو ټکان رامنځ ته کیږي چی دا دګولایي په مرسته له مینځه وړل کیږي.
۲: کله چی ډرایور ډیر سفر کوي نو ډریوار يو ډول بي فکره او حاسته کیږی چی دا دي ګولایي په واسطه له مینځه ځي او ډریوارمتوجي کیږي.
۳: په یو ناڅا پی تاویدونه کي بریک څو ځلی واهل کیږي چی دا د بریک څو ځله واهل د موټر ټایرخرابوي او په همدي ډول موټردخرابیدو سبب ګرځي چي دا نواقص دګولایي په واسطه له مینځه ځي.
۴: نظر دجهت په تغیر سره ډریوران خبرداری تر لاسه کوي چی دلته دسرک جهت تغیر کړی دی.
۵: دا چی په مستقیم سرک باندي ډریوران ډير په سرعت سره ځی نو کله چی سرک ګولایي ته ورسیږی مجبور دی چی سرعت را محدود کړي اومحغوظ سرعت سره حرکت پیل کړي.
هغه عوامل چی د ګولایي طرحه باندي تاثیرات لري:Factors which affect the design of curves
لاندی عوامل دګولایانو طرحه متاثره کوي:
۱: طرحه شوي سرعت د موټر.
۲: مجازي اصطحکاک.
۳: اغظمي مجازي سوپرایلوشن.
۴: مجازي فرارالمرکز نسبت.
په افقی مسیر کي د ګولایي ګانو ډولونه: Types of curves in horizontal alignment
په عمومي ډول لاندی ډولونه د ګولایایي ګانو دسرک په افقي مسیر کي استعمالیږي:
۱: ساده ګولایي ګاني:(Simple Curve)
۲: مرکبه ګولایي:(Compound Curve)
۳: سرچپه ګولایي: (Reverse Curve)
۴: انتقالي ګولایي:(Transition Curve)
(Types of Curves in Horizontal Alignment )
اده ګولایي: (Simple Curve):دغه ګولایي د ساده قوس څخه تشکیل شویده چی دوه مستقیم خطونه سره وصل کوي.چی ددي ډول ګولایي شعاع د لاندي فورمول په واسطه پیدا کیږي.
چی دلته R قوس شعاع ده ، L دقوس طول ،θ دردیان زاویه ده.
مرکبه ګولایي: Compound Curve
عبارت دهغه ګولایی څخه ده چی د څو ساده ګولایي ګانو څخه تشکیل شوي وي او یو مشترک تانجانت ولري.
سرچپه ګولایي:Reverse Curve:
عبارت دهغه ګولایي څخه ده چی دوو ساده ګولاییوڅخه چی مساوي اومخالف جهت ولري او دیوه عام تانجانت په واسطه سره وصل وي.
R min=V`2127(e+f)
په پورته فورمول کی: V= د ډیزاین سرعت په m/sec او kmph V` = اضعري ډیزاین سرعت دی. e = سوپرایلوشن قیمت دی چی اعظیمی 0.07 په ټولو منطقو کی په نظر کی نیول کیږی بغیر دی غوندی څخه او واوری څخه چی هلته 0.1 په نظر کی نیول کیږی. f= دا صتحکاک ضریب دی چی 0.15 په نظر کی نیول کیږی چی ثابت قیمت دی. g= دجاذبی تعجیل دی. چی دی لاندي جدول څّخه دمختلقو منظقو لپاره شعاع او سرعت په نظر کی نیولی شو. ســــــــــــــوپـــرایـــــــــلویشن په افــــــــقي ګولایي کي:super elevation in Horizontal Curve: کله چی افقي ګولایي کی موټر حرکت کوی نو د لاندي قواوو تراعیزي لاندی راځي: ۱: فرارلمرکز قوه( Wv2/gR) کوشش کوی چی موټر د ثقل مرکز څخه بیرون خواته وعورځوي . ۲: د موټر وزن چی عمودأ ثقل په مرکز جهت. ۳: اصتحکاک چی د ویل او سرک په ما بین کی پیدا کیږی چی هغه عمل کوی د ګولایي مرکز خواته. که چیری په افقي ګولایي کی سرک بهرنی څنډه اوچته جوړه شی دی ته سوپرایلویشن وایی چی دا پورته قواوي د سوپرایلوشن په واسطه دمینځه ځی که چیری سوپرایلوشن د اعظیمی اندازی (0.07) څخه زیات شی موټر دا خل خواته چپه کیږی. او که چیری سوپرایلویشن د 0.07 څخه کم شی بیا موټر په افقي ګولایي کی بیرون خواته چپه کیږی.
چي په دي فورمول کي n دلاینونو تعداد دی. او R په پورتنی فورمول کي دافقی ګولایي شعاع ده. ۲: راواني فکر (روانشناسی) اضافه عرض :Psychological Widening په افقي ګولایي کي اضافه عرض نظر دا نسان د رواني فکر په حاطر هم په نظر کی نیول کیږي . کله چی موټر سرعت زیات وي انسان نشي کولی هر څومره چی لازمه وی هغه ډول موټروچلوي . او یا کله چي یو موټر بل موټر cross کوي نو دلته اضافي عرض ته ضرورت پیدا کیږي . لاندي فورمول په واسطه یی محاسبه کولی شو:IRC Code
مخانیکي عرض په پورته فورمول کی دسرعت سره مستقیمآ رابطه لري او د شعا ع سره عیرمستقیما رابطه لري. داضافي عرض موقیعت: Location of Extra Widening اضافي عرض دسرک په تدریجی ډول سره دا نتقالي ګولایي څخه شروع کیږي تر دایروي ګولایي سره سره موازی موقیعت ورکول کیږي. انتقالي افقي ګولایي طرحه :Horizontal Transition Curve انتقالي ګولایي هغه ګولایي ته وایی چی شعاع یی ثابته نه وي . یا شعاع یی لایتناهی څخه په ټاکلي حد تبد یله شي. دا ګولایي ددایروي ګولایي او تریورس مستقیم خط ترمنځ تشکیلږي. دا نتقالي ګولایي ګټی:Benefits of Transition Curves ۱: د مستقیم خط څخه سمد سمتی منحنی ته دا خلیدو مخنوی کوي. ۲: دموټر دچپه کیدو مخنوی کوي. ۳: زیات سوپرایلویشن څخه مخنوی . ۴: دسرعت کموالی مخنوی کوي. ۵: دمسافرینو د نا راحت کیدو څخه مخنوی کوي. دا نتقالي ګولایانو ډولونه:Types of Transition Curves
دانتقالي ګولایي حصوصیات : Characteristic of Transition Curve انتقالي ګولایي لاندي حالاتو ته باید جواب ویونکی وي: ۱: باید دمستقیم خط سره وصل وي. ۲: باید دایروي ګولایي سره وصل وي. ۳: په هغه ځای کي چی دایروي ګولایي سره وصل وي باید عیني شعاع لرونکي وي. ۴: دمنخنی دزیاتیدو اندازه او سوپرایلویشن اندازه باید یو شی وي دانتقالی ګولایي شکل:Shape of Transition Curve څلور ډوله انتقالي ګولایی جوړیدل امکان لری چی جوړه شي خو نظر داندیا سرک جوړولو کانګریس دتجربو په اساس Spiral یا مارپیچی شکل دی لاندي دلیلونو په اساس انتخاب شویده: ۱: محاسبه یی اسانه ده او په ساحه کی په اسانی سره طبیق کیږي. ۲: هر نوعه انتقال جواب ګویه ده او معادله یی په لاندی ډول ده : LS=m√θ M=√2RL=a Constant چی دلته θ تانجانت دی ماتیدنی یا د انحنا ده. د انتقالی ګولایي طول:length of Transition Curve دلاندي میتودونو په واسطه د انتقالي ګولایي طول پیدا کولی شو: ۱: دشعاعی تغجیل دتغیر په اندازي سره:by the rate of change of radial acceleration په تانجانت نقطه کی V2/R=0 او R قیمت لایتناهی ده. او انتقال په اخیر کی R اضغری قیمت اخلي نو دفرارلمرکز تعجیل د ګولایی په قوس ویشل کیږي. که چیری دا قیمت ټیت وی دمسا فرو دمزاحمت سبب نه ګرځي او همدرانګه ددی ګولایی د شعا ع په ستره کولو سره فرارلمرکز قوه کمیږي . t=Ls/v (m/sec3) = (0.5-0.8), Ls=0.254v2/c*R =(L/LS)2 *θs , θs=Ls/2R, S=LS2/24RC θ
۲: د سوپرایلویشن د معرفت په اساس:Rate of introduction of Super elevation: په دی طریقه کی باید د سرک څنډه باید ۱:۱۵۰ نه زیات ګرید کی لوړه جوړه نشی نو په دی اساس طول دی انتقالی ګولایی باید ۱۵۰ واره دی د مکمل اندازی نه چی دسرک په څنډه کی کوم چی ضرورت ایجابوی باید لوړه وی. په همدی اساس کولی شو چی انتقالي ګولایی طول د کم کړو کله چی ګرید ۱:۱۰۰ انتخاب کړو په هوارو مناطقو کی او په عوندیو کی ۱:۶۰ګرید هم انتخاب کولی شو:: C:\Users\Sshah\Desktop\Scan.jpg
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.