لیکنه: محمدحامد اکبري د تېرو څو لسیزو جګړو زموږ د هېواد ګڼ اقتصادي او غیر اقتصادي سکتورونه له سترو ګواښونو او خنډونو سره مخ کړل،ټولنه مو په تیارو کې پاتې شوه،ښوونیز خوځښتونه مو په ټپه ودرېدل،بنسټیزې چارې فلج شوې لنډه دا چې هېواد مو په هره برخه کې سخت وځپل شو،خو د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته په وروستۍ لسیزه کې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د هېواد په هر اړخیزو برخو کې د پام وړ بدلونونه منځ ته راغلل، اقتصادي خوځښتونه تر سترګو شول،نوې فابریکې فعالې شوې،هېواد ته نوې ټکنالوژي راغله، بېلابېلې ادارې مو په عصري ټکنالوژۍ سمبالې شوې،د هېواد په ګوټ ګوټ کې روغتونونه،پوهنتونونه،ښوونځي،سړکونه،د برېښنا بندونه او دې ته ورته نورې بنسټیزې پروژې پلې شوې او له دې سره ګڼ شمېر ځوانان په کار بوخت شول. تر ټولو مهمه دا چې ښوونیز سکتور په کې په خوځښت راغی،ګڼو ځوانانو د ښوونځیو پر لور مخه کړه،پوهنتونونو ته یې لاره پیدا کړه او دا مهال په زرګونو ځوانان د هېواد په بېلابېلو پوهنتونو کې په لوړو زده کړو بوخت دي. د اقتصاد پوهانو له انده په ټولنه کې د لوستو کسانو شتون د اقتصادي پرمختګ تر ټولو اړین اصل دی،هغه هېوادونه چې ښوونیز سکتور په کې تر نورو هغو وړاندې دی په اقتصادي برخه کې د پام وړ او حیرانوونکي بدلونونه په کې منځ ته راغلي او برعکس هغه ټولنې چې د سواد کچه په کې ټیټه ده له اقتصادي پلوه وروسته پاتې ګڼل کیږي او د وګړو ژوند په کې له ګڼو ستونزو سره مخ وي. دا د خوښۍ وړ خبره ده چې دا مهال د ځوانانو یو لوی شمېر د دې لویې تشې د ډکولو په حال کې دی او هرکال کې زرګونه ځوانان چې په مسلکي او عصري زده کړو سمبال وي د خپلو هېوادوالو چوپړ ته راوځي او د هېواد فلج سکتورونه بیا په خوځښت راولي. ځوانان چې د ټولنې د ملا تیر جوړوي،د هېواد په اقتصادي وده او پرمختیا کې د پام وړ رول لوبوي. په اقتصاد کې ځمکه،کار او پانګه د تولید عوامل ګڼل کیږي، د تولیدي سکتور پیاوړي کول د پیاوړي اقتصاد ضمانت کوي،چېرته چې غښتلی کاري ځواک شتون ولري د تولید ټول عوامل په اغېزمن ډول په کار لویږي او په دې سره د هېواد اقتصادي څرخ په خوځښت راځي. ځوانان د هېواد د اقتصاد ماشین او مسلکي زده کړې د تېلو حیثیت لري،د ماشین د چالانولو لپاره یو بهرني ځواک ته اړتیا ده تر څو د ماشین څرخ په خوځښت راشي او ګټه ترې واخیستل شي،خو که ماشین ته پام ونشي او له هغه سره بې پروايي وشي نو ښکاره ده چې خپل اغېزمنتوب له لاسه ورکوي چې دلته له بهرني ځواک څخه موخه حکومت ته اشاره ده. له بده مرغه په دې وروستیو کې ګڼو اقتصادي،سیاسي،امنیتي او نور ټولنیزو ستونزو زموږ ګڼ لوستي او نا لوستي ځوانان له سختو ناخوالو او خنډونو سره مخ کړل. روزګارو ځوانانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او په زرګونه هغه ځوانان چي خپلې زده کړې یې بشپړې کړې د وزګارتیا له ستونزې سره مخ شول او لاهم له دې ستونزې څخه کړیږي. تر ټولو د اندېښنې وړ خبره لا دا ده چې له توقع څخه زیاتو ځوانانو خپل هېواد ته شا کړه، او پردیو هېوادونو ته یې مخه کړه او د راپورونو له مخې لا هم په ورځني ډول په زرګونو ځوانان خپل هېواد پریږدي او بهرنیو هېوادونو ته اوړي. دا چې څومره یې په قانوني بڼه او څومره په غیر قانوني بڼه په قاچاقي ډول له هېواده وځي او د لارې په اوږدو کې له کومو ننګونو او ګواښونو سره مخ کیږي دا بېله موضوع ده. خو دا چې د اقتصاد له نظره د ځوانانو تېښته کومې ناوړه پایلې لري،په لنډ ډول یې یادونه کوو. لکه څرنګه چې وړاندې مو یادونه وکړه،ځوانان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت له لري خو په دې وروستیو کې د ځوانانو د تېښتې ګړندي بهیر په هېواد کې ګڼې اندېښنې را ولاړې کړې، او داسې معلومیږي چې د ځوانانو تېښتې د هېواد اقتصاد سخت زیانمن کړی. کله چې په دومره لوی شمېر لوستي او نا لوستي ځوانان هېواد پریږدي څرګنده خبره ده چې د هېواد د ننه لویه تشه رامنځ ته کوي،د ښوونې او روزنې چارې،تولیدي فعالیتونه او د بیارغونې چارې او نور پرمختیایي فعالیتونه ټکني کیږي، بله مهمه خبره دا چې کله ځوانان هېواد پرېږدي دوی اړ دي چې یوه زیاته اندازه پيسې هم له ځان سره بهر ته ولېږدوي دا کار په هېواد کې د پانګې د کمښت سبب ګرځي،د دې پیسو زیاته برخه ډالر جوړوي،کله چې بهرنۍ پیسې له هېواده وځي د هېواد په د ننه کې د هغوی ارزښت زیات او پر وړاندې يې افغانۍ خپل ارزښت ورو ورو له لاسه ورکوي چې په پای کې د توکو په بیو کې نا انډولي رامنځ ته کیږي او پر اقتصاد ناوړه اغېزې کوي دا ځکه چې افغانستان یو وارداتي هېواد دی او د پېر لویه برخه یې د بهرنۍ کرنسۍ په واسطه تر سره کیږي. هغه پانګه چې د ځوانانو له تېښتې سره هم مهاله له هېواده وځي اندازه یې یوازې په میاشتني ډول ملیونونو ډالرو ته رسیږي،که دا پانګه د هېواد د ننه په کار واچول شي په اقتصادي برخه کې لوی بدلونونه رامنځ ته کولی شي او د کارموندنې لپاره ښه فرصتونه رامنځ ته کولی شي. که په لنډ ډول ووایو د ځوانانو تېښته د حکومت او ولس تر منځ د واټن د رامنځ ته کېدو،د کاري ځواک د کمزورتیا،په اقتصادي چارو کې د مؤلدیت د کمښت،د پانګې د کمښت،د کاري فرصتونو د بایللو او ټولو پرمختیایي کړنو د ټکني کېدو سبب ګرځي چې په لنډ مهاله او اوږدمهاله ډول د هېواد اقتصاد زیانمنوي. کله چې یو هېواد د کاري ځواک او پانګې د کمښت سره مخ شي دا حالت په اقتصادي ناسور بدلیږي چې تداوي یې بیا ډېر ستونزمن کار دی. ځوانان ولې له هېواده تښتي؟ څرګنده خبره ده چې په هېواد کې روانې ناخوالې،نا امني،د کاري فرصتونود نشتون له کبله د وزګارتیا لوړه کچه،په حکومتي ادارو کې پراخه فساد، په راتلونکي حالت بې باوري، فقر او غربت،د ژوند ناوړه شرایط او نور هغه لاملونه دي چې ځوانان یې له هېواد څخه تېښتې ته اړ کړي او پر خپله راتلونکې یې بې باوره کړي. حکومت باید څه وکړي؟ که حکومت د ځوانانو د تېښتې موضوع ته جدي پاملرنه ونه کړي،لرې نه ده چې هېواد به مو یو ځل بیا د لویو بدمرغیو اوبدبختیو خواته مخه او له ګڼو ستونزو سره مخ شي. حکومت باید ژر تر ژره کاري فرصتونه رامنځ ته او په لکونو وزګارو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي. حکومت باید د مسلکي ځوانانو روزنې ته ژور پام وکړي او د منظم پلان په چوکاټ کې د کسب او کار د زده کړې او ښې روزنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته افغان ځوانان ولیږي او وروسته هغه په کورنیو تولیدي سکتورونو او یا نورو برخو کې په کار وګوماري همدا شان داسې پروګرامونه جوړ کړي چې ځوانانوته دا ذهنیت ورکړي چې له هېواد څخه تېښته د هغوی د ستونزو د حل لاره نه ده او باید ټول په ګډه د هېواد په اقتصادي وده او پرمختیا کې برخه واخلي. ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.