لیکنه: پوهيالی ګلبدين ګلاب
لومړۍ برخه: د کرنې (Agriculture) او بڼوالۍ / هارټيکلچر (Horticulture) د پېدايښت او په انساني ژوند او ټولنه کې د هغې د ارزښتونو په اړه ګڼ شمېر تاريخي اثار او کتابونه روښانه کوي چې، هغه مهال چې انسانانو يوازی په څمڅو او غارونو کې ژوند کاوه، د خپل ژوند د پايښت له پاره يي له څارويو او په وحشي ډول له ډول ډول مېوو او سبو څخه ګټه اخېسته او د ژوندانه چارې يي له همدې لارې پر مخ بېولې، ښکاره ده چې د خواړو نوموړي ډولونه چې انسانانو ترې ګټه اخېسته د کرنې پورې اړه لري. د کرنې له برکته ډېری وحشي ژوي او بوټي د وخت په تېرېدو سره، هغه مهال چې د نړۍ نفوس مخ په ډېرېدو او د خوړيزو توکېو د کمښت سره لاس او ګرېوان شول، اصلاح شوي چې د انساني ژوند د ارامتيا او هوساېنې تر څنګ ترې د انساني او حيواني خوړو په توګه کار اخېستل کېږي. کرنيز توکي د انسانانو په ژوند کې بېلا بېل ارزښتونه لري. لکه خوړه ايز ارزښتونه (Nutrition values)، اقتصادي ارزښتونه (Economic values)، تفريحي ارزښتونه (Aesthetic/ Recreational values)، بيولوژيکي ارزښتونه (Ecological/ Biological values)… ان د خوړو تر اړينو ګروپونو او کيمياوي مرکباتو لکه اوبه (Water)، کاربوهايدريتونه (Carbohydrates)، پروتينونه (Proteins)، شحميات (Fats)، عضوي تيزابونه (Organic Acids)، پګمنټونه (Pigments) او همدارنګه د بېلا بېلو ويټامينونو (Vitamins) لرل دي، چې نوموړي ځانګړي موضوعات دي، دلته پرې بحث نه کوو. داچې د ګران هېواد افغانستان د ټولې ځمکې (د ۶۵.۲ مليونه هکتارو په شا او خوا کې ) څخه يوازی ۱۲ سلنه ( ۹.۷ مليونه هکتاره) د کرنې وړ ده، په داسې حال کې چې ۳ سلنه ( ۷.۱ مليونه هکتاره ) يي ځنګلونه، ۴۶ سلنه ( ۳۰ مليونه هکتاره) څړځايونه او پاتې ۳۹ سلنه ( ۶.۲۵ مليونه هکتاره) يي غرونه او همدارنګه د هستوګنې ځايونه په بر کې نيسي (CSO, 2014-15). په داسې حال کې چې د ګاونډېو هېوادونو له ډلې څخه د پاکستان (۲۸) سلنه، ايران (۱۱) سلنه، تاجکستان (۶) سلنه، ازبکستان (۱۰) سلنه او همدارنګه د ترکمنستان هېواد (۳) سلنه ځمکه د کرنې وړ ده .(Remy, 2001) کرنه او د هغې اړونده چارې په ګران هېواد افغانستان کې د غور او پاملرنې وړ دي، ځکه له يوې خوا مو د هېواد ډېری وګړي په لرو پرتو سيمو کې خپل ورځنۍ چارې له همدې لارې پر مخ بيايي کوم چې د هېواد د وګړو د کار د قوې ۴۰ سلنه جوړوي او له بلې خوا کرنه او د هغې اړونده چارې دي چي د هېواد د کورني نا خالص توليد ۶.۲۴ سلنې په جوړولو سره د هېواد اقتصاد پياوړی کوي (CSO, 2013-14). کرنه او په ځانګړي ډول بڼوالي دا مهال په پراخه کچه د نړۍ د نورو علمونو تر څنګ د يو ستر او له ارزښته ډک علم او فن په توګه شتون لري. نوموړې څانګه نه يوازی دا چې د انساني او حيواني خواړو په برابرولو کې ستره ونډه لري، بلکه د چاپيريال په ښکلا او ساتنه او د دې تر څنګ د انسانانو د رواني حالتونو درملنه يي هم له مهمو ارزښتونو څخه شمېرل کېږي. وړاندې له دې چې د بڼوالۍ په بېلا بېلو څانګو وغږېږو، اړينه ده چې د کرنې او بڼوالۍ په اصطلاح ګانو رڼا واچوو. کرنه يا (Agriculture) د اکسفورد ډکشنرۍ په اساس له (Agricultura) لاتيني کليمې څخه چې (Ager) يا (Agr) د (Field) يا کروندې، او (Cultura) څخه چې د (Growing) يا (Cultivation)، کرلو په معنا ده، اخېستل شوې. کرنه د بوټو او څاريو د روزنې علم او فن دی چې د هوسا ژوند په موخه پرې د لوړ توليد د تر لاسه کولو له پاره کار کوي. يا په بل عبارت، کرنه هغه علم او فن ده چې د خوړه ايزو توکيو او نورو توليداتو په موخه، کوم چې د ژوندانه د هوساېنې سبب ګرځي ـ د بوټو له کر کيلې او د څارويو له روزنې او ساتنې څخه بحث کوي. وړاندې له دې چې په بڼوالۍ وغږېږو، اړينه ده چې خپله بڼ يا باغ هم وپيژنو، تر څو په راتلونکي کې په دې هکله د کومې تېروتنې ښکار نه شو. بڼ يا باغ هغه ټوټه ځمکه ده چېرته چې بوټي، مېوې، سابه او يا هم ګلان کرل کېږي، يا بڼ هغه ځای دې چېرته چې بوټي کرل شوي او د ښکلا تر څنګ په کې د هوساېنې او ارامتيا احساس کېږي. همدارنګه بڼوالي يا (Horticulture) د اکسفورد ډکشنرۍ په اساس له دوو لاتيني کليمو څخه چې (Hortus) د (Garden) يا بڼ او باغ په معنا او (Cultura) څخه چې د (Growing) يا (Cultivation)، کرلو په معنا ده، اخېستل شوې .(Hemla and Thippesh, 2014-15) په دې توګه بڼوالي د کرنې يوه مهمه څانګه ده، او هغه علم او فن ته ويل کېږي کوم چې د مېوو، سبو، ګلانو او زينتي بوټو، درمليزو او عطري بوټو دروزنې، توليد، پروسس، زېرمې او تجارت څخه بحث کوي. د بڼوالۍ علم او فن دی چې د ښه کيفيت لرونکيو مېوو، سبو او نورو اړونده بوټو د توليد او پروسس له لارې مو د بدن روغتيا تضمينوي، د ګلانو او زينتي بوټو برخه يي راته د ژوندانه چاپيريال د ښکلا په جامه د سمبالولو تر څنګ د تفريحي کړنو او خوشحاله ژوندانه لارې چارې برابروي او د درملنې برخه يي بيا په ځانګړې توګه د سپين ږيرو او سپين سرو او همدارنګه د ټولنې د معيوبو او معلولو وګړو د درملنې په اړه د بشپړ ارزښت لرونکې ده. بڼوالي د يوه ارزښت لرونکي علم او فن په توګه په بېلا بېلو څانګو وېشل شوې ده، سره له دې چې د کرنې په بېلا بېلو کتابونو کې د نوموړو څانګو څخه په لنډه توګه يادونه کېږي او کله کله يوازې څو څانګو ته محدوده ښودل کېږي لکه ځېنې کتابونه يي يوازې درې څانګې ښيي چې له مېوه روزنې (Pomology)، سبو روزنې (Olericulture) او د ګلانو له روزنې (Floriculture) څخه عبارت دي (Sharma, 2002). او ځېنې نور ليکوالان بيا په زينتي بوټو د ځايونه ښايسته کوونه (Land scaping) هم ور سره يو ځای کوي او هغه څلور څانګې ښايي. په هر صورت، د بڼوالۍ علم او فن د ډېرو څانګو لرونکې ده چې له ځينو څخه به يي دلته يادونه وکړو. د يادولو وړ ده چې د بڼوالۍ ټولې څانګې چې دلته ور څخه يادونه کېږي، په ګران هېواد افغانستان کې نشته او يا هم په کمه کچه ور څخه ګټه اخېستل کېږي، په دې هيله چې په ټوله کې د کرنې او په ځانګړي ډول د بڼوالۍ په پراختيا سره نوموړې څانګې په کار يووړل شي او د هېواد د وګړو په هوساينه کې د اغېز لرونکې وي . د بڼوالۍ علم او فن د انساني ژوندانه په بېلا بېلو برخو کې د ټولنې د وګړو د هوساېنې او همدارنګه د چاپېريال د ښکلا او ساتنې په موخه خپلې اړونده بېلا بېلې څانګې لري چې هره يوه يي د ځانګړو بوټو او ځانګړتياوو په لرلو سره د بېلا بېلو موخو له پاره په کار وړل کېږي. ځېنې له هغو څخه په لاندې ډول دي:
مېوه روزنه (Pomology) سبو روزنه (Olireculture) د ګلانو روزنه (Floriculture) په زينتي بوټو د ځايونو ښايسته کوونه (Land scaping) د بڼوالۍ د بوټو له لارې درملنه (Horticulture therapy) د شنې خونې اداره (Green house Management) د چمنونو اداره (Turfgrass Management) د انګورو روزنه (Viticulture) د قوريي اداره (Nursery Management) د حاصلاتو را ټولونه (Post harvest technology) ونه روزنه (Arboriculture)
…او داسې نورې څانګې.
د پورتنېو څانګو له ډلې څخه به ځېنې څانګې په مفصله توګه په راتلونکې برخه کې تر څېړنې لاندې ونيول شي. هيله ده نوموړې ليکنه د بڼوالۍ مينه والو، د بېلا بېلو قوريو لرونکيو، د کرنې د پوهنځيو زده کړيالانو، د بوټو تکثيرونکيو او د کرنيز ترويج مامورينو په اړوندو چارو کې د ګټې اخېستنې سبب وګرځي. نور بيا … د ګران هېواد د سمسورتيا، ابادۍ او سوکالۍ په هيله.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.