لیکنه: عبدالوافي نایبزی
ښکاره او څرګنده خبره ده چې هر څيز دوه مخه لري، ښه هم او بد هم، خو طبيعي خبره ده چې هغه وخت به يې د ټاکلو پرېکړه کوو، چې د يو څيز د ښه والي اړخونه نسبت بدو ته ډېر وي، نړيواله سوداګري هم ښه ډېرې ګټې لري او زيانونه يې هم کم نه دي، چې د ليکنې د لوستو وروسته به درته په بشپړ ډول مالومه شي. د نړيوالې سوداګرۍ ګټې: ١ – پر قحطۍ کنترول راوستل: د قحطۍ او قلت په ورځو کې د غیرې ملکي سوداګرۍ په بنسټ نورو هېوادونو ته خوراکي توکي او د نورو شيانو لاسته راوړلو په وسيله پرقحطۍ په اساني سره کنترول راوستلی شو. ٢ – د توکو شتون: د نړيوال تجارت پر بنسټ يو هېواد کولی شي، چې د نورو هېوادو څخه توکي/خدمات وپېري چې په هغه هېواد کې نه پيداکېږي يا که په هغه هېواد کې وي ښايي مقدار يې کم وي او په هغه ډير زيات لګښت راځي د بېلګې په ډول افغانستان د نورو هېوادو څخه درمل دپيسو په مقابل کې رانيسي او خپلې اړتياوې پوره کوي. ٣ – د وسايلو ښه کارول: د نړيوالې سوداګرۍ په شتون کې هر هېواد خپل توليدي وسايل يوازي د هغه شيانو د پيداکولو لپاره مصرفوي، چې د هغې لپاره بې حده ګټور وي. همداسې د طبيعي منابعو په سم کارولو سره به يو هېواد وکولی شي چې پرمخ ولاړ شي او توليد يې ښه شي. ٤ – د ډېرو توليداتو څخه ګټه پورته کوونه: د نړيوال تجارت له امله په هېواد کې د ډېرو توليداتو د کارونې له کبله د ټولنې په عايد کې ډېروالی راځي.که د هېوادونو ترمنځ سوداګريزې اړيکې نه وای نو د بېلابېلو توليداتو څخه ګټه پورته کوونه به نه وه. ۵ – د ټيټې بيې توکي بازار ته راتلل: که وکتل شي په نړېوالې سوداګرۍ په سرته رسولو کې هر هېواد خپل توکي بازار ته وړاندې کوي، نو همدا سبب دی چې د توکو بيې د ډېرو پلورونکو د کبله راغورځي او خلک کولی شي چې په ډېره ټيټه بيه د خپل اړتيا وړ توکي راونيسي. ٦ – د وروسته پاتې هېوادونو پرمختګ: کوم هېواد چې په اقتصادي توګه وروسته پاتې وي او يواځې کولی شي چې خام مواد لاسته راوړي نو دوی ته لازمه ده چې په پراخه کچه خام مواد وپېري او بېرته دې په نورو هېوادو چې خامو موادو ته اړ دي وپلوري، له دې لاري کولی شي چې هېواد ته پرمختګ ورکړي. ٧ – د دودونو او رواجونو خبراوی: د نړيوال تجارت له کبله د یو هېواد د سوداګرو ترمنځ ناسته او ولاړه شونې خبره ده چې له کبله يې سوداګر د يو بل د دودونو او کلتور څخه خبرېږي او دا يې په سوداګرۍ باندې مستقيه مثبته اغېزه هم کولی شي او په سوداګرۍ کې يې د پراخوالي سبب کېدی شي. ۸ – سوداګريزو بازارونو پراختيا: څرنګ چې راکړه ورکړه د هېوادونو د سوداګرو ترمنځ ډېره شي نو ورسره لازمي خبره ده چې د راکړې ورکړې بازارونه او مارکيټونه به ورسره پراختيا مومي چې پراختیا يې د يو هېواد په اقتصاد کې رغنده رول لوبوي. ۹ – بېکارو ته کار پيدا کېدل: هر کله چې يو هېواد د بل هېواد سره نړيوالې سوداګري اړيکې پيل کړي نو په کور دننه يا بېرون بېکارو خلکو ته د کار کولو زمينه مساعدېږي چې کېدلی شي بېکاري په يو لويه کچه راکمه کړي. ۱۰ – د ژوند معيار لوړېــږي: په نړيوال تجارت کې د ډيرو هېوادو تر منځ سيالۍ کېږي هر هېواد په دې هڅه کې وي چې خپل توليدات په سم وخت او ټيټه بيه بازار ته وړاندې کړي چې له دې کبله د مصرفوونکو هېوادو د خلکو د ژوند کچه لوړېږي.
۱۱ – د عصري ټکنالوژۍ کارول: وروسته پاتې هېوادونه د پرمختلليو هېوادو سره په سوداګرۍ کولو دا ګټه هم کوي چې هېواد ته نوي او عصري ټکنالوجي په اسانه ډول راوړلای شي. دنړيوالې سوداګرۍ زيانونه ۱ – نشه يي توکي: ډېری وختونه کله چې د هېوادونو ترمنځ سوداګريزې اړيکې پيل شي نو غيراخلاقي او غيراسلامي توکو واردات او صادرات هم ورسره پيل شي چې نشه يې توکي يې د لوی بېلګې په ډول ويلی شو او ټولنه بالاخره په دې ناروا توکو روږدي شي. ٢ – د خلکو د نفوذ څخه بده ګټه اخيستنه: کله چې يو هېواد په بل کې هيواد کې خپلو توليداتو ته ښه بازار پیداکړي نو دوی په اسانۍ سره کولی شي چې په خلکو کې خپل نفوذ ډېر کړي چې په پايله کې کولی شي هر د خلکو دا نفوذ په هره بده طريقه وکاروي. ۳ – داخلي صنعت له منځه تلل: دنړيوال تجارت پر بنسټ چې په يو هېواد کې د نورو هېوادونو توليدات په ډېره کچه او ټيټه بیه واردول پيل شي، نو په پايله کې د دغه هېواد خپل داخلي توليدات ورو ورو د منځه ځي، او د دا ډول هېواد صنعتي پرمختګ په پای کې صفر کې ضرب وي. ٤ – بېکاري مخ پر لوړه ځي:که څه هم په نړيوالو سوداګريزو اړیکو کې خلکو ته د کار زمینه مساعدېږي، خو په مقابل کې يې په کور دننه چې ملکي توليداتو يا صنعت ته زيان و رسېږي نو ډېر شمېر خلک بېکاره پاتې کېږي چې دا فیصدي يې بيا په نړيوال تجارت سره هم پای ته نه شي رسېدای. ۵ – د استعمار هوس:په نړيوال تجارت کې د نورو هېوادونو سوداګر ډېر په اسانۍ سره کولی شي چې د هېواد په چارو کې لاسوهنه وکړي، او د يو کمزوري هېواد په کور دننه خپلواکي هم په خطر کې واچوي او خپل اقتدار ته ډېره په اسانۍ سره لاره اواره کړي. ۶ – نامناسب سوداګريز بنديزونه: ځينې وختونه پرمختللي هېوادونه د صادراتو او وارداتو پر وخت په وروسته پاتې هېوادو نامناسبه بنديزونه لګوي او خپلې ناوړه غوښتنې پرې مني، د دې له امله وروسته پاتې هېوادونه د اقتصادي ستونزو سره مخ کېږي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.