Porcupine at water {Hystrix africaeaustralis} Damaraland, Namibia
ژباړه: احمد ضیا ابدالي
شکوڼ هغه حيوان دي چى په اوسط ډول سره خپل شاوخوا 30000 پوري اغزي لري،او د خطر په وخت كي په همدې سره د ځان دفاع کوي. يو وخت د ژمي په موسم کي د دوى د اوسيدلو په ځاى کى ډير سخت يخ راغلي او ژوندي پاته کيدل مشکل وه. نو دوى فيصله وکړه چي يو بل ته په نږدي اوسيدلو سره کولاي شى چى ژوندي پاته شى، په داسي کولو سره د دوى بدن توخه توليدول او هغه دوى ګرم ساتل. خو مشکل دا وو چي د دوى اغزي يو او بل باندي جګيدل او د درد احساس يي کوي، نو ځينو يي دغه درد و نه زغمي او جدا شول او بلاخره د يخ دلاسه يي ژوند دلاسه ورکړ. نو يو ځاي اوسيدل او درد زغمل د مړه کيدلو څخه بهتره وه او دوي په دي پوه سوه. که موږ فکر وکړو موږ تاسې هم په يوه ټولني کي ژوند کوو چى هغه زموږ ملګري،کورني او د کار ځاى تشکيلوي.
اکثرآ موږ دهغو خلګو چي موږ ته نږدي دي له خبرو او کړو وړو څخه ځوريږو او دهغو سره رابطه قطع کوو او ځينى بيليږو خو نه پوهيږو چي په داسي کولو سره مشکل حل کيږي نه، بلکل شايد د يو بل غټ مشکل سره لاس او ګريوان شو. موږ وينو چي کورني سره بيليږي،د ورونو تر منځ جنګ او د خاوند او ميرمني تر منځ ليريوالي ټول د يوه کوچني اختلاف څخه منځ ته راځي، موږ فکر کوو چي ليرې تلل او رابطه کول به يي د حل لاره وي خو داسي نه ده. شايد ځيني مشکلات او اختلافات مو تر منځ راسي خو بايد په ياد ولرو چي همدا خلګ دي چي زموږ ژوند ته د خزان په وخت کي تودوخه راولي. نو بهتره ده چي د خلګو سره د هغو د اغزيو او نيمګړتياوو سره ژوند وکړو تر دي چي بيل شو. شه ملګري او شه کاري ټيمونه د همدې لاري څخه لاس ته راځي او شه کورني هم همدا شان. نو کله چي بل وخت د کوم شکوڼ په اغزو باندي د درد احساس وکړي نو بهتره ده چي د راتلونكي خزان په اړه فکر وکړي او د لږ څه په مقابل کي ډير څه د لاسه ور نکړو. نو راځي چي کورني او ملګري د جدا کيدو څخه وژغورو.
يوازي کيدل آسانه دي، خو يوازي ژوند کول مشکل دي.
ژباره: ابدالي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.