لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
سردار عبدالرحمن خان د امیر حبیب الله خان د پاچاهۍ د زمانې د پوهنیزو چارو وروستی مسوول شخص دی چې د پوهنې د وزارت په آرشیف کې د همدې وزارت د دریم وزیر په توګه ثبت شوی دی. تاریخي روایات ښيي چې د امیر حبیب الله خان د پاچاهۍ پر مهال د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د عصري پوهنې دود کېدلو ته د وخت د رژیم له لوري پاملرنه زیاته شوه، د پوهنیزو چارو د پرمختګ لپاره به یو انجمن ټاکل کېده چې د همدې انجمن مسوول به د پوهنې اړوندې چارې مخته وړې خو هغه مهال د حکومت په چوکاټ کې رسماً د پوهنې د وزارت یا د پوهنې د وزیر په عنوان دولتي پوست موجود نه وو.
تاریخي اسنادو سردار عبدالرحمان خان هم د وخت د پوهنې د مسوول په توګه ښودلی او د پوهنې د وزارت د وزیرانو د نوملړ په آرشیف کې د دریم وزیر په توګه ثبت شوی دی چې په ۱۲۹۸ هجري لمریز کال یې د افغانستان په حکومت کې دغه مهمه دنده سر ته رسولې ده. د سردار عبدالرحمن خان د ژوند او شخصیت په هکله په تاریخي کتابونو کې زیات معلومات نشته خو داسې ښکاري چې نوموړی هم د وخت د شاهي کورنۍ غړی دی ځکه چې هغه مهال به د حکومت مهم ارګانونه د شاهي کورنۍ غړو ته ورکول کېدل، د سردار لقب د شاهي کورنۍ په غړو پورې اړه درلوده او تر ده د مخه د پوهنیزو چارو مسوولیت د سردار نصرالله خان او سردار عنایت الله خان په غاړه وو چې دواړه د شاهي کورنۍ غړي او د لږ وخت لپاره د افغانستان د پاچاهانو په توګه هم نومول شوي دي. د ښاغلي سردار عبدالرحمن خان د مسوولیت په وخت کې پوهنیزې چارې کوم ځانګړی پرمختګ نه لري او د هغه حالت ادامه ګڼل کېږي چې د پوهنې د دوو مخکنیو وزیرانو پر مهال روان وو. خو د یوې خبرې یادونه ضروري ده چې هغه مهال د ورځې په تېرېدو سره د ښوونیزو موسساتو، ښوونکو او زده کوونکو شمېر مخ په زیاتېدو وو او حکومت هڅه کوله چې د ژوند په هره برخه کې نوو او عصري زده کړو ته مخه کړي او پوهنه په تدریجي توګه په ټول هېواد کې دود کړي. د امیر حبیب الله خان د پاچاهۍ په ۱۸ کلنه موده کې پر حبیبیه لېسې سربېره دغه لاندې تعلیمي موسسې هم تاسیس شوې دي: ۱.په ۱۲۸۹ هجري لمریز کې لومړۍ حربي ښوونځي. ۲.په ۱۲۹۲ هجري لمریز کال کې لومړی دارالمعلمین. ۳.په ۱۲۹۳ هجري لمریز کال کې پنځه بابه لومړني ښوونځي. ۴.لومړی طبي ښوونځي په کال ۱۲۹۷ هجري لمریز کال کې. ۵.په ۱۲۹۰ هجري لمریز کال کې د معارف انجمن تاسیس شو. ۶.په ۱۲۹۷ هجري لمریز کې د افغانستان د لومړنیو ښوونځیو او دارالمعلمین لپاره تدریسي نصاب ترتیب شو. باید وویل شي چې حربیه ښوونځی هغه مهال درې څانګې درلودې چې د خورد ضابطانو، د نورستانیانو لپاره د جدید الاسلام او د حضور اردلیانو په نومونو یادېدلې.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.