لیکنه: پوهیالی کفایت الله کاکړ د خاورې د نمونې اخستلو وسایل که څه هم د خاورې د نمونې اخستلو د طریقې سره د نمونې اخستلو وسایل توپیر کوي مګر په عمومي شکل د خاورې په نمونه اخستلو کې له لاندنیو وسایلو څخه استفاده کیږي. غیرفلزي کڅوړې د نمونې د انتقال بکس د خاورې د نمونې فورمه بیل او بیلچه فلزي میله برمه (core) قاشوق لابرتایپ قلم (توش) د نښه کولو لپاره د ساحې نقشه او کتابچه د ضرورت په وخت کې الماري او یخچال نوټ: که غواړو چې د یوې لوی ساحې څخه نمونه واخلو نو ډیرو وسایلو ته اړتیا پیداکیږي چې ډیرې پانګونې ته ضرورت لري. د خاورې د نمونې اخستلو طریقې د خاورې نمونې اخستل د اخستونکې د هدف، د ساحې په موقیعت او نورو عواملو په نظر کې نیولو سره توپیر کوي. د خاورې د نمونې اخستلو طریقې په لاندینیو ډولونو ویشل شويدي. تصادفي (Random): پدې طریقه کې د ساحې څخه په تصادفي ډول نمونې اخستل کیږي او بیا له دوئ څخه یوه عمومي نمونه جوړیږي. په لاندې انځور کې ښه واضح شوی دی.
جال ماننده (Grid): په دې طریقه کې ساحه په مربع ډوله ساختمانونو باندې ویشل کیږي. نوموړی طریقه دوه نور فرعي ډولونه هم لري چی په لاندې ډول دي. Grid cell: پدې طریقه کې د یوې خانې له ټولو برخو څخه نمونه اخستل کیږي. Grid point: پدې طریقه کې د یوې خانې په یوه برخه باندې ډیره توجه صورت نیسي یعنې هغه برخه چې د ټولې خانې نماینده ګي وکړی شي. په لاندې انځور کې په ښه ډول واضح شوي دي.
د خاوری د نمونی اخستلو ځانګړې حالتونه
په لاندې حالتونو کې د خاورې د نمونې اخستلو حالت او پروسه محدودیږي او باید په ځانګړې ډول ورڅخه نمونه واخستل شي چې په لاندې ډول ورڅخه یادونه کوو.
ددې ډول ازمایلو لپاره له هغه ځایه نمونه اخستل کیږي چیرته چې نباتات د نیماتودونو تر حملې لاندې راغلی وي او له هغه ځایه څخه باید نمونه وانخستل شي په کوم ځای کې چې نیماتودونه له مینځه تللی وي او یا هم د کوربه نبات د له مینځه تګ څخه وروسته یې هغه ځای پریښی وي او بل ځای ته تللی وي. په کومه ساحه کې چې نباتات د نیماتودونو تر حملې لاندې راغلی وي د ۶ – ۸ انچو په ژوروالې د ریښو له ساحې څخه نمونه اخستل کیږي البته پرته له شګلنو خاورو څخه، مګر په شګلنو خاورو کې ۱۰ – ۱۲ انچو پورې رسیږي ځکه چې نیماتودونه پدې خاورو کې په همدومره ژوروالې سره نفوذ کوي.
لابراتوار ته د خاورې د نمونې لیږل
د خاورې د نمونې د انتقال په بکس کې د خاورې د نمونو قوطي ځای په ځای کړی مګر که چیرې د قوطیو اندازه د بکس څخه کم وي نو یو څه اندازه نورې قوطی هم په بکس کې اضافه کړی ترڅو په بکس کې د خاورو د نمونو د چپه کیدو یا خویدو مخه ونیول شي. همدارنګه د خاورې د نمونې فورمه هم په بکس کې کیږدی مګر که فورمه موجود نه وي نو مکمل معلومات (نوم، ادرس، د تیلیفون شمیره، د ازمایلو نومونه او د پیژندلو نمبر) په بکس کې ولیکی. که چیرې د سرو سپارښتنه مو هدف وي نو بیا د نبات ډول، د کروندې هدف او نور معلومات هم ذکر کړی.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.