لیکنه: فضل ربي حمیم
جلال اباد، چې د ختیځ افغانستان پایتخت یې بولي؛ تاریخي سابقه، د خلکو لوړ کلتور، پوهه او مذهبي عنعنات یې خورا ډېر مشهور دي. له بلې لورې د اقتصاد او سوداګرۍ له نظره د هېواد ترانزیټي دروازه ګڼل کیږي. په تاریخي لحاظ هم د دغه ښار پس منظر تر منځنیو پېړیو رسیږي، یو وخت یې د افغانستان د ژمني پایتخت په نوم شهرت درلود؛ د امیر حبیب الله خان او ستر غازي شاه امان الله خان استوګنځای وو. د کال په څلورو فصلونو کې د معتدلې آب و هوا له امله د همیشه بهار په نامه مشهور دی، او په ژمي کې د مرکزي او شمالي افغانستان د وګړو له پاره د سیاحتي مرکز په حیث رول لوبوي.
پاک او سالم چاپېریال د الله تعالی ستره لورینه او د ژوند کولو له پاره لومړنۍ اړتیا ده، چې له درې عمده برخو (خاورې، اوبو او هوا) څخه جوړ شوی دی؛ د هرې برخې په ککړېدلو سره د اېکو سیستم تخریب، او په پایله کې د انسان ژوند له رنګارنګ ناورینونو سره مخامخ کیږي. له بده مرغه په دې وروستیو کې د جلال اباد ښار چاپېریال له اندازې ډېر ککړ شوی دی، چې له امله یې دغه ښار د نړۍ د ککړو ښارونو په نوملړ کې ځای خپل کړی دی.
جلال اباد؛ چې په هېواد کې د تمدن بېلګه ده، ولې تر دې بریده ورسېدو، چې ټول خلک یې له ککړتیا سر ټکوي؟! ډېر لاملونه دي، چې ښار یې ککړ کړی، د ځینې عمده لاملونو څخه په لاندې توګه یادونه کولی شو:
له بده مرغه، په هېواد کې د تېرو څو لسیزو ناخوالو پایله دا شوه، چې هیڅوک قانون ته غاړه نه ږدي، هر څوک په خپل سر دی، څوک چې په قانون پوهیږي، هغوی له قانون څخه ځان مستثنی ګڼي او قانون ته غاړه اېښودل ورته عار بریښي. په هر ډول یې چې خوښه شي، د ځان له پاره د ژوند کولو لاره غوره کوي، د بشر روغتیا او د چاپېریال روغ ساتلو ته هیڅ ارزښت نه ورکوي. که د دغه ښاغلو د کور یا کارځای سره په ډېره لرې فاصله کې هم کثافت داني کېښودل کیږي، دوی یې د ځان په تاوان بولي او مخنیوی یې کوي، چې باالاخره کثافت داني د ځای د نه شتون له وجې د عمومي سړک پر سر یا پارک کې جوړیږي. همدارنګه د اړونده دلوتي ادارو له لورې وضع شوي قوانین، مقررات او اصول یوازې د نورو له پاره وضع شوي تقنیني سندونه بولي، او دوی ترې ځان لوړ ګڼي.
او څوک چې له قانون څخه د سرغړونې اراده نه لري؛ ډېر لږ یې لوستي دي او پاتې نور د تپل شوو جګړو پر اساس نالوستي پاتې شوي او یا یې د لوست کچه ډېره ټیټه ده، چې له یوې خوا له قانون څخه نا خبره دي او له بلې خوا د سالم چاپېریال پر ارزښت، د طبعي سرچینو پر ګټو، دې ارزښتونو ته د ورپېښو ګواښونو پر مخنیوي او په ټوله کې د چاپېریال د تخریبي عواملو په له منځه وړلو نه پوهیږي.
دا عوامل د دې لامل شوي، چې ښار بې نظمه، طبعي سرچېنې لوټ او د ښار چاپېریال په لوړه کچه ککړ شي، چې اوسېدونکو ته یې بې شمېره کړاوونه رامنځته کړي دي.
د جلال اباد ښار اوسنۍ نقشه ۴۵ کاله مخکې (۱۳۴۹ ل ل کال کې) د ۴۰۰۰۰ وګړو په نظر کې نېولو سره په ۲۷ مربع کېلو متره مساحت جوړه شوې ده، چې له هماغه وخته تر اوسه د ښار په نقشه کې کوم بدلون نه دی راغلی او نه هم ښار پراخوالی موندلی دی.
له یوې خوا د معتدلې آب و هوا او سوداګریز اهمیت په نظر کې نېولو سره د هېواد له نورو ښارونو او حتی له ګاونډي هېواد پاکستان څخه یو شمېر پلورونکي او سوداګر د کال په مختلفو فصلونو کې، په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې دغه ښار ته مخه کوي او استوګنه او کاروبار غوره کوي، له بلې خوا د ننګرهار ولایت او ګاونډیو درې ولایاتو (لغمان، کنړ او نورستان) له مختلفو ولسوالیو څخه د ډول-ډول ستونزو او امنیتي ګواښونو له امله ډېری خلکو په جلال اباد ښار کې استوګنه غوره کړې ده، چې د ښار د وګړو په شمېر کې بې کچې ډېروالی راغلی دی. د سرشمېرنو له مخې اوس مهال نږدې ۴۰۰،۰۰۰ وګړي په جلال اباد ښار کې استوګن دي، او د غیر رسمي شمېرنو له مخې دغه شمېر نږدې ۷۰۰،۰۰ ښودل شوی.
دا چې له یوې خوا تر اوسه ښار هیڅ پراخوالی نه دی کړی، له بلې خوا د ښاروالۍ وسایطو او تشکیل کې د نظر وړ نوی والی نه دی راغلی، او ښاروالي د اوسنیو امکاناتو پر مټ یوازې په دې توانیږي، چې په ښار کې د ورځنیو ککړوونکو ۷۰ سلنه یې په منظمه توګه وړ ځای ته ولېږدوي (د ښاروالۍ د منسوبینو له قوله). د دې تر څنګ په ښار کې نورې ښاري اسانتیاوې هم په پخواني شکل پاتې دي، نو طبعي ده چې په نامناسب ډول د وګړو ګڼوالی د دې لامل شي، چې ښار بې نظمه شي، ویالې یې تل بندې او په بارانونو کې د ښار په سړکونو اوبه او کثافات راوخیژي، د ښار په ځینو ساحو کې د پارکونو او نورو تفریحي ځایونو څخه د کثافت دانیو په توګه ګته واخېستل شي، ځکه د ښاروالۍ له خوا جوړې شوې کثافت دانۍ د ښار د اوسېدونکو له پاره بسنه نه کوي. د ښاري کلتور سره د ولسواليو څخه د ځینو نوو راغلو وګړو نه بلدتیا هم د دې لامل شوی، چې د ښار چاپېریال تخریب شي.
مخکې مو یادونه وکړه چې د جلال اباد ښار اوسنۍ نقشه ډېره پخوا جوړه شوې ده او تر اوسه په کې هیڅ پراخوالی نه دی راغلی، د ښار ساحه ډېره کمه ده، سړکونه، کوڅې او ویالې یې ډېرې تنګې دي، له بلې خوا په دې وروستیو کې د دغه ښار وګړي په نا اټکل شوي ډول ګڼ شوي دي او هر څوک د ژوند تېرولو له پاره د خپل توان سره سم په یوه کاروبار لاس پورې کوي.
هره رېکشه چې له یوې خوا یوې کورنۍ ته د نفقې پیدا کولو وسېله ده، له بلې خوا یې د ښار اوسېدونکو ته ترانسپورتي اسانتیاوې برابرې کړې دي، چې عامو خلکو ته هم ارزانه پرېوزي او هم په هر ځای او هر وخت کې ورته لاسرسی پيدا کیږي، خو د دې هر څه سره-سره یې د ښار اوسېدونکو ته سترې چاپېریالیزې ننګونې زېږولې دي.
په دغه کوچني او تنګ ښار کې نږدې شل زره رېکشې (د رېکشو اتحادیې د مشرانو پر حواله، غیر رسمي شمېرنه) ګرځي، چې له یوې خوا یې د ښار نظم په فوق العاده ډول له منځه وړی دی. د رېکشو د چلوونکو له لورې د ترافیکو د قانون تر پښتو لاندې کول، د موټر چلولو د جواز (لېسنس) نه درلودل، د نورو ښاریانو (ځوان، بوډا، تورسرې او ماشوم) خیال نه ساتل، د ښاري جادو په هره برخه؛ حتی د جادې په منځ کې، همدارنګه په پلو لارو او کوڅو کې په غیر منظم او خپل سري ډول سوارلۍ پورته کول یا ښکته کول، او یا هم په همدغو ځایونو کې په ساعتونو د سوارلۍ له پاره انتظار کول او د ښار د نظم هیڅ ډول خیال نه ساتل د نوموړو اشخاصو اخلاقي برخې کمزورتیا ده، چې ښاري نظم یې پوره ګډوډ کړی دی.
له بلې خوا په رېکشو کې د بې کیفیته سون توکو او مبلایلو سوځول د دې لامل شوی، چې د جلال اباد ښار هوا په فوق العاده ډول ککړه کړي، د دغه ښار د اوسېدونکو ژوند یو بحراني حالت ته ورسوي او په ډول ډول ناروغیو یې اخته کړي. تر ټولو خطرناکه ناروغي چې د رېکشو د لوګي له امله رامنځته کیږي، د سږو سرطان دی، چې د انسان د مړینې سبب ګرځي. د ځینو څېړنو له مخې هر کال له ۲۵۰ مېلیونو څخه ډېرې افغانۍ د هغه ناروغانو پر درملنه لګول کیږي، چې د رېکشو د لوګي له امله ناروغه کیږي، د دغه پیسو ډېره برخه باندنیو هېوادونو ته د ناروغانو په لېږد او درملنه لګول کیږي، چې د هېواد له پاره مالي زیان هم ګڼل کیږي.
په دې نږدې وروستیو کې د ننګرهار ولایت له بېلابېلو ادارو څخه جوړ شوي ګډ پلاوي د رېکشو د تنظیم په خاطر یوه هر اړخیزه طرح جوړه کړې، چې د ننګرهار ولایت مقام له لورې منظوره شوې هم ده، له بلې لورې لویې څارنوالۍ هم د یوه رسمي لیک په ترڅ کې ټولو مکلفو ادارو ته لازم هدایات کړي، تر څو رېکشې منظمې او ورڅخه راپیدا کېدونکو ستونزه ته د پای ټکی کېښودل شي، خو د دغه هدایاتو او طرحې تطبیق د وخت تر څنګ د مسؤلو اشخاصو جدیت او پوره ژمنتوب ته اړتیا لري.
په لومړي سر کې یادونه وشوه، چې د تېرو څلورو لسیزو ناخوالو په پایله کې د قانون څخه سرغړونه او ناخبري د افغانستان په وګړو کې عادي شوې ده. د دې تر څنګ په ټولو خلکو کې د مسؤلیت منلو احساس بیخي له منځه تللی دی. د جلال اباد ښار د مناسبې ژمنۍ آب و هوا او په ولسوالیو کې د ستونزو له امله ډېرو خلکو ښار ته مخه کړې او په ښار کې یې د ځان له پاره یو کاروبار غوره کړی، خو د هیڅ ډول مسؤلیت منلو ته تیار نه دي.
هټېوال چې هر څه پلوري پاتې شوي جامد ککړوونکي او د هټۍ د ننه او مخې ته خځلې د هټۍ سره نږدې ویاله کې اچوي، چې له یوې خوا د اوبو د ککړتیا لامل ګرځي او له بلې خوا د ویالو او لښتیو د بندېدو سبب کیږي، او باالاخره د ویالې ککړې اوبه سړکونو او کوڅو ته راخیږي.
لاسي پلورنکي او کراچۍ لرونکي پرته د جواز له تر لاسه کولو خپله کراچۍ ښار ته راباسي، چېرې چې یې خوښه وي هلته یې دروي یا یې په ښار کې ګرځوي، او هغه لاسي پلورونکو ته چې ځای ورکړل شوی، له هغه ځایه تېری کوي او د کوڅو او سړکونو منځ ته کراچۍ راباسي، چې د ښار ټولې لارې بې نظمه او په ساعتونو ساعتونو د ترافیکو پر مخ تړلې وي، له بلې خوا دغه پلورونکي د خپل پلور پاتې شوي جامد ککړوونکي په ډېره بې پروایۍ سره د عمومي سړک یا جادې په منځ کې غورځوي، چې د باد یا نورو عواملو په واسطه نورو ځایونو ته لېږدول کیږي او د ښار چاپېریال په مکمله توګه ککړوي.
د کورونو مالکان هم د هیڅ ډول مسؤلیت احساس نه کوي، په ډېره بې پروایۍ سره د خپل کور د خځلو، جامدو او مایع ککړوونکو په واسطه د کور د مخې ویاله، کوڅه او نږدې پارک ککړوي. په ډېرو ځایونو کې یې موږ ګورو چې د کورونو ککړوونکي د دې پر ځای چې نږدې کثافت دانۍ ته ولېږدول شي، د کور دمخې ویاله، کوڅه او یا هم نږدې پارک کې اچول کیږي، چې دا د ګډ اوسېدلو کلتور تر پښو لاندې کول دي، خپل او د نورو ژوند ته اهمیت نه ورکول دي او له مسؤلیت څخه په بشپړ ډول سرغړونه ده.
همدارنګه د نقلیه وسایطو چلوونکي او مالکان هم هیڅ ډول مسؤلیت ته ژمن نه دي، د توکو د پېرودنې پر مهال یې وسایط په ساعتونو ساعتونو د عمومي جادې په سر ولاړ وي، په جادو کې یې ازدحام ډېر کړی وي او د ښار نظم ګډوډوي. عام خلک چې په موټر، ښار یا پارکونو کې څه وخوري، پاتې شوني یې په پوره بې پروایۍ سره له موټره د سړک غاړې ته غورځوي او یا یې هم په تفریحځای یا ښار کې هر لورې ته غورځوي، چې د ښار د ککړتیا لامل ګرځي.
یعنې په ټوله کې د جلال اباد ښار اوسېدونکي او کاروباریان هیڅ ډول مسؤلیت ته غاړه نه ږدي، هر څوک فکر کوي، چې باید یو بل کس دې ۲۴ ساعته ورپسې وي، چې د کاروبار یا ګرځېدو په وجه یې څومره ککړوونکي تولیدیږي، هغه دې یې راټولوي او ټاکل شوي ځای ته دې یې لېږدوي.
تر ټولو ستره ستونزه چې د جلال اباد ښار د خاورې او اوبو د ککړتیا لامل شوی، د کانالایزیسیون د سیستم نه شتون دی، چې د دغه ښار اوبه په منظم او سرپوښ ډول بېرون ته وباسي.
د کانالایزیسیون نه شتون د دې لامل شوی، چې د ښار اوبه او خاوره په مکمله توګه ککړ شي، په ښار کې بدبویي په لوړه کچه زیاته شي او د ښاریانو ژوند له کړاوونو او ناروغیو څخه ډک شي.
د دې تر څنګ چې جلال اباد کې کانالایزیسیون نشته، د کورونو او مارکیټونو مالکان هم د چاپېریال پاکوالي ته هیڅ ژمن نه دي. د دې پر ځای چې نوموړي مشران د کور د کمودونو او تشنابونو له پاره مناسبې سپتیک څاه ګانې جوړې کړي او وخت په وخت یې د ټانکر په واسطه خالي کړي، په اټکلي ډول ۵۰ سلنه مالکان دې ته ترجیح ورکوي چې جذبي څاګانې جوړې کړي، چې هم یې د ځمکې لاندې اوبه ککړې کړي او هم د خاورې د ککړېدو لامل ګرځي، ۳۰ سلنه د کورونو مالکان د کمود له زاړه سیستم څخه ګټه اخلي، چې د کور تر څنګ ویالې یا زراعتي ځمکې ته یې نیغ په نیغه د کمودونو او تشنابونو فاضلاب ووځي، یوازې ۲۰ سلنه وګړي د چاپېریال خوندي ساتلو ته ژمن دي او د فاضلاب له پاره یې بنسټیزې سپتیک څاګانې جوړې کړې دي او وخت په وخت یې د ټانکرونو په واسطه خالي کوي.
په ننګرهار ولایت کې دوه پارکونه د صنعت له پاره ځانګړي شوي دي، تر څو ټول پانګوال خپل صنعت د قوانینو مطابق نوموړو صنعتي پارکونو کې مخته یوسي، خو د یو لړ ستونزو له امله تر اوسه دغه پارکونه غیر فعال دي او ټولې تولیدي او صنعتي فابرېکې د ښار په داخل کې خپل فعالیتونه سر ته رسوي، چې چاپېریالیز اصول پرې د ځای د نامناسب والي له امله د تطبیق وړ نه دي، د ښار چاپېریال یې په بشپړه توګه ککړ کړی، ځکه چې نه یې وسایل معیاري دي، نه یې په معیاري ډول نوموړي وسایل نصب کړي او نه هم د خپل فعالیت له پاره د اړتیا وړ ځمکه په واک کې لري.
د چاپېریال ساتنې کارپوهان د صنعتي پارکونو د نه فعاله کېدو له پاره دوه ستر لاملونه په ګوته کوي:
لومړی: صنعتي پارکونو ته د دولتي برېښنا نه وېشل کېدل،
دویم: د ټولو صنعت کارانو له پاره د ځمکې نه شتون، تر څو خپلې فابرېکې په کې فعالې کړي، ځکه د دغې پارکونو ځمکې د فابرېکو د مالکینو پر ځای داسې چا ته وېشل شوي، چې اصلا هیڅ فابرېکه او یا یې لږ تر لږه وسایل هم نه لري.
په دې وروستیو کې د شیخ مصري صنعتي پارک ته د پنځه میګا واټه په ظرفیت سره دولتي برېښنا ورکړل شوه، خو دا کچه یوازې ۲۵ فابرېکو ته بسنه کوي، حال دا چې موږ همدا اوس په ښار کې تر ۱۵۰فعالې فابرېکې لرو.
په جلال اباد ښار کې هره ورځ نږدې (۲۰۰) غټ او واړه څاروي حلالیږي، چې د مسلخ د نه شتون له امله ټول قصابان د خپلو هټیو/پلورنځایونو مخې ته یا شاوخوا کې حلاله کوي او ځاي پر ځای څاروي پاکوي، چې له یوې خوا د خاورې او اوبو د ککړتیا لامل ګرځي او له بلې خوا ډېره ستره بدبويي او تعفن رامنځته کوي، چې د ښار اوسېدونکي ورسره په تکلیف وي.
څو کاله وړاندې د جلال اباد ښار د کمپونو په سیمه کې یو مسلخ د ښاروالۍ په غوښتنه د یوه خیریه بنسټ پر مالي لګښت جوړ شوی وو، خو د وخت په تېرېدو سره له کاره غورځېدلی او اوس مهال په مکمکه توګه غیر فعال دی. د غیر فعاله کیدلو لاملونه یې دا دي، چې له یوې خوا مسلخ په معیاري ډول نه وو جوړ شوی او له بلې خوا یې څلورو خواوو ته خلکو کورونه جوړ کړي، چې همدغه خلک په مسلخ کې د څارویو د حلالې څخه مخنیوی کوي او مسلخ یې غیر فعاله کړی دی.
د پورته یادو لاملونو تر څنګ ځینې نور لاملونه هم شته، چې د جلال اباد ښار د چاپېریال په تخریب او ککړولو کې رغنده رول لوبوی، د ځینو لاملونو څخه په لنډ ډول په لاندې توګه یادونه کولی شو.
د دغې ستونزو او لاملونو مخنیوی او له منځه وړل د چا مسؤلیت دی؟
هر څوک اړ او مکلف دی، چې د خپلې ګټې په خاطر نورو ته تاوان وه نه رسوي، معنی دا چې د چاپېریال پاکوالی او د ښاري نظم او ښکلا روغ ساتل د هر وګړي مسؤلیت دی.
دا چې څوک باید څه وکړي؟ په لنډ ډول څو ټکي د سپارښتنو او وړاندېزونو په ډول لیکم:
په پوره مینه او درناوي
۱۷/۸/۱۳۹۴
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.