لیکنه: صفي الله سلطاني د انګلسي ژبي د زده کړي لپاره هر سړی لیواله ده، خو اکثره خلک دا بهانه کوي چې دوئ د دې ژبي د زده کړي لپاره کافي وخت نه لري، خو لاندي شپږ داسي ساده لاري دي چې ستاسو وخت به هم نه ضایع کیږي او د وخت په تیریدو سره به ستاسو د انګلیسي ژبي په پوهه کې هم زیاتوالي راځي. د خپل موبایل او کمپیوټر ژبه انګلیسي ته واړوي، که څه هم هغه خلک چې له انګلیسي سره ډیره بلدتیا نه لري دا کار به د څو ورځو لپاره ورته ستونزمن یې، خو ډاډه یم چې د وخت په تیریدو سره به دوئ ډیر لغاتونه زده کړي، او له ډیرو جملو سره به بلد شي. همدارنګه د تلیفون او کمپیوټر سربیره تاسو د خپلو ټبلیټونو، آیپډونو او د ټولنیزو شبکو لکه: فیسبوک، ټویټر او نورو ژبي هم له خپلو مورنیو ژبو څخه انګلیسي ته واړوي چې دا به هم تاسو له ډیرو لغاتونو او جملو سره بلد کړي. خبرونه په انګلیسي ژبه ولولئ او ویې ګورئ، زیاتره خلک د خبرونو اوریدلو ته ډیر لیواله دي او آن عادت یې جوړ شوئ خو ځیني یې بیا پروا نه ساتي، که چیري ټول خپل دا عادت په انګلیسي ژبي د خبرونو په اوریدلو او یا لوستلو تغیر کړي نو یو خو به په نړۍ کې له بیلابیلو پیښو خبر شي او بل به یې د انګلیسي ژبه پوهه لوړه شي. د خبرونو لپاره کولای شي د بي بي سي، سي این این او یا د ګوګل خبرونه تعقیب کړئ. په انګلیسي ژبه موسیقئ واورئ او شعرونه یې زده کړئ، په انګلیسي ژبه کې د موسقي اوریدل خوندور دي خو تاسو باید په شعرونه باندي له پوهیدلو سره مبارزه وکړئ، مبارزه دومره هم اوږده نه ده تاسو کولای شئ ټول شعرونه په دې دوو ویبپاڼو A to Z Lyrics Universe, Lyrics.com کې ومومئ، او یا یې په ګوګل کې وپلټئ. په ډایري کې مو لیکل په انګلیسي ژبه کړئ، هره ورځ له پنځو تر لسو دقیقو په انګلیسي لیکل وکړئ، کوم کارونه چې باید د ورځي په اوږدو کې وکړئ سهار یې ولیکئ یا په ماخستن کې هغه کارونه ولیکئ چې د ورځي په اوږدو کې مو تر سره کړي دي، یا هم یوه لنډه قیصه ولیکئ، چې په دې سره به مو د انګلیسي ژبي لیکل ډیر قوي شي. هڅه وکړئ چې له یوه کس سره په انګلیسي ژبه خبري وکړئ، هغه که ستاسو ملګری وي، که مو د کورنئ غړی وي یا مو همکار وي، څومره چې تاسو ډیري خبري وکړئ دومره به زر هدف ته ورسیږي، دا به تاسو د انګلیسي له ژبي سره ډیر طبیعي کړي، بیا نو کله چې چیرته خبري کوئ تر فشار لاندي به نه راځئ، د ماشومانو د کارتوني پروګرامونه وګورئ، د ماشومانو لپاره د کارتوني د پروګرامونو کتل د انګلیسي ژبي د زده کړي لپاره یوه ښه کړنه ده، تاسو به هغه انځورونه او حرکتونه په عین وخت کې وګوري چې دوئ خبري پرې کوي، او له بل لوري د هغو ژبه او لغاتونه ډیر ساده وي چې په ښه ډول درک کیږي او پرې پوهیدل کیږي. په درنښت
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.