لیکنه: استاد دلاور رضا معروف خيل
کانکور ازموينه کې د بی نتيجه کيدو په صورت! لومړي لورې : نيمه لوړې زده کړي ( دارالمعلمين او انستيتوت ) : ښه او بهتره خبره داده که چيرې کوم کانکور ورکونکی بې نتیجې شي نو بې له ځنډه نیمه لوړو زده کړو(دارالمعلمین او انستیتیوت) ته عارض شي. د همدی نیمه لوړی زده کړو د ختمولو څخه وروسته بیا لوړو زده کړو وزارت د نیمه لوړو زده کړو فارغینو څخه اختصاصي کانکور ازموینه اخلي او د کامیابۍ په صورت کې د خپلې رشتې مطابق پوهنځي په دویم ټولګی(دریم سمستر)شاملیدو حق پیداکوي. دوهم لورې : د کانکور له لارې خصوصي موسساتو(پوهنتونونو) ته کامیابیدل: پدې ورستیو کلونو کې د کانکور له لارې شخصي موسساتو او پوهنتونونو ته ځني د کانکور امتحان ورکونکي په ځانګړي تخفیف سره معرفي کېږي باید د کانکور امتحان ورکونکي خپله پایله مربوطه شخصي پوهنتون ته وسپاري. د کانکور له لارې د زیاتو نمرو په بدل کې بیا هم بې نتیجې کیدلو په صورت باید څه وکړو؟ 1- پداسې حالاتو کې د کانکور د پایلو څخه څو ورځې وروسته پوهنتونونو ته د لوړو نمرو وړونکو لپاره ځانګړې فورمې راځي باید ډکې شي او د خپلو نمرو مطابق پوهنځی انتخاب شي. 2- ښه به وي چې د زیاتو نمرو وړونکي د بې نتیجې کیدو په صورت کې د لوړو زده کړو وزارت ته عارض شي تر څو ځانګړې فورمه ډکه کړئ او د نمرو مطابق پوهنځی بیا انتخاب کړئ او دا هم یو چانس دی.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.