ژباړه او لیکنه : دادالله زړګی ټولنپوهنه له دوو خپلواکو مورفیمونو، (ټولني) او (پوهني) له یو ځای کېدو څخه یوه مرکبه کلیمه منځته راغلې، چي په انګريزي ژبه کي ورته ( sociology ) يا سوسيالوژي، په پارسي ژبه ورته (جامعه شناسي) او په عربي ژبه ورته (علم الاجتماع) وايي. اجتماع عربي لغات دي، چي په انګریزي ژبه کي (Communis) وايي ، چي د لاتیني ژبي له (Community) ریښې څخه دی، چي مانا یې ده : ټولنه، هغه ټولنه چي په يوه ځاى كي سره اوسي، رسم ، رواج او خوى يي سره ورته وي ، همدارنګه د خلكو، ډلي او ګډ مالكيت مانا هم ور کوي. د ټولنپوهني اصطلاحي مانا : ۱ ــــــ ټولنپوهنه د اکاډميکو زده کړو يو ډګر دی، چي د ټولني او په ټولنه کي د وګړو ترمنځ د ټولنيزي راکړي ورکړي په اړه بحث کوي. ټولنيزي څېړني بيا په کوڅه کي د ورکنومو وګړو د لنډو اړيکو د شننو نه نيولې بیا نړيواله ټولنيزه پروسه په ځان کي رانغاړي. ۲ ــــــ دټولنپوهني یا ټولنپېژندني علم د انسان ګړه وړه، یو له بل سره یا له نور طبیعي پدیدو سره اړیکي، ډله، کورنۍ، د ډلو کیفیت او اهداف ، پرمختګ او وروسته والی، اقوام او د هغو فکرونه، همدا رنګه د انسان زوق ، علاقه ، خوښه او خوند، شنني، تحلیل، مطالعه او څېړني لاندي نیسي او ستونزو ته یې د حل لاره پيدا کوي. اساسي وظیفه او دنده د ټولنپوهني د حقایقو پېژندل، د هغو تحلیل کول او د ټولني ستونزو ته د حل لاري چاري پیدا کول دي، تر څو انسان په ټولنه کي یو نېکمرغه او خوشاله ژوند ولري. د زده کړي په همدي ډګر کي د يو داسي ليد لوري ته اشاره شوې، چي ولي خلک په ټولنو کي تنظيم شوي او يا هم ولي د يو وګړي په توګه يا د يوي اتحاديې، د ډلو او انسټيټيوټونو د غړو په توګه انسان خپل ځان ته منظمي ټولني جوړي کړې؟ د يوي اکاډميکي زده کړي په توګه ټولنپوهنه د ټولنيزو ساینسونو همه برخه ده. په اسامي نړۍ کي د ټولنپوهني علم دوه اساسي غرضونه او موخي لري: الف : ـــ علمي غرضونه : د ټولنپوهني له وجود سره هدف لرونکی ذاتي تړاو لري؛ یاني د ټولنيزو پېښو طبيعت او حقيقت کشفول دي، څو ددغه علم نشات، تاريخ، پيل او پر مختګ را ته څرګند سي او همدارنګه هغه عام مبادې وپېژنو، چي تر عام ټولنيز ژوند پوري تړاو لري. ب : ـــ عملي غرضونه : تر هغه فايدې او غرض پوري تړاو لري، چي ددغه علم وسائل يې د افرادو او ټولني د ګټي لپاره په يوه اندازه برابر کړي. دا بیا دوه ځانګړي اهداف لري : اول : په ټولنه کي د الله (ج) د سنتونو(طريقو) او هغه قايدو پېژندنه ده، چي انساني سلوک برابروي، ټولنه د خير او اصلاح لور ته توجيه کوي. دويم: ټولنيزي څېړني مو له هغه ښه طریقو سره اشنا کوي، چي له نورو سره اخلاص، ټولنيز کړه وړه، مهرباني او نرمي، منځني تعاون په روح او روان کي رواج کړو. د ټولنپوهني لنډ شالید که څه هم دغي پوهي ته په شلمه او یوشتمه پېړۍ کي زیات پام ور واوښت، او پوهانو دغه علم ته زیاته توجه وکړه، دغه یې د انسانانو د څېړني او پوهېدني لپاره یو اړین او د زیاتو ستونزو د حل علم وباله. دغه پوهه له زیاتو وختونو څخه پېژندل کېدل او خلګو به په دې اړه فکرونه او نظرونه هم ور کړي وي، مګر د ټولنپوهني او جامعه شانسۍ کلیمه د لوړي ځل لپاره یو فرانسوي پوه (اګوسټ هانري کنټ) په (۱۸۳۸ ز) کال کي د خپلو فلسفي درسونو لپاره کارولې ده؛ نو په دې خاطر (اګوسټ هانري کنټ) د ټولنپوهني پلار بولي. همدارنګه د لومړي ځل لپاره اولینه ښوونځی په (۱۸۸۰ ـ ۱۸۹۰ ز) کلونو کي چي د ټولنپوهني لپاره تاسیس شو، د دورکیم په نامه و، چي د (امیل دورکیم) په واسطه په فرانسه کي جوړ شو. د ماکس بر او نورو اقتصاد پوهانو په واسطه په المان کي د ټولنپوهني لپاره کار وشو، چي د فرانسویانو او انګریزانو پر خلاف د ټولنپوهني موسیسې جوړي شوې
د ټولنپوهني اهمیت او ارزښت لکه څنګه چي مالومه ده، چي ټولنپوهنه د ښووني او روزني د زده کړیالانو لپاره اړینه ده او باید د ښووني او روزني زده کړیال په ټولنپوهني پوه وي، دا ځکه که دی ټوله وپېژني او د ټولني ناخوالي ورته مالومي وي، نو دی کولای سي، چي د ټولني د حالاتو له مخي او خپلي تجربې له مخي، چي په ټولنه کي یې تر لاسه کړې، بېله کوم عکس العمل څخه خپل زده کوونکی وپېژني او د هغه ستونزي درک کړي، تر څو د ده او زده کونکي تر منځ د صممیت فضا رامنځته سي او زده ـ کړه جبري نه، بلکي په ذوق او علاقې سره صورت ونیسي. دا کار هغه وخت کیږي، چي د ښووني او روزني زده کړیال په ټولنپوهني پوه او عالم وي، یا په بل عبارت جامعه شناس وي، ټولنپوهنه یوازي د ښوونکي لپاره اړینه نه ده، بلکي د ټولني د ټولو وګړو لپاره ضروري ده، ځکه که د ټولني وګړی، چي یو مسئولیت یې تر غاړه وي، د ټولنپوهني په علم پوه نه وي، نه سي کولای، چي خپل مسئولیت او هغه خنډونه، چي مسئولیت او دندي ته یې متوجې دي په اسانۍ سره له منځه یوسي. که یو پلار هغه ټولنه وه نه پېژني، چي دی او اولادونه یې پکښې وسیږي، نه سي کولای، چي خپل اولادونه په ښه توګه تربیه او وروزي، ځکه دغه پلار ته د ټولني اخلاقي مشکلات او د کلتور ستونزي نه دي مالومي، تر څو دی خپل بچیان پوه او ور څخه وژغوري. نو ویلای شو، چي ټولنپوهنه او د ټولني پېژندنه د هر وګړي لپاره اړینه او ضروري ده، باید هر یو په دغه علم یو څه ناڅه مالومات ولري. ددې پېژندي له مخي ، چي وګړي له ستونزو سره مخامخ نه شي او هر څوک وکولای سي، تر څو په خپله اړونده برخه کي مالومات ولري، نو ټولنپوهانو دغه علم پر برخو ـ برخو وېشلی دی، دا ځکه یو شخص او فرد نه شي کولای، چي د ټولنپوهني ټولي برخي په اسانۍ سره زده او ځان ور باندي پوه کړي. اوس به موږ هم دغه څانګي په لنډه توګه در وپېژنو : ۱ ــ نظري ټولنپوهنه : دغه څانګه د په عمومي توګه د ټولنپوهني اساس او مفهوم څېړي او تحلیل کوي. ۲ ــ تاریخي ټولنپوهنه : دغه څانګه پخوانۍ، لرغوني او اوسنۍ ټولني تر مطالعې لاندي نیسي، تر څو د هغو سرچینې ځاتنه مالومي او د انساني ژوند په اړه کافي مالومات راټول او وړاندي کړي. همدارنګه د کورنۍ، د ټولني د تشکلېدو او د هغې د قوانینو او اصولو، د انسانانو د دندو او وظیفو، په اړه د تاریخ په اوږدو کي مالومات راټول او مطالعه کړي. ۳ ــ مذهبي ټولنپوهنه : دغه څانګه مسجدونه، کلیساوي، او نور مذهبي ځایونه او ډلي تر بحث لاندي نیسي، تر څو د هغو د پیدا کېدو سرچینې، د دوئ رشد او فعالیت په ټولني کي، د دوئ تر منځ اخلافات او تغیرات مالوم او مطالعه کړي. ۴ ــ تربیتي یا روزنيزه ټولنپوهنه : دغه څانګه له د نامه څخه چي یې مالومیږي،د ښوونځی، پوهنتونونو او نورو علمي او اکاډمیکو ځایونو هدفونه او موخي، تر بحث لاندي نیسي، د داخل او د باندي حالات یې څېړي او هم یې تاثیر، رشد او فعالیت پر جامعه او ټولنه باندي مطالعه کوي. ۵ ــ سیاسي ټولنپوهنه : دا څانګه د سیاسي ډلو، ګوندونو، سازمانونو او هم د دولت څلور خواوي اهداف او موخي د بشریت پر وړاندي څېړي او مطالعه کوي. ۶ ــ حقوقي ټولنپوهنه : دا څانګه ځانته دا مالوموي، چي د قانون رسمي نظارت په ټولني کي او هم د قانون حاکمیت د وګرو په منځ سته کنه؟ یا تر څومره اندازي پوري قانون تعادل ساتل شوی؟ ایا قانون پر ټول یو شان پلي کیږي کنه ؟ ۷ ــ ټولنیزه روانپوهنه یا روانشناسي اجتماعي : دغه څانګه د یوې ټولني د وګړو اخلاقي رویه، رفتار او کړه وړه، حرکات، ارزښت او ټولنیز ژوند او تاثیر یې پر جامعه تر بحث لاندي نیسي، همدارنګه د ټولني تاثیر پر یو فرد او د هغه په شخصیت جوړونه کي یا هم د شخص تاثېر پر ټولنه باندي څېړي او هم دا چي یو وګړی د ټولني او جامعې جز دی تحلیل کوی او هم په عمومي ډول د اشخاصو مثبت او منفي فکرونه ، د بشریت پر وړاندي مطالعه کوي. ۸ ــ د ټولنپوهني د نفوذ او ایکالوژي څانګه (نفوس و ایکولوژي) : دغه څانګه د انسانانو تقسیم د نړۍ په مختلفو نقاطو کي، د انسانانو تر منځ روابط او اړیکي، د اوسېدو چاپېریال، د چاپېریال ساتنه او د ځان پاکوالي ته پام کول هغه په څومره اندازه، د شیانو د حمل او نقل وسایل او د محیط زیست شرایط تر بحث، څېړني او مطالعې لاندي نیسي. ۹ ــ د ټولنپوهني د روح او روان څانګه (روان اجتماعي) : دغه څانګه د ټولنو په منځ کي بې نظمي او ګډوډی، د ټولني د وګړو روحي ناارامي څېړي، لکه څنګه چي دغه د وګړو روحي نا ارامي د ټولني د بې ثباتۍ او بې نظمۍ سبب ګرځي او همدا رنګه وګړو ته متخلفي روحي ناورغۍ پيدا کیږي، تر بحث او مطالعې لاندي نیسي. ۱۰ ــ د ټولني د نظم ګډوډېدل (اختلال نظم اجتماعي) : دغه څانګه هغه بې نظمي چي اوج ته رسېدلي وي او د ټولني وګړي یې په جسمي او روجي ناروغیو اخته کړي وي، تر مطالعې لاندي نیسي، چي ددغو بې نظمیو له کبله په ټولني کي فساد، بد اخلاقي او جنایتي مسایل زیاته وده او پرمختګ کوي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.