ژباړه او راټولونه: عطا محمد میاخېل
۱ ـــ که چېرې خلک په دې پوه شي، چې آزادي څومره ستر نعمت دی، نو هېڅکله به یې له لاسه ور نه کړي . ۲ ـــ آزادي هغه وخت ده، چې زموږ اختیار د عقل په لاس کې وي . ۳ ـــ تر هغې ورځې، چې د راتلونکې وړاند وینه میسره نه شي، نو توکل به تر ټولو غوره او بشپړه هڅه وي . ۴ ـــ هغه څوک، چې په کور کې یې سوله او آرامي ده، د ژوند جګړه یې ګټلې ده . ۵ ـــ د پوهې خزانه، چې په هره بیه واخلئ، نو ارزانه ده . ۶ ـــ ادب، د روزنې او شخصیت ښکارندوی دی . ۷ ـــ کورنۍ نېکمرغي دوه لازم شرطونه لري، مینه او ادب، مګر له مینې څخه ادب ډېر اړین دی . ۸ ـــ مذهبونه، عادتونه او دودونه مختلف دي، خو د اخلاقو اصل په هر ځای کې یو دی . ۹ ـــ افسوس، چې ځوان نه پوهېږي او زوړ نه شي کولای . ۱۰ ـــ د ژوند ودانۍ په درواغو ولاړه ده، په هر درواغ باندې اعتراف کول داسې ده، لکه چې له دې غې ودانۍ څخه چې یوه خښته وباسې . ۱۱ ـــ د شهرت تر ټولو غوره امتیاز او وسیله، نېک اخلاق دي . ۱۲ ـــ ښه اخلاق هغه څراغ دی، چې زموږ ښه صفتونه روښانه کوي او پر بدو صفتونو مو سیوری غوړوي . ۱۳ ـــ ښه اخلاق رایجې پیسې دي، چې په هر نعمت باندې بدلېدلای شي . ۱۴ ـــ د هر چا نړۍ د هغه د فکر د پراختیا په کچه ده . ۱۵ ـــ غوره اخلاق د علم، مال، منصب او ښکلا ځای نیولی شي، مګر بل هېڅ نعمت د غوره اخلاقو بدله نه شي کېدای . ۱۶ ـــ د ښځې تر ټولو غوره ښکلا، د هغې ښه اخلاق او روغتیا ده . ۱۷ ـــ څوک چې په شعر نه پوهېږي، د هغه په زړه کې تل ژمی وي . ۱۸ ـــ کوم مرغه چې دردېدلی وي، بېرته نه راګرځي . ۱۹ ـــ په ژوند کې څو ځله د جامو اندازه بدلېږي، باید څو ځله خپل افکار او عادتونه هم بدل کړو . ۲۰ ـــ ترڅو چې سبا وي، نو باید هیله من واوسو . ۲۱ ـــ هیله هغه سراب دی، که چېرې ورک شي، نو موږ ټول به له تندې مړه شو . ۲۲ ـــ افسوس د هغه چال په حال، چې د مرغۍ قفس، ډوډۍ، اوبه او آسانتیاوې لري، مګر هڅه او هیله نه لري . ۲۳ ـــ د حق او قانون کلمې د تورې په شان دي، چې لاستی یې د واک دارانو او تېره څوکه یې د ښکته خلکو په لاس کې ده، که چېرې ښکته خلک د لوړ مقام سره ډېر کوچنی مخالفت هم وکړي، نو خپل ځانونه به غوڅ کړي . ۲۴ ـــ له هرې ګونځې نه چې په خپل تندي کې یې جوړوې، سل ګونځې دې په کار کې جوړېږي . ۲۵ ـــ کمزوري خلک د یوې هیلې او لېوالتیا له پاره ژوندي دي، که چېرې هغه هیله له لاسه ورکړي، نو ځان مړ ګڼي . ۲۶ ـــ د آزادو او فکر کوونکو خلکو له پاره، تر ټولو ستر درد هغه دی، چې د فکر کولو حق ترې واخیستل شي . ۲۷ ـــ انسان، سر ګردانه حیوان دی، چې نه پوهېږي، څه وخوري، څه واغوندي او څه وکړي . ۲۸ ـــ د نړۍ په لوبغالي کې، هرڅوک هڅه کوي، چې خپل لېونتوب د عقل په ټوکر باندې که ډېر زوړ هم وي پټ کړي، خو یوازې د مینې لېونیان دي، چې خپل نوي کالي څیرې کوي او په خپل لېونتوب ویاړ کوي . ۲۹ ـــ چېرته چې دوه کسان وي، یو حاکم او بل محکوم دی . ۳۰ ـــ انسان د بندګۍ او عبادت له پاره پیدا شوی دی، نو له دې امله هره دوکه او چل هغه د ځان لاروی او غلام جوړوي . ۳۱ ـــ هره غوښتنه، چې د انسان له ضمیره تېره شي، شونې ده . ۳۲ ـــ انسان اړ دی، چې ځان خپلواک وګڼي . ۳۳ ـــ موږ د نېکمرغۍ وسله له نورو غواړو، په داسې حال کې، چې د نېکمرغۍ اسباب په خپله له موږ سره دي . ۳۴ ـــ هرڅوک بل مین لېونی بولي، په داسې حال کې چې په خپله هم په یوه شي مین دی . ۳۵ ـــ که هر څومره له انسانانو وتښتو، نو له انسانیت څخه به تښتېدلی یو . ۳۶ ـــ د بې ایمانه سره له خوبه نه را پورته کېږي، ښه ایمان هغه دی، چې موږ نېکمرغه او خوشاله کړي . ۳۷ ـــ هیلې او بریاوې په مانا کې یو دي . ۳۸ ـــ کبر تر ټولو ستر حماقت دی . ۳۹ ـــ له ښه سړیتوب سره ادب ته هم اړتیا ده . ۴۰ ـــ باید چې له خپل دوست څخه د ګل له بوی او د سهار له وږمې څخه زیاته غوښتنه ونه لرئ . ۴۱ ـــ پوه سړی هره ورځ د ځان له پاره د تفریح موقع برابروي . ۴۲ ـــ کبرجن سړی د چلبازانو او چاپړوسانو تر ټولو آسانه ښکار دی . ۴۳ ـــ تمدن یانې ښار مېشتېدل، د ټولو ښېګڼو او بدیو سر چینه . ۴۴ ـــ د ملتونو ستروالی او کوچینوالی، کمزورتیا او پیاوړتیا د هغوی په تمدن او روزنې پورې تړاو لري . ۴۵ ـــ د مینتوب ټپ د دوست په لاس مرحم کېدای شي، خو د دوستۍ ټپ هېڅ یو مین نه شي درمل کولای . ۴۶ ـــ دا موږ په خپله یو چې ځانته دوستان او دښمنان جوړوو . ۴۷ ـــ دوستي باید په زړه کې ولټول شي، خو ډېر کم خلک په دغې پېچلې لاره درومي . ۴۸ ـــ کله چې په بل چا نیوکه کوو، په زړه کې ځان ته چیغې وهو، چې تا له دې زیات بد کړي دي . ۴۹ ـــ روغتیا د ځوانۍ ځای نیسي او مهرباني د ښکلا ځای . ۵۰ ـــ د ژوند بنسټ په تقلید ولاړ دی، خو هنرمند باید له تقلیده وتښتي او ځان وساتي .
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.