لیکنه: ارش ننګیال
شاید چی ۲۰۰۵کال وو، زموږ یوه ټرینر چې د ډرامې لیکنې په برخه کې یې موږ ته درس را کاوه، د (Troy) د کیسې، فلم او د هغې ډراماټیکې جګړې یادونه وکړه. د فلم لېدلو ته مې ډېره تلوسه وه او ډېر ژر مې را پیدا کړ. په یو او دوه ځله لیدلو مې تنده ماته نه شوه.
څو ورځې مخکې مې (ټرای Troy) یو ځل بیا ولیده او دې لیکنې ته یې اړم کړم.
د ټرای کیسه ډېره عجیبه او په زړه پورې ده، په دې هکله ډېر ښه مالومات او مختلف نظرونه شته خو زه نه غواړم چې دا کیسه په هر اړخیزه توګه وڅېړم یا پرې نقد وکړم بلکې غواړم د هغو ملګرو ور پام کړم چې د دغې لرغونې او عبرت ناکې کیسې په هکله یې څه نه دي لوستي.
ـ لرغونی ټرای
ټولو فکر کاوه چې د ټروی یا ټرای د ښار کیسه یوازې یوه افسانه ده، خو الماني لرغون پېژندونکي یی ټول حیران کړل. ( هاینریش شلیمان Heinrich Schliemann) په ۱۸۷۰ کال کې د دغه لرغوني ښار نښې نښانې د ترکیې هېواد په شمال غرب کې وموندلې او په ۱۹۹۸ کال کې د فرهنګی میراثونو په برخه کې له یونسکو سره رسمي ثبت شو. له دې کشف وروسته خلک پوه شول چې ټرای افسانه نه بلکې حقیقت دی. د ټرای ښار له میلاد نه شاوخوا درې زره یا هم درې نیم زره کاله مخکې جوړ شوی خو یاد ښار څو ځله وران او ودان شوی. د تروجان جګړه چې له میلاد نه شاوخوا دولس سوه کاله مخکې پېښه شوې ده، د نړۍ په تاریخ کې ځانګړی نوم او شهرت لري. دا د شرق او غرب ترمنځ لومړنۍ جګړه هم یادېږي. د ټرای د جګړې په هکله تر ټولو کره او موثق اسناد دوه منظوم اثار دي ( ایلیاد او ادیسه) چې لیکوال یې (هومر) نومېږي. د ټرای د جګړې اتلان ـ پریام (پریاموس): د ټرای پاچا تیر شوی دی. پریام د خپل زوی لپاره د ټرای ښار په اور وسیځه اوخپل ځان او بچي یې د مرګ خولې ته وسپارل. دی له خپلو بچیانو سره په یاده جګړه کې ووژل شو. ـ هتکور : د ټرای د پاچاهي تر ټولو ځواکمن شهزاده تېر شوی دی. هکتور تر هرچا ښه جګړه مار و. ځینې یې د غربی اسیا تر ټولو ستر جګړه مار ګڼي. د ټرای مشهوره جګړه هکتور رهبري کوله چې یاده جګړه کې یې د یونان ګڼ اتلان ووژل. ځینې روایتونه داسې هم شته چې د ټرای خلک د یونان مهاجرین وو. سره له دې هکتور پوهېده چې د مقابل لوری د ستر جګړه مار ( اشیل ) د ځواک او قدرت جوګه نه دی خو هېڅ کله ټراې نه وېرېده. هکتور په دې جګړه کې د اشیل د تره زوی ( پتروکلوس) چې اشیل ته یې ډېر ارزښت درلوده وواژه. کله چې اشیل د خپل د تره زوی له مرګه خبرېږي په یوازې ځان د ټرای ښار ته ورځي. په لوړ غږ هکتور ته نارې وهي. کله چې هکتور راځي له څو لنډو شېبو وروسته یې وژني، له پښې یې په خپل اس پسې تړي او درې ځله یې د ټرای له ښاره راڅرخوي. ـ کاساندرا : د پریام لور ده. دا نجلۍ یوه وړاندې ویوونکې هم وي. کله چې ورور یې (هلن) خپل کور ته راولي دا وايي چې دا پېښه به ډېره ناوړه پایله ولري خو څوک یې خبرو ته ارزښت نه ورکوي. ویل کېږي چې د جګړې پای کې دا نجلۍ د ( اګاممنون) وینځه کیږی. ـ پاریس : پاریس هم خپل ورور هکتور ته ورته یو پیاوړی او ځواکمن ځوان تیر شوی دی. خو کله یې چې هلن وتښتوله نو بیا ترې یو بل سړی جوړ شو. هغه یوازې د خپل ځان په هکله فکر کاوه او بس. کله چې پاریس وزېږده نو وړاندې وایونکو وویل چې د ټرای د ښار د تباه کېدو لامل به پاریس شي. چې همداسې هم وشول. هلن : هلن. د نړۍ پر مخ د ښایسته نجلۍ په نوم پېژندل کېده. هلن له پاریس سره جوړه شوه او خپله ټوله کورنۍ یې د پاریس لپاره خوشې کړه او هغه سره ټرای ته وتښتېده.
ـ منالئوس : د اسپارت پاچا او د هلن خاوند و. منلاس ډېر کمزوری او بې زړه انسان وو. ان تر دې چې کله یې هلن بیرته راپیدا کړه هېڅ یې هم ورته ونه ویل. له څو کلونو وروسته هلن ترې بیا ورکه شوه. ـ اشیل : د ټرای د جګړې تر ټولو ځواکمن جګړه ماردی . نوموړي ډېر ځواکمن، کبرجن او قهر جن سړی وو. اشیل د یوه یوناني پهلوان زوی وو چې پلار یې د هرکول نژدې ملګری وو.
اودیسه الیس: د ایتاک پاچا او ډېر ځیرک انسان وو. ده د ټرای د نیولو لپاره د اس جوړولو نظریه ورکړه چې بریالي هم شو. لیکوال هومر ده ته دوه متضاد القاب ورکوي زورېدلی او د ښارونو لوټمار.
د ټرای جګړه:
ټرای ښار د لسو کلونو سختو جګړو وروسته سقوط شو او د اور په لمبو وسوځېده. د ترای د ښار د ویجاړېدو لامل یوازې او یوازې یو لرګین اس وو. د اس جوړونه او بیا په کې د سرتیرو پټېدل یوه ډراما تیکه جګړه ګڼل کېږي. مخکې له دې چې د ټرای د پاچا زوی پاریس وزېږيږي وړاندي ویوونکې ویلي وو چې دی به د ټرای د ویجاړېدو لامل شي او دی یو شوم انسان دی.
کله چې د ټرای پاچا د وړاندې ویوونکي له دې وینا نه خبر شو نو امر یې وکړ چې هلک په پټه بوځي او کومې دښتې کې یې خوشې کړي.
د پاچا امر ومنل شو، پاریس یې په یوه دښته کې خوشې کړ او ترې راغلل. خو پاریس د یوه شپون لاس ته ورځي زلمی کېږي او د شهرت انګازې یې د ټرای تر پاچا رسېږي. پاچا امر کوي چې پاریس ور ولي. کله چي پاریس راځي نو له څه وخت وروسته یې د یوه کار لپاره یونان ته لیږي.
پاریس یونان ته ځي او هلته د منالئوس مېرمن ( هلن) له ځانه سره تښتوي. په دې هکله هم د نظر اختلاف شته څوک وايي چې دوی یو پر بل مئین شول او ځینې بیا نورې خبرې کوي.
منالئوس له دې پېښې نه خپل ورور اګاممنون خبروي. اګاممنون د یونان مشران راټول او ستر پوځ ترې جوړوي چې زرګونه پېړۍ پکې شاملې وي او د ټرای پر لور روانېږي.
دوی ورځي او د ترای ښار چې لوړ، لوړ دیوالونه لري محاصره کوي او سخته جګړه پیلېږي.
جګړه شاوخوا لس کاله دوام کوي، په دې جګړې کې د ټرای شهزاده هکتور د یونان ډېر اتلان وژني خو خپله د یوناني اتل (اشیل) لخوا په ډېرې بې رحمي وژل کېږي، له یوې پښې یې خپل آس پورې تړي او د ټرای د ښار شاوخوا یې په ځان پسې راکاږي.
د هکتور ورور پاریس د اشیل په هکله مالومات ترلاسه کوي او هغه راز راپیدا کوي چې کوم باندې اشیل وژل کېږي. همداسې کوي اشیل د پښې په بجلکۍ په غشي ولي او وژني یې.
کرار، کرار د یوناني پوځ روحیه کمزورې کېږي غواړي چې جګړه پای ته ورسوي او خپل هېواد ته لاړ شي خو په دوی کې ( اودیسه الیس) د آس د جوړولو مشوره ورکوي.
یونانیان همداسې کوي. په درېو ورځو کې غټ لرګین آس جوړوي او تر ټولو زړه ور سرتیري پکې پټېږي او نور پوځ له دوی لرې بل ځای کې ځان غلی کوي.
د ټرای خلک ویني چې یونانیان تللی او دوی ته یې یو آس د یادګار په توګه پرې ايښی دی. اس د ټرای خلکو ته مقدس او د احترام وړ حیوان وي. که څه هم چې د ټرای ځینې کسان په آس شک کوي خو د ټرای پاچا یې نه مني او آس د ترای ښار ته دننه کوي. له خوښېو، خوشالېو، نشو او تماشو نه وروسته ټول ویده کېږي.
هلته له لرګین آس نه یوناني سرتیري راښکته کېږي او خپل پوځ ته چې د دوی په تمه وي د ښار ستره دروازه خلاصوي او په ښار حمله کوي او یاد ښار د اور به لمبو سیځي او اوسېدونکي یې د پاچا په شمول له تیغه تیروي او ټرای ښار په تورو ایرو بدلېږي.
د ټروی فلم
د جوړېدو کال یې May 14,2004
ډایرکټر wolfgang petersen
پروډیوسران Wolfgang Petersen Colin Wilson Diana Rathbun
لیکوال : David Benioff
مرکزي لوبغاړي :
Brad Pitt / Eric Baan/ Orlando Baloon/ Diane Kreger/ Brian Cox/Sean Bean/ Brendan Gleesin/ Peter Otoole
لګښت : ( 175)میلیونه ډالره
عاید : (497.4) میلیونه ډالره
په درنښت آرش ننګیال
Jan 26,2016
سرچینې ـ حمیده احمدیان راد ( شهر افسانه ای ترو)ا http://www.turktour.com/truva.htmlـ http://en.wikipedia.org/wiki/Troyـ
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.