لیکنه: صفت الله حلیم ښه زده کونکی پدې مانا ندی چې سخت خواریکښ او دوامداره مطالعه وکړي، بلکې ښه زده کونکی هغه څوک دی چې ښه او مؤثره مطالعه وکولی شي. دا خبره هغه وخت درته جوتیږي چې پخپلو زده کړو پرمخ ولاړ شئ. د لیسې په دوره کې هره ورځ یو یا دوه ساعته مطالعه کافي ده ترڅو په ښو نمرو فارغ شئ؛ خو د پوهنتون په دوره کې حتې څو ساعتونو کې نشئ کولی خپله مطالعه بشپړه کړئ. بالاخره مجبوریږئ چې د مطالعې ښې لارې او چارې را پیدا او ځان پرې عادت کړئ. لاندې لس ټکي کولی شي تاسو سره مرسته وکړي چې د پوهنتون په دوره کې د یو بریالي محصل په توګه را څرګند شئ: 1- خپله ټوله مطالعه یو وخت ته مه را غونډوئ: ډیری محصلین د شپې تر نیمايي پورې د دې پرځای چې مطالعه وکړي خپله انرژي د خپلو سترګو په رڼو ساتلو لګوي. بریالي محصلین خپله مطالعه په څو زماني ټوټو (بلاکونو) ویشي او په وقفه ېې شکل خپله مطالعه کوي. نو، هره ورځ د مطالعې درې یا څلور زماني بلاکونه جوړ او پر هغه ځان عادت کړه. زماني بلاک کچیرې یو یا یو-نیم ساعت وي ښه به وي. 2- خپله مطالعه پلان کړئ: بریالي محصلین د خپلې مطالعې وخت د ورځې او هم د اونۍ لپاره پلان کوي. ښه پلان دا دی چې د ورځې په اوږدو کې د هرې ورځې درس تکرار، کورنۍ دنده، او … ترسره کړئ او د اونۍ په آخر کې د ټولې اونۍ درسونه دوباره مرور کړئ. 3- پر خپل وخت مطالعه کوئ: یوازې پلان کول کافي ندي، بلکې دا هم اړینه ده چې هره ورځ پرخپل ټاکلي وخت مطالعه وکړئ او پر خپل تقسیم اوقات پابندي د ځان عادت وګرځوئ. که تاسو هره ورځ، او هره اونۍ پر خپل ټاکلي وخت مطالعه وکړئ؛ نو دا ډول مطالعه به مو د ورځني ژوند یو عادت وګرځي. دا پدې مانا چې تاسو به هره ورځ په ذهني او جسمي توګه مطالعې ته تیار و اوسئ. که دا عادت نه وي، بیا به هره ورځ د ذهني تیارۍ لپاره ستاسو زیات وخت ضایع کیږي. 4- د مطالعې هر بلاک (وخت) باید یو ځانګړی هدف ولري: بې هدفه مطالعه مؤثره نده. تاسو باید پوه شئ چې په هر زماني بلاک کې باید څه شئ زده کړئ او یا څه شئ وکړئ. مخکې لدې چې مطالعه پیل کړئ د مطالعې هدف و ټاکئ. مثلاً: نن مازیګر (یو ساعت زماني بلاک) به د انګلیسي ژبې د لسم لوست لغتونه یادوم. 5- د خپلې مطالعې پلان مه ځنډوئ: ډیری وخت او په ډیره آسانه توګه د مطالعې وخت زموږ څخه تیریږي. مثلا تلویزیون، د ملګرو لیده کاته، خپله د درس یا موضوع سختوالی او نور په ډیره آسانۍ کولی شي موږ له خپلې مطالعې لرې او په بل لوري روان کړي. بریالي محصلین دا کار نه کوي. څوک چې دا کار کوي، بیا د مطالعې لپاره کافي نشي پیدا کولی او پر موضوعاتو یوازې سطحي مرور کوي او د زده کړې کیفیت ېې را لویږي. 6- لمړی سخت مضمون را واخلئ: سخت مضمون، سخته کورنۍ دنده، او یا بل سخت کار زیاتې دماغي انرژۍ او زیاتو هڅو ته اړتیا لري، نو پکار ده چې لمړی د سخت کار څخه ځان خلاص کړئ. که باور مو کیږي یا نه، سخت مضمون یا سختې موضوع څخه پیل کول ستاسو د مطالعې مؤثریت ډیر لوړوي. 7- هر وخت د کورنۍ دندې د اجرا څخه مخکې خپل نوټ یا کتاب لولئ: بې له شکه مخکې لدې چې تاسو خپل نوټ وګورئ، تاسو باید نوټ ولرئ! تل هڅه وکړئ د هر لکچر څخه د ځان لپاره لنډ نوټ یادداشت کړئ. مخکې لدې چې خپله کورنۍ دنده ترسره کړئ، خپل نوټ مرور کړئ ترڅو درته جوته شي چې درسپارل شوې دنده په سمه توګه اجرا کولی شئ. د نوټ مرور کول ستاسو سره مرسته کوي د هر لکچر مهم ټکي زده او په د مطالعې په جریان کې پرې تکیه وکړئ. 8- د مطالعې پر وخت مو حواس متمرکز ساتئ: هر څوک د یو نه یو شي پوسیله خپل تمرکز له لاسه ورکوي. ځنو ته ټلویزیون لوی مزاحم وي، ځنو ته د کورنۍ کوم غړی او د کورني ژوند سټایل او نور مزاحمت کوي، مبایل خو نن د هر ځوان لوی مزاحم دی؛ ځنې خو آن په آرام محیط کې خپل تمرکز له لاسه ورکوي او په چرتونو کې ځي. که تاسو خپل تمرکز له لاسه ورکوئ تاسو: (1) د خپل فکر مسیر له لاسه ورکوئ، (2) خپل تمرکز له لاسه ورکوئ. دواړه یاد ټکي د مطالعې کیفیت صفر ته بیايي. مخکې لدې چې مطالعه پیل کړئ، د ځان لپاره مناسب ځای او مناسب شرایط برابر کړئ. 9- د ګروپي یا ډلیزې مطالعې نه ښه ګټه پورته کړئ: په ډلیزه توګه مطالعه څو ګټې لري: (1) د نورو په مرسته هغه موضوعات چې درک او هضمول ېې تاسو ته ستونزمن دي، درک او هضم کولی شئ، (2) کورنۍ دنده ژر او په لنډ وخت کې ترسره کولی شئ، (3) د نورو سره د مرستې له لارې کولی شئ د موضوع مهم ټکي په خپله حافظه کې د دایم لپاره ځای پر ځای کړئ — کوم څه چې بل چا ته تشریح کوئ، بیا مو په آسانۍ نه هیریږي. ډلیزه مطالعه هغه وخت بې ګټې پریوځې چې محصلین هیڅ تیاری ونلري، د درس پرځای کیسه ویلو ته مخه کړي او داسې نور. 10- د هرې اونۍ په آخر (رخصتۍ) کې د اونۍ د ټولو درسونو نوټونه مرور کړئ: بریالي محصلین د هرې اونۍ په پای د اونۍ ټول لوستل شوي درسونه تکراروي او پدې توګه د دوی د معلوماتو ذخیره غني کیږي او د نوو نظریو او معلوماتو د جذب او تحلیل کچه ېې لوړیږي. پدې سره د محصل لپاره راتلونکي درسونه ورځ تر بلې آسانه کیږي.
پر پورته لسو ټکو عمل وکړئ، بې له شکه چې د مطالعې کیفیت به مو د پام وړ مثبت بدلون ومومي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.