لیکنه: حکیم الدین منځنی
سپورت او سیاست یو له بل سره نه شلیدونکي اړيکه لري، د تاریخ په اوږدو کې چې سیاستوال او سیاستپوهان په سیاسي ډګر کې ګېر راغلی او نورې لارې چارې ځینې ورکې شوي. د باور رامنځته کولو لپاره یې سپورتي وسیله په کار اچولې ده او د اړیکو په عادي کولو کې ېې ترې ګټه پورته کړې ده. د بېلګې په ډول په اویایمې لسیزه کې د چین او امریکا په ديپلوماتیکو اړیکو کې لوی واټن رامنځته شوی و. د غه دوه زبرځواکونو د پیدا شوې بې باورۍ لمنځه وړلو لپاره نه ستړي کېدونکي ګامونه پورته کړل او د وضعې عادي کولو په برخه کې یې هرې وسلې ته لاس واچوه. په دغه هلو ځلو کې وروستۍ چاره په دې کې ولیدل شوه چې د دواړه هېوادونو د پینګ پانګ لوبې لوبډلې یو له بل سره دوستانه سیالي وکړي. همداسې وشول؛ د دواړه هېوادونو ترمنځ د یادې لوبې سیالۍ په لار واچول شوې او د یو د بل په هېوادونونو کې یې لوبې وکړې. په ترڅ کې یې د دواړه هېوادونو ترمنځ اړیکې د ښه کېدو پر لور ولاړې. وروسته په سیاسي ادبیاتو کې دغه رول ته د پینګ پانګ دیپلوماسۍ اصطلاح وکارول شوه. چې اوسمهال په ډيری سیاسي قاموسونو کې تر سترګو کېږي. د یوویشتمې پیړۍ له لومړۍ لسیزه را هیسې چې ایران د ۵+۱ هېوادونو سره د یورانیمو د غني کولو پر سر لویه کشاله کې کیوتی او په ځانګړې ډول په دغه برخه کې د ایران اوامریکا په دیپلوماتیکو اړیکو لوی واټن رامنځته شوی، نو د مناسباتو ښه کېدو لپاره یې وروستۍ چاره د فوټبال لوبه کې وليده. دوی هم د پينګ پانګ دیپلوماسۍ ته په کتو خپلو منځو کې د فوټبال سیالۍ په لار واچوله، چې رامنځته شوې بې باوري ایسته او اړیکې بیرته عادي کړي. دا اصطلاح هم سیاسي قاموسونو ته ختلې او د فوټبال دیپلوماسۍ تر عنوان لاندې لاسته راتلی شي. دا دواړه بیلګې په دې دلالت کوي چې سپورت په سیاست کې یو خاص ځای لري او ډیری سیاسي کشالې د سپورت له لارې هوارې شوي دي، بنآ هر سیاستوال ته په کار دي. چې دغه ډول باریکو ته پام وکړي. زما ښه یادیږي. د کرکټ تېر نړۍ وال جام ؛ چې په اسټرالیا او نیوزیلنډ کې تر سره شو او افغان لوبډلې هم په کې ګډون کړی و، د شروع کېدو په درشل کې و. په کابل کې د اسټرالیا سفیر په رسنیو کې را څرګند شوی و او ویلي یې وو: که په اسټرالیا کې د افغانستان او انګلینډ لوبډلو ترمنځ سیالي شروع شوه. د اسټرالیا خلک به د افغانستان لپاره چړ چکې وهي) دا څه عادي جمله نه وه او نه سفیر په سپورت مړ؛ مړ وو. بلکې سفیر په دې پوهېدو چې له یو هېواد سره د دیپلوماتیکو اړیکو په پراختیا کې د عامه ذهنیت لاسته راوړل خورا اړین دي او دولس له ملاتړ او ذهنیت پرته په سیاست کې د یو هېواد خپلول ګران کار دی. سفیر د افغاني ټولنې له مطالعې دې پایلې ته رسیدلی و چې په افغانستان کې لوی اکثریت پښتانه دي او دوی ته چې څه شی خوشالي وربخښي؛ هغه کرکټ او د دوی ملي لوبډله ده. بنآ د افغانانو د زړونو لاسته راوړلو لپاره باید دغه جمله وکارول شي. دا تکتیک څو ورځې وړاندې کله چې د هند صدراعظم، کابل ته په سفر راغلی و؛ هم وکاروه. د هند صدراعظم د ملي شورا د ودانۍ پرانیستې پر مهال د دواړه جرګو غړیو او افغان چارواکو ته د زیمبابوې ۱۹کلنو لوبډلې پر وړاندې د افغان نونس کلنې لوبډلې له بریا څخه خوښي څرګنده کړه او افغانانو ته یې مبارکي وویله. دارنګه مودي په هندوستان کې د افغان ملي لوبډلې د کورني میدان د تر لاسه کولو لپاره هم افغاني چارواکو ته مبارکي ورکړه. له دې کار د هند صدراغظم موخه له پاکستان سره د سیاسي رقابت په پار د افغانانو خپلول او راړول وو. دا لومړی ځل نه دی چې هند په افغانستان کې له پاکستان سره د سیاسي رقابت په برخه کې د سپورت وسلې ته لاس اچوي، بلکې تردې وړاندې د ولسمشر کرزي د حکومت په ورستیو کې داسې اوازه خپره شوه چې د هند د کرکټ ځلانده ستوری سچن ټنډولکر افغانستان ته راځي. وروسته د سیواک او محمد کیف د راتګ خبره ګرمه شوه. خو پاکستان پر ې مخکې شو او د افغانستان له ملي لوبډلې سره یې سیالي په لار واچوله. چې نوموړې سیالي تر ډېره د ديپلوماتیکو تشریفاتو تر چتر او سیوري لاندې تر سره شوه. د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان صدراعظم نواز شریف د لوبې د نندارې پر مهال هم د اړیکو د پیاوړتیا لپاره دیپلوماتیک حرکات تر سره کول. هدف مې دادی چې په سیاست کې د سیاسي استازي لپاره د هغه ټولنې مطالعه فرض ده چې دی ورته د سیاسي استازي په توګه استول کېږي او سیاستوال باید پر هغه مسایلو راوڅرخیږي چې د یوې ټولنې په مزاج برابر وي. خوښوي یې او په ډير څه ورته قایل وي. په هر حال د پورته نمونو په څېر؛ په لسګونو نورې نومونې هم شته چې د هېوادونو له لوري د یو بل پر وړاندې کارول شوي او له مخې یې اړیکې نرمې شوي دي. دا ټول په سیاست کې د سپورت ځای او اغیز په ډاګه کوي او دا مسکال ورکوي چې سپورتي پوهاوی په سیاست کې بېځایه نه ځي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.