لیکنه: سیداصغر هاشمي که افراط دی که تفریط یو د بل سر خوري هر یو بل ته قبرکن د بل اجل دی اسلام د برابرۍ دین دی چې په اکثروشیانوکې د زیاتوالي او کم والي نه منع پکې راغلې ده. په ټولنیز ژوندکې ځینې کارونه په ارادي ډول د انسان په واک کې وي او ځینې داسې کارونه هم شته چې د انسان په واک کې کم او یا نه وي او په غیر ارادي ډول منځ ته راځي. ټول هغه کارونه چې د انسان په واک کې دي ارادي او شعوري اعمال دي او ټول هغه کارونه چې د انسان په واک کې نه وي غیرارادي کارونه دي. هرانسان بایدپه ارادي او غیرارادي کارونوکې له افراط او تفریطه کار وانخلي او اعتدال په نظرکې ونیسي. الله تعالی فرمایلي دي: (کلواوشربواولاتسرفوا)، وخورئ وڅکئ او اسراف مه کوئ. یعنې په خوړلواو څکلوکې هم برابري په کارده. حدیث شریف دی: (خیرالاموراوسطها)، بهترین کارونه هغه دي چې په هغه کې برابري وي. په ارادي اعمالوکې ډېره ډوډۍ خوړل، له حده زیات غوړ خوړل او دایم استراحت انسان په زیاتوتکلیفونو اخته کوي او که همدا کارونه ډوډۍ له اندازې کمه وخوړل شي اوخوب هم کم وشي نوانسان ته بیاهم تاوان رسوي ، نوټول هغه کارونه چې د انسان په واک کې دي، په برابرۍ کې یې لوی حکمتونه پراته دي. ډېر مالداره شته دي چې د ډيراستراحت اوښه خوراکونوپه سبب دوینې د زیاتوالي په رنځ اخته دي خو ډېر غریبان اومسکینان دي چې دډېرکار او نه خوراک له امله د ویني د کم والي په تکلیف مبتلادي، مالداره په خوراک او استراحت کې افراط کړی دی نوځکه له ستونزوسره لاس او ګریوان دی او غریب بیچاره د اقتصادي مشکلاتوله امله له بل ډول مشکلاتو سره مخامخ دی. له ارادي کارونوسربیره په غیرارادي کارونوکې هم اعتدال په کار دی، سره له دې چې ناشعوري عملونه اکثره وخت د انسان په واک کې نه وي، لکه احساسات، عاطفه، مینه، فکرکول او داسې نورو غیر ارادي توکي چې په دې کې هم برابري په کار ده. ډېر با احساسه انسانان مې ولیدل چې د معمولي ناروا په لیدلو یې له سترګو اوښکې روانې وي او هره لحظه یې له کړاوونوسره وي، احساسات بایدپه هر انسان کې موجود وي، بې احساسه انسان ته انسان ویل سم کار نه دی، ډېر بې احساسه انسانان د انسان په نوم یادیږي خو انسانیت یې نیمګړی دی. په غیر ارادي توکوکې فکر کول د هر انسان لپاره مهم دی او انسان پرې د پرمختګ پړاوونه وهلی شي خو ډېر فکر کول کله کله د انسان مغز خرابوي او ژر یې له منځه وړي. هو! په ارادي او غیر ارادي کارونو کې تعادل په کار دی او دغه تعادل او برابري ده چې د انسان په ژوندکې خوشحالي راوړي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.