لیکنه: ارش ننګیال ۱۶ په سبا سهار څو غټ، غټ الوتونکي راځي، ماشومان په خپلو اوږو کېنوي او د ګڼو الوتونکو په بدرګه د کلي په لور حرکت کوي. الوتونکي په هوا کې لکه باد داسې ګړندي روان وي، له څو وخت مزل وروسته کلي کې د زیارت څنګ ته ښکته کېږي. ملنګ بابا د ماشومانو په لیدو سخت خوشالېږي، روغبړ ورسره کوي. په کلي کې د خوشالۍ ډولونه وهل کېږي او کلیوال د زیارت خواته رامنډې وهي.له څو شېبو دمې وروسته ملنګ بابا وايي: ـ لمره! ته به له یو مرغه سره د اوبو پاچاهي ته لاړ شې او هغوی ته به ووايي چې موږه خپلې ژمنې پوره کړې دي، اوبه دې را خوشې کړي. امېل وايي: ـ وړانګه به له یو الوتونکي سره د کبانو پاچاهۍ ته خبر ورکړي، ځکه چې د کبانو پاچاهي هم د اوبو په لاره ده او زه به رېښو ته خبر وکړم. یو الوتونکی غږ کوي: ـ او زه به د ځنګله حیوانانو او الوتونکيو ته خبر ورکړم چې د راتګ له پاره تیاری ونیسي. هر یو خپل کار پسې روانېږي، کله چې مرور خبرېږي نو ژمنې ورسره کوي چې ډېر ژر به کلي ته راشي.
ماشومان او کلیوال په کلي کې د اوبو راتګ ته په تمه وي، یوه شېبه پرې یو کال تېرېږي، د کلي نور ماشومان هم راغونډ وي، دوی ته ځمکه ځای نه ورکوي، همدا پوښتنې کوي: ـ ملنګ بابا! اوبه څه وخت راځي؟ ـ بل وايي: ـ دا ولې یې دومره ځنډ وکړ؟ دوی لا په همدې خبرو کې وي چې د روانو اوبو غږ اوري، ګوري چې رڼې اوبه څپې وهي او د کلي په لوی سیند کې ښکته را روانې وي. دې وخت کې د خوشالۍ چيغې او شور پیلېږي. هر کس راځي او ماشومانو نه غېږه چاپېره وي، ځینې له ډېرې خوشالۍ نه ژاړي، د ملنګ بابا له سترګو لپې لپې اوښکې روانې وي، وړانګې بیا له امېل نه لاسونه چاپېره کړي وي او ژاړي. لمر دې وخت کې غږ کوي: ـ هاغه دي، اوبو سره کبان هم راغلل، ګوره ورته څنګه ټوپونه وهي. یوې شېبې کې د کلي شاوخوا له سپینو او رڼو اوبو ډکېږي، په هره ویاله کې اوبه روانېږي، اوبه هڅه کوي چې هر ځای ته ځانونه ورسوي او د عمر تنده یې خړوبه کړي. دې وخت کې ګوري چې آسمان کې لکه خړې وریځې، څه شي را روان وي، چې را نژدې کېږي، ګوري چې سېل، سېل الوتونکي د کلي سرته دورې وهي او غږونه کوي. د الوتونکيو په لیدو ماشومان او کلیوال هم چيغې وهي او شور کوي. ها خوا، د ځنګله له لوري له ځمکې نه ګردونه پورته کېږي، ګوري چې حیوانات راخوشې دي. کله چې ټول سره یو ځای کېږي، د دې له پاره چې د کلي ځمکه ژر شنه شي، غټ، ِغټ الوتونکي په خپلو منګولو د ځمکې په کلبه کولو پیل کوي، په یوې شېبې کې د کلي شاوخوا ځمکه پسته کېږي او اوبه ورته پورته کېږي. سهار چې کلیوال او ماشومان را پورته کېږي ګوري چې د کلي شاوخوا ځمکه تکه شنه وي، د کلي بر سر کې ځنګل هم بېرته غوړېدلی وي. کلي ته یو ځل بیا خوشالي راځي، ټول په کې په ګډه او خوشالي ژوند پیلوي. ورو، ورو له کلي نه ښار جوړېږي، آبادېږي، خلک ورته راځي، کورونه په کې جوړېږي. خلک د علم او پوهې په ګټو پوهېږي. د کلي د ښکلا او آبادۍ خبرې ټوله نړۍ کې خپرېږي، ډله، ډله خلک راځي او دلته کورونه جوړوي. اوس نو دا هغه وړوکی کلی نه دی. اوس نو دا سیمه د نړۍ تر ټولو آباده، خوشاله او سوکاله سیمه ده. په هر کور او هره سيمه کې د ملنګ بابا او ماشومانو کیسه ويل کېږي او خلک ورته غوږ، غوږ وي. پای
۱۳۹۳ کاسل، د مرغومي ۱۶مه/ کابل/ کار ته نوـ خپله جونګړه
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.