لومړيتوب
اسلام
انجينیري
اقتصاد
اروا پوهنه
ټولنپوهنه
حقوق
روغتیا
ژورنالیزم
سياست
فلسفه
کرنه او مالداري
تاريخ
ادب
ادب
ژباړه
لنډې کیسې
ځنځیري لیکنې
ځانګړې لیکنې او پیغامونه
په سوژه پسې لټون
10 years ago
نیکه بیا را ژوندی سو
10 years ago
ویکتور ماري هوګو
10 years ago
View all
View all
View all
View all
View all
ژوند او بریالیتوب
مديريت او رهبري
چاپېريال
ساینس او ټکنالوژي
د یوه پیاوړي مدیر اووه نښې
- 10 years ago
په دې ځان پوه کړه، چې څه وخت مو د دفتر دروازه بنده کړئ!
- 10 years ago
هغوی چې د هر څه په اړه معلومات لري، ورسره ملګري شئ!
- 10 years ago
اضافه والی له منځه یوسئ او لومړیتوب رامنځته کړئ!
- 10 years ago
View all
View all
View all
ښوونه او روزنه
سکالرشيپونه
ماشوم روزنه
انځورګري
سپورت
نړۍ او سیمه
نړیوالې څېرې
همکارلیکوال
د نن څېرې
همکارلیکوال
کتـابتون
مجلې
کتابتون
اړیکه
د لیکنې لېږل
د لومړیتوب تګلاره
لارښود
د خبراوي فورم
Menu
لومړيتوب
اسلام
انجينیري
اقتصاد
اروا پوهنه
ټولنپوهنه
حقوق
روغتیا
ژورنالیزم
سياست
فلسفه
کرنه او مالداري
تاريخ
ادب
ادب
ژباړه
لنډې کیسې
ځنځیري لیکنې
ځانګړې لیکنې او پیغامونه
ژوند او بریالیتوب
مديريت او رهبري
چاپېريال
ساینس او ټکنالوژي
ښوونه او روزنه
سکالرشيپونه
ماشوم روزنه
انځورګري
سپورت
نړۍ او سیمه
نړیوالې څېرې
همکارلیکوال
د نن څېرې
همکارلیکوال
کتـابتون
مجلې
کتابتون
اړیکه
د لیکنې لېږل
د لومړیتوب تګلاره
لارښود
د خبراوي فورم
Log In
Remember Me
Lost your Password
Home
ژباړه
له ژونده خوند واخلئ!
له ژونده خوند واخلئ!
Posted By:
عطا محمد میاخېل
on:
January 06, 2016
In:
ژباړه
,
ژوند او بریالیتوب
,
لومړيتوب
Print
Email
ژباړه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ هره ورځ له ۱۰ څخه تر ۳۰ دقیقو په ورې قدم ووهئ او د قدم وهلو پرمهال موسکا مه هېروئ، دا کار د ژور خپګان د درملنې له پاره تر ټولو غوره درمل دي .
۲ ـــ په ورځ کې لږ تر لږه ۱۰ دقیقې یوازې واوسئ .
۳ ـــ خپل د خوښې وړ د شپې وروستۍ ټلویزیوني خپرونې له ځان سره په خپله حافظه کې وساتئ، ترڅو وکولای شئ ښه او ډېر خوب وکړئ .
۴ ـــ کله چې سهار له خوبه را ویښېږئ، نو دغه جمله تکرار کړئ : نن هوډ لرم چې …
۵ ـــ سږ کال د تېر کال په پرتله ډېر هغه سینمایي فلمونه، چې د هر عمر کسانو له پاره مناسب وي وګورئ. له خپلو دوستانو سره لوبې وکړئ او کتابونه ولولئ .
۶ ـــ د ارادې او دعا له پاره وخت ځانګړی کړئ، دا کار تاسو ته د غوره ژوند زمینه برابروي .
۷ ـــ له هغو کسانو سره، چې عمرونه یې له ۷۰ پورته او له ۶ کلونو څخه ښکته وي ډېر وخت مصرف کړئ .
۸ ـــ له هغو خوړو څخه کوم چې له ګیاو او ونو څخه تر لاسه کېږي. ډېره ګټه واخلئ او له هغو خوړو څخه کوم چې په کارخانو کې تولیدېږي لږ مصرف کړئ .
۹ ـــ شین چای او په ډېره پیمانه اوبه وڅکئ، له سمندري خوړو او بادامو څخه ګټه واخلئ .
۱۰ ـــ هڅه وکړئ، چې لږ تر لږه د ورځې درې کسان موسکا ته اړ کړئ .
۱۱ ـــ له کور څخه نیولې تر دفتره د نورو کاري مېز له دوړو او ګردونو څخه پاک کړئ، پرېږدئ چې نوې او تازه انرژي ستاسو ژوند ته داخله شي .
۱۲ ـــ خپله ارزښتمنه انرژي د تېرو موضوعاتو په تړاو په آوازه جوړونې، منفي فکرونو او یا په هغو څیزونو چې پرې کنټرول نه لرئ، بېځایه مه لګوئ، د دې پرځای خپله انرژي په اوسنیو مثبتو شېبو مصرف کړئ .
۱۳ ـــ درک کړئ، چې ژوند یوه مدرسه ده او تاسو د دې له پاره دلته یاستئ، چې زده کړه وکړئ، ترڅو خپلې آزموینې په بریالیتوب سره ترسره کړئ .
۱۴ ـــ ستونزې یوازې د دې ښوونیزې دورې یوه برخه ده، چې د جبري صنف په څېر راځي او تېرېږي، مګر یوازې هغه درسونه، چې له دې صنف څخه تر لاسه کېږي، ټول عمر له تاسو سره پاتې کېږي .
۱۵ ـــ موسکي شئ او ډېر وخاندئ، دا کار ستاسو د انرژي خوړونکي څیزونه له تاسو څخه لرې ساتي
۱۶ ـــ ژوند تر هغه ډېر لنډ دی، چې خپل وخت له نورو څخه په کرکه کې تېر کړو .
۱۷ ـــ سبا نارۍ مو د یوه پاچا په څېر، د غرمې ډوډۍ مو د یوه شهزاده په څېر او د ماښام ډوډۍ مو د پوهنتون د یوه محصل په څېر وخورئ .
۱۸ ـــ اړ نه یاستئ، چې ټول بحثونه او جګړې په خپله ګټه پای ته ورسوئ، ومنئ چې د یو او بل د نظر په خلاف فکر وکړئ .
۱۹ ـــ له خپلو تېرو وختونو سره سوله وکړئ، ترڅو اوسنی وخت مو له ستونزو سره مخامخ نه کړي .
۲۰ ـــ خپل ژوند له نورو سره مه پرتله کوئ، ځکه چې تاسو د هغوی په موخو او ژوند باندې هېڅ نه پوهېږئ .
۲۱ ـــ شمعه روښانه کړئ، له خپل ښکلي څادر څخه ګټه واخلئ او د راتلونکې یا ځانګړې ورځې له پاره یې وساتئ، نن هماغه ځانګړې ورځ ده .
۲۲ ـــ پرته له تاسو بل هېڅوک ستاسو د نېکمرغۍ مسوول نه دی .
۲۳ ـــ ټولې ستونزې په دې جمله وسنجوئ : آیا تر پنځه راتلونکو کلونو پورې به دا مسئله ارزښت ولري ؟
۲۴ ـــ وخت د ټولو ستونزو د حل لاره ده، هر څه ته وخت ورکړئ، حتی وخت ته وخت ورکړئ .
۲۵ ـــ ټول د ټولو له پاره وبښئ .
۲۶ ـــ شرایط چې هرڅومره ښه یا بد وي، بالاخره بدلون مومي .
۲۷ ـــ دا ستاسو دنده نه ده، چې ستاسو د ناروغۍ پرمهال ستاسو مرستې ته را دانګي، بلکې دوستان مو دي، له هغوی سره په اړیکه کې واوسئ .
۲۸ ـــ خپل ځان د هر هغه څه له شر څخه، چې ګټور، ښکلی او خوشالونکی نه وي خلاص کړئ .
۲۹ ـــ کینه د وخت بېځایه مصرفول دي. اوس تاسو هر هغه څه ته چې اړتیا لرئ، رسېدلي یاستئ .
۳۰ ـــ په خپله ټاکنه کې دقیق واوسئ او تل هڅه وکړئ، کوم کار چې در سپارل کېږي، په ښه توګه یې ترسره کړئ .
۳۱ ـــ له خپلې کورنۍ سره په اړیکه کې اوسئ .
۳۲ ـــ د شپې مخکې له ویده کېدو دا جمله بشپړه او تکرار کړئ : د دې له پاره … منندوی یم . ما نن … ترسره کړل .
۳۳ ـــ په یاد مو وي، تاسو دومره نېکمرغه یاستئ، چې هېڅکله نه پرېږدئ، چې ژور خپګان او خواشیني تاسو ته لاره پیدا کړي .
۳۴ ـــ د ژوند له سفر څخه خوند واخلئ، موږ اړ نه یو چې په چټک ډول له هر څه څخه تېر شو .
Previous
د شعر او ادب ارزښت او ګټه
Next
د پرېکړې رازونه!
About the author
عطا محمد میاخېل
Related Articles
د بقرې مکي سورت 102 _ 105 ایتونه
November 04, 2016
د بقرې مکي سورت 98 _ 101 ایتونه
October 28, 2016
کم خو سیسټیماټیک
October 27, 2016
د پاڼې ټول حقوق د
لومړيتوب
له اداري ډلې سره خوندي دي.
Desktop Version
Mobile Version