لیکنه: ارش ننګیال
۱۴ کله چې ماشومان کلي ته رسېږي پام یې کېږي چې ملنګ بابا ډېر زخمي شوی. ماشومان غواړي چې د ملنګ بابا تر رغېدو پورې ځنکله ته لاړ نه شي خو ملنګ بابا ورته ډاډ ورکوي چې درې واړه ماشومان خپلې ستونزې حلولی شي. ماشومان باید پرته له بابا نه لاړ شي. که څه هم چې لومړیو کې یې ماشومان نه مني خو ملنګ ورته وايي چې تاسو خپل کار په خپله ترسره کولای شئ، اوس نو تاسو په هرڅه پوی یاست. ملنګ بابا ماشومانو ته دا هم وايي چې دوی دې، د ځنګله پر ژویو او الوتونکيو پسې لاړ شي، ځکه چې دواړه په یو ځای کې پیدا کولای شي. دی او کلیوال به د مرورو لپاره تیاری ونیسي او له کلیوالو نه به پخه ژمنه اخلي چې بیا به تېرې تېروتنې نه تکراروي. ماشومان د ملنګ بابا خبرې مني او ځنګله ته د تللو له پاره تیاری نیسي. ماشومان له تیاري وروسته په خپل جوړ شوي بالون کې ځنګله ته روانېږي. ځکه چې دوی اوس په خپلو لاسونو جوړ شوي وړيا ګاز او یو ښکلی بالون لري. ماشومان له ملنګ بابا نه خدای پاماني اخلي او بالون د هوا په لور لوړېږي، امېل او وړانګه سندره وايي: موږه بې وزرونو الوتلی شو ستوري ښکلولی شو سپوږمۍ هم رانیولی شو دا د علم زور دی چې هوا کې ګرځېدلی شو ستوري رانیولی شو سپوږمۍ ته هم ختلی شو له وخت مزل وروسته ناڅاپه د ماشومانو بالون خراپېږي او له کاره لوېږي، ماشومان نیمه لار کې پاتې کېږي خو دوی خپله هیله له لاسه نه ورکوي او مزل ته دوام ورکوي. له څو شپو ورځو وروسته ځنګله ته رسېږي. خو دوی کې نور توان او قدرت نه وي پاتې چې مخکې ولاړ شي او یا هم د ځنګله له ژویو سره مقابله وکړای شي. د ماشومانو پښې تڼاکې شوې وي، خواړه او اوبه هم ورسره خلاص وي. ماشومان غواړي چې لومړی باید ځان روغ کړي او بیا ځنګله ته لاړ شي او هلته د ځنګله د ژویو له پاچا سره خبرې وکړي. ماشومانو له ځانه سره یو څه داسې درمل راوړي چې دوی په خپله له بوټو نه جوړ کړي وي. له درملو څخه پښو ته پټۍ جوړوي. لمر او وړانګه ښه وي، یو څه ګوزاره کوي خو امېل لوږې او تندې وارخطا کړی وي. لمر، امېل او وړانګې ته وايي چې تاسو همدلته په تمه اوسئ، زه به شاوخوا وګرځم، که د خوړلو یا څښلو له پاره څه شی پیدا کړم. لمر په خوړو پسې ځي، امېل او وړانګه پاتې کېږي. لمر ډېره شېبه وروسته له څو مڼو سره راځي، مڼې امېل او وړانګې ته ورکوي او ورته وايي چې هلته د زمری بچی په تېږو کې بند شوی دی او په پښو يې لويه ډبره رالوېدلې ده. وړانګه چې د زمري نوم اوري وېرېږي: ـ څه څه؟ د زمري بچی؟ نه نه نه نه، زه خو د زمریو خواته نه ورځم. امېل چې په پوره اشتها او خوند سره مڼې خوري، په ډګه خوله وايي: ـ درځئ چې مرسته ورسره وکړو. ـ وړاندې سرای لره توښه تړه رحمانه څو سفر دې کړی نه دی له دې ځایه لمر وايي: ـ د رحمان په ویل ځای د لقب نشته چې یې ما شعر منظور کړه معتبر دی دې سره ماشومان خاندي، لمر وايي: ـ ما ډېره خواري وکړه چې زمری خلاص کم، خو ونه توانېدم. وړانګه وايي: ـ بیا نو ځنډ نه دی په کار، خدای خبر چې هغه غریب به له څه وخت راهیسې هلته بند پاتې وي. امېل له ځایه پورته کېږي او وايي: ـ درځئ چې روان شو، اوس مو د خیټې کار وشو، درځئ! ماشومان د زمري په لور روانېږي. زمری پیدا کوي او له ډبرو نه یې خلاصوي، زمری ډېر بد ژوبل شوي وي. ماشومان وړوکی زمری په یو څادر کې اچوي او درې واړه د څادر څنډې را نیسي او امن ځای ته یې بیايي. وړانګه د زمري په ژوبلو ځایونو، ملهم او پټۍ ږدي. زمری چې څو ورځې دلته ایسار شوی وي، سخت وږی او تږی وي، له ماشومانو اوبه او خواړه غواړي خو ماشومان وايي چې دوی سره خواړه او اوبه خلاص شوي دي. امېل وايي: ـ موږ هم ډېر وخت خواړه او اوبه نه دي لیدلي، لږ مخکې مو څو دانې مڼې وخوړې. نور لکه تا وږي، تږي یو. وړانګه بیا وايي چې: ـ دا ډېر ښه دارو دي، زخمونه به دې ډېر ژر ښه کړي، دا ما په خپله جوړ کړي دي، ژر ښه کېږي، بیا کولای شې چې خپل کور ته لاړ شې او خېټه دې مړه کړې. زمری او ماشومان له ناچارې همدلته پاتې کيږي، ماشومان خپله ټوله کیسه د زمري بچي ته کوي، زمری هم له دوی سره د مرستې ژمنه کوي. له څه وخت وروسته ماشومان او زمری داسې وږي کېږي چې نور په کې د خبرو توان هم نه وي پاتې، زمری وايي دی که په هر قېمت وي، ځنګله ته ځي او ماشومانو ته مرسته را رسوي، که ماشومان هر څومره وايي چې زخمونه یې سم نه دي جوړ شوي خو زمری یې نه مني او د ځنګله په لور منډه اخلي. د زمري له تللو ډېر وخت تېرېږي، لمر کوښښ کوي چې بیا هم په خوړو یا مېوو پسې لاړ شي، خو نور په کې شیمه نه وي پاتې. د زمري هم څه درک نه وي، ماشومان نور له خبرو پاتې کېږي او سترګې یې پټې، پټې کېږي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.