ليکنه: مسعود پښتون
د ادب د پیژندنې، د مؤخو او هدف په هکله ډیری ادبپوهان، فیلسوفان، کره کتونکي او لیکولان د لرغونې دورې څخه تر ننه پورې بیل بیل نظرونه او څرګندونې کوي. ډیری یې په دې نظر دي، چې ادب باید د ټولنې په پرمختګ کې خپله ونډه تر سره کړي، د ظلم په مقابل کې خپل غږ پورته کړي او ادب باید د انسان په خدمت کې وي. ډیری بیا په دې نظر دي چې، ادب نه یواځې د انسان د روح روزونکی دی بلکه د انسان عواطف ښکلي کوي، د ټولنې تر منځ په ژوند کولو کې خوند پیدا کوي، په انسانانو کې همدردي او زړه سوی پیدا کوي، د ټولنې ښکلایزه علاقه او خوښي روزي دا او دې ته ورته سل نورې خبرې تر ننه پورې د لیکوالانو ، پوهانو او فیلسوفانو په نظریاتو کې منعکس شوې دي، او دوی یې په هر ځای کې وار په وار یادونه هم کړې، خو په ټوله مانا سره یوه نظر شوي هم نه دي او تل یې په خپلو نظرونو او دلایلو سره د یو او بل د نظریاتو او څرګندونو په کلکه مخالفت کړی دی.
وړاندې له دې، چې په اختلافاتو خبرې وکړم غواړم خپلې موضوع ته را وګرځم، چې، ادب د ژوند لپاره او که ادب د خوند لپاره؟ د پانګوالي د نظام له نظره په دې پورتنیو تیوريو باندې انتقاد یو بل اړخ نیسي او دا سوال لاندې راځي په دې مانا، چې دا د نظر اختلافات تر افراطیته رسیږي او د افراطیت بڼه غوره کوي. د لرغوني یونان وتلی فیلسوف افلاطون کوم وخت چې د خپل استاد سوکرات نظر بیانوي نو دی هم د یادې تیوري په څیړنه کې، ادب د ادب لپاره د تیوري پلوي کوي خو په عمل کې ورسره چندان مل نه ښکاري.
ددې خبرې غټ ثبوت د افلاطون انتقادي ګوت نیونه د یونان د پیاوړي لیکوال هومر له شعرونو څخه موږ ته په لاس راځي. دی په خپل انقاد کې وایي، چې د هومر ځینې شعرونه په اخلاقي ډول غټې نیمګړتیاوې لري، او په هغو کې ارباب الانوع او ځایي اتلان له دروغو او ټګي څخه پکې کار اخلي، چې دا کار د ماشومانو په روزنه ډیره بده اغیزه پریباسي، چې وروسته ورو-ورو د اخلاقي فساد لامل ګرځي. نو له دې انتقادي نظر څخه جوته مالومیږي چې، افلاطون په نظري ډول د «ادب د ادب لپاره» د نظریې طرفداره وو، ولې په عمل او اصلاح کې برعکس ددې وؤ، چې دا کار دده له پورتني انتقاد څخه په زغرده زبادیږي.
د افلاطون نوموتي شاګرد ارسطو د خپل استاد برعکس په دې نظر دی او وایي، چې په ادب کې دې په ښکلاییز اړخ باندې زیات کار وشي یعنې دی وایي، چې په شعر کې اخلاقي نیمګړتیاوې باید د شعر په ښکلا باندې سیوری ونه غوړوي.
پورتني نظر ته په کتو سره د پخواني روم وتلي شاعر هوراتوس د هنر او هنري ادب تر څنګ د ادب او خوند تر منځ انډول په نظر کې نیولو. دده تر څنګ وتلی فیلسوف لوکریتوس بیا ښکلاییزو او ټولنیزو اړخونو ته ارزښت ورکاوؤ. دې ته ورته یو بل پوه او عالم ژان پل سارتر، چې په اصل کې د هنر د هنر لپاره د مفکورې پلوی وؤ خو د ادبیاتو په برخه کې هم ژمن پاتې شوی وؤ. هغه ادبیات هم غایه ګڼل خو له دې خبرې سره هم نظره وؤ، چې ادبیات په خپل ځان کې یو پیغام انتقالوي.
هغي ددې پر ځای، چې د ادبیاتو په اړه خپل نظر څرګند کړي، په دې اړه، چې شعر باید د نقاشي، موسیقۍ او مجسمه جوړونې په شان وګڼل شي، چې دده له دې نظر سره زه ډیر نه یم موافق ولې تاییدوم یې، هغه په دې مانا، چې هغه ډول لکه څنګه، چې په نقاشۍ کې له رنګونو ګټه پورته کیږي. په هماغه اندازه په شعر او شاعرۍ کې له الفاظو څخه کار اخیستل کیږي. که دې خبرې ته لږ ځیر شو نو دلته الفاظ له شعر څخه استفاده کوي، یعنې د شعر په مټ داسې څرګندونې کوي، چې له عادي ژبې څخه توپیر لري. په ټولنیزو خبرو اترو کې هر لفظ یو شی او یوه مانا افاده کوي یعنې لفظ د دال نښه دی او شی مدلول لیکن په شعر کې لفظ یو شاعرانه تصویر دی، د شاعر الفاظ د دال او مدلول له تنګ سوري څخه د باندې تیریږي او بیا الفاظ د وسیلې د ابزار په توګه کار نه کوي، بلکې د موسیقي د اوازونو په شان باطني عواطف هم څرګندوي.
په هر حال له دې خبرو څخه هم تیریږو او راځو د پوهانو او فیلسوفانو نظریاتوته، چې دوی په دې اړه څه نظر لري. بالزاک هم په خپلو لیکنو کې د ټولنې نیمګړتیاوو ته ګوته نیولې، یعنې دی هم ادب د ژوند لپاره له مفکورې سره مل وؤ. همدارنګه لیف تولستوي هم په خپلو ادبي لیکنو کې د ټولنې د ښیګڼو تر څنګ ډیری اخلاقي مسایلو ته قایل وؤ او ډیره توجو یې ورته کړې. که د تولستوي د دورې د لیکوالانو لیکنو ته ځیر شو نو د هغوي په لیکنو کې هم په دې ټینګار کیږي، چې ادب باید د انسان د ښیګڼو لپاره وکارول شي. د تولستوی تر څنګ ویکتور هوګو هم ادب د ادب لپاره غواړي، دی وایي کومه ګټه نه لري؟ ښکلي وي که نا همدغه بسنه کوي. له هوګو څخه وروسته ت ګویته ته موقع په لاس ورځي په اول سر کې د شعر د ازادۍ غږ پورته کوي، دی واي هنر وسیله نه ده بلکې غایه دی.
دې ته ورته زیګموند فروید د استرالیا تکړه ارواپوه بیا بل ډول نظر لري، دې ته ورته تکړه لیکوال او د پښتو ادب ستوری بینوا صاحب هم ورته نظر لري خو الفت صاحب اول له دې نظرې سره مخالفت ښیي او وایي، د شعر هدف حقیقت نه دی جمال دی. خو وروسته بیا زیاتوي، چې د لوړ او عالي شعر د پیژندې معیار بغیر له ژونده له نور څه سره رابطه نه لري.
په ادب تیوري کې دیره مشهوره او ډیره د ارزښت څخه ډکه یوه تیوري، چې باید په هره ژبه کې ورته په ډیر دقیق ډول وکتل شي هغه ادب د ادب لپاره او ادب د ژوند لپاره تیوري ده. ادب د ادب لپاره مفکوره ډیره له پخوا څخه موجوده ده، خو د پانګوالۍ د نظام له ودې سره یې خپل ارزښت نور هم پوخ او پایداره کړ. دا نظریه، چې ډیره پخوانۍ ګڼل کیږي د لومړي ځل لپاره یې بنیاد الماني فیلسوف کانت کیښود.
د کانت او دده د ملګرو له نظره د هنر او ادب هدف یوازې ایستېتیکي خوند دی ، چې په دې کار سره یې دوي د هنر د ټولنیز رول او هدف نه سترګې پټولې. پورتني نظر ته په کتو سره ډیری نور لیکوالان او فیلسوفان هم شته، چې دوی هم د ادب د ټولنیز اړخ څخه سترګې پټوي یوازې او یوازې ادب د خوند لپاره کاروي نه د ژوند لپاره.
اوس باید راشو د دریم ګړي په صفت په دې خبره نظر واچوو، چې ادب د ادب او که ادب د خوند لپاره دی او که ادب د ژوند لپاره دی؟ نو موږ ته په کار دی، چې په دې خبره ټینګار وکړو، چې ادب د ژوند لپاره دی نه د خوند اخیستلو لپاره. پورته چې د هنري ادب په اړه او تر څنګ یې د ادب د ادب یا خوند لپاره او ادب د ژوند لپاره کومې نظریې وړاندې شوې، دا نظریات په هغه ټولنه او هغه وخت کې کیدای شي سمون خوړلی وي، ولې په اوسني عصر کې، چې ادبیاتو تر ډیره پرمختګ کړی او لا هم د پرمختګ په طرف روان دي ډیری پخوانۍ نظرې یې رد کړې دي. ځکه څومره، چې ټولنه د پرمختګ په طرف درومي نو په هماغه اندازه د یادې ټولنې ادبیات هم مخ پر ودې حرکت کوي.
که چیرته ادب د خوند لپاره شي نو بیا خو شاعر ددې دعوه هم نشي کولای، چې زه د ټولنې بې وسه، غریب، دردیدلی، ځوریدلی، بې تعلیمه، بې سولې، بې یوالي او بې اتفاقه ولس ته خدمت کوم او کوشش کوم، چې د شعر په ژبه دوی له دې درانه خوب څخه بیداره کړم. نو دا خبره به په ټولنه او خلکو کې د خیال په ډول موجوده وي او شعر او شاعر، چې په ټولنه کې کوم محبوبیت لري هغه به هم له لاسه ورکړي. یوازې شعر او شاعري به د لاسونو پړکا او د وخت تیرولو او خوند اخیستلو توښه وګرځي.
د پورتنیو نظریاتو ته په کتو سره د پښتو ژبې تکړه لیکوال او شاعر کبیر ستوری هم په دې باور دی، چې ادب د ادب لپاره نه بلکې ادب د ټولنې د خدمت وسیله ده. دی په دې اړه په خپل یو شعر کې داسې وايي:
ادب ځان پرست نه دی، چې تش خپل خدمت کوي
ټولـــــــــــــنې د خدمــــــــــــــت نه هغه ځـــــان نه بیلوي
ادب، چې وسیــــــــــــــــــله د پښـــــــتنو د ابادی شي
دا ستــوری له اسمــــــــــــــانه پرې ګلــــــــــــــــونه وروي
نو ښه او پر ځای خبره داده، چې په دې خبره ټینګار وشي، چې ادب بغیر له ټولنې او ټولنه بغیر له ادب نه شتون نه لري او نشي یې پیدا کولای او که پیدا یې هم کړي نو هغه ادب او ټولنه به مړه ګڼل کیږي. نو اصلي خبره داده، چې شاعران د ټولنې سترګې دي او باید شاعر او شعر ته په سپکه سترګه ونه کتل شي، ځکه دا شعر او شاعري ده، چې د پرنګیانو جنګ ته یې بدلون ورکړ او یوې ټپې د افغاني زلمیانو وینه په جوش کړه او د پرنګیانو تنې یې لکه ونې داسې پرې کړې. ملاله یادوم د هغې یوې ټپې بایللي جنګ ته تغیر ورکړ.
که په میوند کې شهید نه شوې
خدایګو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه
د جنګ تر څنګ په اخلاقو، مذهب، مدنیت، یوالي، انسانیت، رښتینولي، مینې، دوستي، پرمختګ، غندنې، پیرزوینې، حقیقت، صبر، توکل او ورورولي زموږ په شعر او شاعري بلخصوص په ادب کې ډیر غټ ځای نیولی، چې له دې وجې هم څوک له دې خبرې انکار نشي کولای، چې ادب یوازې دخوند لپاره دی.
دې پورتنیو نظریاتو او ارزښتونو ته په کتو سره هر لیکوال باید د لیکنې او شاعرۍ پر وخت هغو پوښتنو ته ځوابونه ووایي کوم، چې د دوی مسؤلیت جوړیږي. که چیرته دوی په درست ډول دې پوښتنو ته جوابونه ورکړي نو ادب به د ژوند لپاره وکارول شي او بیا به چا ته ددې زمینه نه مساعدیږي، چې ادب د خوند لپاره وکاروي. لومړی دا، چې زه څه لیکم؟ چاته یې لیکم؟ څنګه یې ولیکم؟ او څومره ولیکم؟ دا هغه پوښتنې دي، چې هر لیکوال او شاعر یې باید جواب کړي او یادو پوښتنو ته د ټولنې د اصولو او مقرراتو مطابق جوابونه پیدا کړي، چې له یوې خوا دا کار زموږ د ټولنې سره مرسته کوي او ډیری ناخوالې له منځه وړي او له بلې خوا زموږ د ادب سره تر ډیره مرسته کوي، چې په یو نه یو ډول د ادب د پر مختګ او پراختیا سبب ګرځي.
یادې څرګندونې مې ددې په خاطر وکړې، چې ښاغلی الهام صاحب وایي، چې ښه به دا وي، چې شاعر ته ونه وایو، چې څه او څنګه ووایي؟ پریږدو هر څه، چې یې زړه غواړي وه دې وایي، څوک چې رښتیا شاعر وي شکسپیر وي، خوشال وي، الفت وي، ګویټه وي، حافظ وي، اپلتې نه وایي شعر وایي.
مسعود پښتون
پیښور
۱۹/ ۱۲ / ۲۰۱۵
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.