قلم
لیکنه: زبير افغان
نه پوهېږم چي زموږ مشران او واک لرونکي ولي تل تر لاس لاندي کسان پر هغه دين او مذهبي تګلاره مجبوروي چي دوئ يې کوي؟ ديني احکام عملي وي که نظري دوئ هغه لوری در څخه غواړي چي له پلار او نیکه ور پاته، هلته په سيمه کي رواج او په اصطلاح ديني ملایان و عالمان يې کوي. دا فکر زموږ په ټولو خلګو کي شته ان د مسلمانانو په تاريخ کي دا شی موندل کېږي، ډېر ځایه شیعه او سني پر همدې فکري اختلاف سره ټکولي، کله بیا د سنيانو مختلفو مذهبونو یو له بل سره پر همدې بنیاد لاسونه اچولي چي هغه ولي زموږ مذهبي تګلاره نه مني او هغو بیا ویلي چي دوئ ولي زموږ لار نه خپلوي؟. نن د جمعې ورځ وه، تر لمانځه وروسته بازار ته ووتم، ماښام کور ته راغلم، پلار مي راته ویل: د جمعې لمونځ دي چيري وکړ؟ دا ځکه پوښتي چي زه د ده د خوښې په ملا او ځای کي لمونځ نه کوم، پر خپله لار د روانولو لپاره کله ګواښونه راته کوي، کله نصيحت کوي، کله د پخوانو ملایانو کیسې راته کوي او کله بیا نور څه. زموږ سيمیيز مسلمانان که سیاسیان دي، که جهاديان، تبلیغیان دي که ديني سکالران، مدرسين دي که مفتیان، مصنفين دي که ویناوال او بالاخیره عوام دي که خواص ټول له ځانو سره د دين په نامه ډبی ګرزوي. سياسان که هر ډول سیاست کوي نو جامه يې د دين ور اغوستې وي، په پاکستان کي چي کله د انتخاباتو وخت شي نو ملایانو به د جمعې په ویناؤ کي ویل: رایه مو يو امانت دی، که يې له سیاسي ملایانو پرته بل چا ته ور کړئ نو خیانت مو کړی او الله به عذاب در کړی، د بل ګوند يو کس ته به يې يو لاس ليک نه ور کاوی، له خپلې برمې به يې اوبه نه ور کولې ان که به يې وس وشو سلام يې هم نه ور ته کاوی. د جهادیانو زور واکي، ډبونې او ټوپک سالاري خو تر لمر روښانه ده، ټوله نړۍ پوهېږي چي د جهاديانو دين او مذهب ټول له زور واکۍ او تشدد څخه جوړ دی. تبلیغیان او دا وروسته یاد شوي ټولي ډلې داسي دي چي که د ده د لار پيرو وې نو سم انسان او مسلمان يې او که د بل فکر لاروی وې نو بیا د سلام حق هم نه لرې او که يې له هرې لارې وس در ورسېږي نو لازما به خپله رایه در باندي ومني. دا هر څه په داسي حال کي چي الهي دين تل خلګو ته د اسانۍ، سلامتۍ، خوشالۍ او ښه سولیز ژوند سبق ور کړی، د نبیانو لار سوله خوښې وه، په سوله او امن يې خلګو ته خپل پيغام ور کړی، نورو چي هر څومره زور زیاتی ور سره کړی نو دوئ حوصله کړې، هغوئ ته يې معافي کړې، د بخښنې دعا يې ورته کړې او خپلو پيروانو ته به يې تل د عفوې او زغم وصیت کاوه. قران وايي: لا اکراه فی الدين. په دين کي هيڅ ډول زور زیاتی نه شته. د عربي ګرامر له مخې (اکراه) نکیره ده، کله چي پر نکیره د نفې عامل راشي نو عامه معنا ور کوي، دلته هم دا مطلب دی چي په دين کي هيڅ ډول زور نه شته. یو چا ته د دعوت پر مهال الله امر کړی چي ښه په حکمت، یاني د حالاتو او مخاطب له غوښتنې سره سم په ښو، نرمو او خوږو الفاظو دعوت وکړئ او که يې بحث پيل کړ نو بايد پر متقابل احترام به ولاړ وي، نه به د چا مشرانو ته بد ویل کېږي، نه د هغه شخصي سپکاوی کېږي او نه به په ترخه لهجه، شډلو الفاظو، توندو او تېزو خبرو او لوړ احمقانه اواز ور سره بحث کېږي. ټولو نبیانو موږ ته همدا لار ښودلې، که يو چا ورته بد ویلي، نو دوئ د معافۍ ترڅنګ دعا ورته کړې، که چا ور سره بد کړي، نو دوئ عملا ور سره ښه کړي او د نیک انسان جوړېدو دعا يې هم ورته کړې، که چا لار ترې اړولې دوئ لار ور سيخه کړې، که چا مخ ترې اړولی نو دوئ مخ پسي ګرزولی، که چا خپلوي پرې کوله دوئ ور سره پالله، که به يې چا په لار کي اغزي اچول دوئ د هغوئ لار پاکوله او بالاخیره د انساني اخلاقو ډېري سترې بیلګې يې وړاندي کړې. خو موږ دا هر څه ایله کړي، نه مو دې ته کتلي چي دين د انساني ټولنې د سلامتيا لپاره راغلی، نه خرابونې ته، امن يې غوښت نه ناامني، ژوند يې غوښت نه مرګونه، مينه يې غوښته نه کرکه، ورور ولي يې هدف وه نه دښمني، نه مو دا سنجولې چي د الله کتاب څه راته وايې، نه دې ته پام کوو چي الهي رسولانو له خلګو سره څه ډول وضعه کوله؟ موږ له دين څخه يوازي د وژنې، کرکې، ترټنې، خرابونې او وهنې ذریعه جوړه کړې، له هغو ځایونو مو خپلو دې ناسمو کړنو ته دلایل پیدا کړې چي الله او رسول يې يوازي هغه مهال د لاس پورته کوونکي اجازه کړې چي بل لاس درباندي پور ته کړي، ستا عقيده، فکر، ځان او مال ته خطر متوجې کړي، نو ته کولای شې چي له ځانه د دفاع لپاره لاس په کار شي. خو له دې مشروطې اجازې خلګو ځان ته ډالونه جوړ کړی او د مينې او محبت ټول الهي دين يې يوازي د زور واکۍ وسیله بللی دی، له دې امله زموږ هره ديني خبره او حکم پر زور ولاړ وي، ملا وی که امي يوه خبره کوي، دا وکړه، که وايې ولي؟ وايي دين دی او که دي خبره ور سره وکړه چي دا برخه يې دين او دا نه ده، نو د دلیل او قانع کوونکې خبرې پر ځای بس وهل او ټکول دي او وايي دين ویلي چي له داسي خلګو سره همدغه چلند وکړئ. ۲۰۱۵/۱۲/ ۱۹ زبیر افغان
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.