لومړيتوب
اسلام
انجينیري
اقتصاد
اروا پوهنه
ټولنپوهنه
حقوق
روغتیا
ژورنالیزم
سياست
فلسفه
کرنه او مالداري
تاريخ
ادب
ادب
ژباړه
لنډې کیسې
ځنځیري لیکنې
ځانګړې لیکنې او پیغامونه
په سوژه پسې لټون
10 years ago
نیکه بیا را ژوندی سو
10 years ago
ویکتور ماري هوګو
10 years ago
View all
View all
View all
View all
View all
ژوند او بریالیتوب
مديريت او رهبري
چاپېريال
ساینس او ټکنالوژي
د یوه پیاوړي مدیر اووه نښې
- 10 years ago
په دې ځان پوه کړه، چې څه وخت مو د دفتر دروازه بنده کړئ!
- 10 years ago
هغوی چې د هر څه په اړه معلومات لري، ورسره ملګري شئ!
- 10 years ago
اضافه والی له منځه یوسئ او لومړیتوب رامنځته کړئ!
- 10 years ago
View all
View all
View all
ښوونه او روزنه
سکالرشيپونه
ماشوم روزنه
انځورګري
سپورت
نړۍ او سیمه
نړیوالې څېرې
همکارلیکوال
د نن څېرې
همکارلیکوال
کتـابتون
مجلې
کتابتون
اړیکه
د لیکنې لېږل
د لومړیتوب تګلاره
لارښود
د خبراوي فورم
Menu
لومړيتوب
اسلام
انجينیري
اقتصاد
اروا پوهنه
ټولنپوهنه
حقوق
روغتیا
ژورنالیزم
سياست
فلسفه
کرنه او مالداري
تاريخ
ادب
ادب
ژباړه
لنډې کیسې
ځنځیري لیکنې
ځانګړې لیکنې او پیغامونه
ژوند او بریالیتوب
مديريت او رهبري
چاپېريال
ساینس او ټکنالوژي
ښوونه او روزنه
سکالرشيپونه
ماشوم روزنه
انځورګري
سپورت
نړۍ او سیمه
نړیوالې څېرې
همکارلیکوال
د نن څېرې
همکارلیکوال
کتـابتون
مجلې
کتابتون
اړیکه
د لیکنې لېږل
د لومړیتوب تګلاره
لارښود
د خبراوي فورم
Log In
Remember Me
Lost your Password
Home
لومړيتوب
د دکارت ژوند ته یوه لنډه کتنه
رنه دکارت
د دکارت ژوند ته یوه لنډه کتنه
Posted By:
عطا محمد میاخېل
on:
December 20, 2015
In:
لومړيتوب
,
نړیوالې څېرې
Print
Email
ژباړن : عطا محمد میاخېل
بشپړ نوم یې رنه دکارت (
Rene Decartes
) دی. د رنسانس دورې دې ستر فزیک پوه، ریاضي پوه او فیلسوف د ۱۵۹۶ زېږدیز کال د مارچ میاشتې په یو دېرشمه نېټه د فرانسې د تورن (
Touraine
) ایالت اړوند د لاهه په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې . دکارت دیارلس میاشتنی و، چې خپله مور یې د تل له پاره له لاسه ورکړه او پلار یې د انګلستان په پارلمان کې د قاضي او مشاور په توګه دنده ترسره کوله .
په ۱۶۰۶ زېږدیز کال، کله چې دکارت لس کلن و، د لافلش (
La Fleche
) په مدرسه کې شامل شو، دا مدرسه د ژزو ئیتیانو په نامه د مسیحیانو یوې ډلې تاسیس کړې وه، چې په یاده مدرسه کې به د مسیحي زده کړو ترڅنګ، نوي او عصري علوم هم تدرسېدل. دکارت په یاده مدرسه کې اته کاله زده کړې وکړې او په نوموړې مدرسه کې یې ادبیات، منطق، اخلاق او ریاضیات یې زده کړل. دکارت په ۱۶۱۱ ز کال د مشترې په شاوخواکې د څو سر ګردانه سیارو موندنه ترسرلیک لاندې یوې غونډې ته د خبرو پرمهال د ګالیله له موندنو څخه خبر شو؛ دې خبرو د ده په روح باندې ډېره زیاته اغېزه وکړه .
د لافلش په مدرسه کې د زده کړو له پای ته رسېدو او فراغت وروسته د یوې مودې له پاره د حقوقو او طب په څانګو کې په زده کړو بوخت شو، مګر په پای کې یې هوډ وکړ، چې په نړۍ راوګرځي او هغه ډول پوهه ترلاسه کړي، کومه چې د ژوند له پاره ګټوره وي. په همدې منظور د هالیندي پوځ په لیکو کې شامل شو، د دې پوځ مشري د موریس په نامه یوه شهزاده کوله، چې په جګړه، فلسفه او دغه راز نورو علومو کې یې ډېر زیات مهارت درلوده او د فرانسې ډېری اشراف دې ته لېوال وو، چې د نوموړي تر فرمان او قوماندې لاندې رزمي مهارتونه زده کړي . دکارت په هالیندي پوځ کې د دندې ترڅنګ د خپلې خوښې علم ریاضیاتو دنده یې هم پرمخ بیوله .
د ۱۶۱۹ ز کال په پسرلي کې د هالیند څخه، ډنمارک او له هغه څخه آلمان ته لاړه او هلته د ماکسیلیمان په نامه د یوه سردار په چوپړ کې شو، مګر ژمی را ورسېده او رود دانوب اړوند د نوبرګ (
Neuberg
) په کلي کې، پرته له وېرې او ډاډ سره د ریاضیاتو په برخه کې یې څېړنې پیل کړې او نوي دلیلونه یې کشف کړل، چې ډېر مهم او نوي ول او د ریاضیاتو په پرمختګ باندې یې ډېره ښه اغېزه وکړه .
څو موده وروسته د ټولو علومو د یو والي په فکر کې شو او د ۱۶۱۹ ز کال د نوامبر په لسمه یې شپه یې درې هیله بښونکي خوبونو ولیدل، چې هغه یې داسې تعبیر کړل :
روح د هغه حقیقت ټاکلی او له ده څخه یې غوښتي، ترڅو ټولې پوهې د یوه واحد علم په توګه رامنځته کړي . دې خوبونو دی دومره بوخت کړ، آن تر دې چې دا یې په ځان نذر ومانه، چې په ایټالیا کې به د حضرت مریم له مقبرې څخه زیارت کوي او څلور کاله وروسته یې په خپله ژمنه وفا وکړه .
له ۱۶۱۹ ز کال وروسته په اروپا کې یې څو کاله سیاحت وکړ او څوکاله هم په پاریس کې پاتې شو، مګر په هغه ځای کې یې ژوند کول خوښ نه شول او په ۱۶۲۸ ز کال یو ځل بیا هالیند ته لاړه او په هغه ځای کې یې تر ۱۶۴۹ ز کال پورې، یوازې او پرته له هر ډول سیاسي او ټولنیزې غوغا څخه خپل ټول وخت یې علمي او فلسفي څېړنو ته ځانګړی کړ .
د ۱۶۴۹ زېږدیز کال د سپټمبر په میاشت کې د سویډن ملکې کریسټین په بلنه هغه ته د فلسفې زده کړه په موخه سټهکلم ته لاړه، له یوې خوا د دې هېواد سوړ ژمي او له بلې خوا د ملکې د درس له پاره د سهار له مخې پنځه بجې پاڅېدل، چې دکارت ورسره روږدی نه و، ناروغ شو .
دکارت د تاریخ له سترو پوهانو او فیلسوفانو څخه شمېرل کېږي، چې په فزیک کې یې د رڼا د ماتېدو ( انکسار ) قانون یې کشف کړ او په ریاضیاتو او هندسه کې یې د تحلیلي هندسې بنسټ کېښود . د لوېدیځې فلسفې په تاریخ کې، نوې فلسفه له دکارت سره پیلېږي.
دکارت په ۱۶۵۰ زېږدیز کال د فبروري په ۱۱ مه نېټه د سویډن په ستهکلم کې له دې نړۍ سره د تل له پاره مخه ښه وکړه .
Previous
ولې ځینې کسان بریالي نه دي؟
Next
افغان زعفران
About the author
عطا محمد میاخېل
Related Articles
د بقرې مکي سورت 102 _ 105 ایتونه
November 04, 2016
د بقرې مکي سورت 98 _ 101 ایتونه
October 28, 2016
کم خو سیسټیماټیک
October 27, 2016
د پاڼې ټول حقوق د
لومړيتوب
له اداري ډلې سره خوندي دي.
Desktop Version
Mobile Version