لیکنه: پوهنمل خوشدل معروف
– څړځاي ته د څارويو د بيولو مخکې يو وار درملنه ( البيندازول- ايورمکتين) يو دوز.
– د څړځايونو په ختم کې يو وار درملنه ( البيندازول- ايورمکتين) يو دوز.
– د کنو(شينو) د مخنيوې لپاره ددوبي په شروع کې يو وار درملنه (ايورمکتين) يو وار.
– د سپږو او پوند (ګرګ) د مخنيوې لپاره مخکې د کور دننه کولو څخه يو وار درملنه (ايورمکتين) يو دوز.
– ټول لږ ترلږه ۴ وارې درملنه
د وزو او پسونودمعمولو چېنجيو ضد درملو شکلونه، دوز او د غوښې او شېدو د نه خوړلو موده:
زرقي
زرقي ۱۸
زرقي ۴
بولس
۱۲
۴
انترمکتين
mg/kg ۲.۰ پسونو ته
تراې کلورفان
ددوا د تطبيق څخه مخکې بايد ددوا موثره ماده په لېبل باندې په دقيقه توګه و ليدل شي ځکه مختلفې کمپنۍ په مختلفو نومونو او دوزونو سره دواګانې توليدوي. د دوا دوز د څاروي د وزن په اساس ورکول کېږي چې بايد کلکه پاملرنه ورته وشي. اګر که د ځينو دواګانو دوز په نوموړو دواګانو کې د موثرې مادې د غلظت په اساس تعين شوې وي. د مثال پتوګه که يوه دوا ۱۰ ملي ګرامه په يو کېلو ګرام وزن د بدن ورکړل شي پدې صورت کې د ۲۵ کېلوګرام وزن لرونکې پسه لپاره بايد ۲۵۰ ملي ګرامه دوا بايد ورکړل شي. که چېرې د يوه څخه زياته دوا په يوه بولس کې موجوده وي پدې صورت کې د دوا د دوز محاسبه ګرانيږي چې بايد د ورکړل شوې ليبل له مخې تطبيق شي او پورتنۍ محاسبه د اجرا وړ نه ده.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.