سمندر په لپه کې کتاب ترتیب او راټولنه: حسیب نورمل هغه چې په شتو کې له لوږې مري، د هغوی لوږه له ناپوهۍ نه ده. زه لوی او کوچني خلک په دې پېژنم چې لوی خلک پر راتلونکي او کوچني پر تېر فکر کوي. سپي یوازې دخپل څښتن دښمن نه داړي، کله کله يې پر دوستانو هم حمله کوي. ترمخدوم نه مې خادم او تر پیر نه مې مرید خوښېږي. وپوهېدم چې دخیر او برکت خلک په ساده مسلمانانو کې موندلی شو. زموږ ډېر غمونه د خوښۍ په ډولۍ کې پټ دي. ځینيوايي،خوښخلک هغه دي چې غم نه لري، خو داسې نه ده، له هر چا سره د خوښۍ په اندازه غم دی. ښه ده چې عقل او پوهه پرموږ ډېر تسلط نه لري، که نه ډېرې خوشالۍ به مو پر غم بدلې شوې وای. د غم او خپګان یوه دنده دا ده چې د خوشالۍ ذایقه او خوندروزي. موږ هغه شیان خوشالوي چې موږ یې ډېر خپه کړي یو. ځیني وخت خپګان او غمونه د خوشالۍ د راتلو زیری راکوي. په یاد ولرئ چې تیز باران سېلابونه او تندر له ځان سره لري. جبر او اختیار په هرځای کې یو شان نه وي. هر څومره چې د انسان په ژوند کې پرمختګ رامنځ ته کېږي، په هغومره اندازه جبر او مجبوریتونه کمېږي او اختیار او خپلواکي ډېریږي. د زمانې دا عادت دی چې زاړه شیان له کاره باسي او نوي شیان په کار اچوي. موږ تر خدمتګارانو باداران ښه پېژنو. خوږوالی یو خوږوالی دی، خو په مختلفو ځایونو کې په بېل خوند او بېل نوم پیدا کېږي. هره هغې خبره کې چې ابتکار وي، هغه د ادب پردې ته لویه اړتيا لري. پر خلکو حکومت کول ګران نه، بلکې په هغو کې د لایقو او پوهو کسانو پېژندل ګران کار دی. ډېرې خبرې کوونکو او ډېر فکر کوونکو ته د کار خلک نه شو ویلای؛ ځکه تر ډېره د هغوى خبرې او فکر عملي جنبه نه لري.
شفیق امیزي د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې د لېسانس په کچه لوړې زدکړې کړي. د پښتو په ادب کې ښکلې علمي او د ژوند په نورو برخو کې په زړه پورې او د بریا په لور هڅوونکې لیکنې کوي. دې پاڼه کې یې ټولې لیکنې لوستلای شئ.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.