لومړيتوب
اسلام
انجينیري
اقتصاد
اروا پوهنه
ټولنپوهنه
حقوق
روغتیا
ژورنالیزم
سياست
فلسفه
کرنه او مالداري
تاريخ
ادب
ادب
ژباړه
لنډې کیسې
ځنځیري لیکنې
ځانګړې لیکنې او پیغامونه
په سوژه پسې لټون
10 years ago
نیکه بیا را ژوندی سو
10 years ago
ویکتور ماري هوګو
10 years ago
View all
View all
View all
View all
View all
ژوند او بریالیتوب
مديريت او رهبري
چاپېريال
ساینس او ټکنالوژي
د یوه پیاوړي مدیر اووه نښې
- 10 years ago
په دې ځان پوه کړه، چې څه وخت مو د دفتر دروازه بنده کړئ!
- 10 years ago
هغوی چې د هر څه په اړه معلومات لري، ورسره ملګري شئ!
- 10 years ago
اضافه والی له منځه یوسئ او لومړیتوب رامنځته کړئ!
- 10 years ago
View all
View all
View all
ښوونه او روزنه
سکالرشيپونه
ماشوم روزنه
انځورګري
سپورت
نړۍ او سیمه
نړیوالې څېرې
همکارلیکوال
د نن څېرې
همکارلیکوال
کتـابتون
مجلې
کتابتون
اړیکه
د لیکنې لېږل
د لومړیتوب تګلاره
لارښود
د خبراوي فورم
Menu
لومړيتوب
اسلام
انجينیري
اقتصاد
اروا پوهنه
ټولنپوهنه
حقوق
روغتیا
ژورنالیزم
سياست
فلسفه
کرنه او مالداري
تاريخ
ادب
ادب
ژباړه
لنډې کیسې
ځنځیري لیکنې
ځانګړې لیکنې او پیغامونه
ژوند او بریالیتوب
مديريت او رهبري
چاپېريال
ساینس او ټکنالوژي
ښوونه او روزنه
سکالرشيپونه
ماشوم روزنه
انځورګري
سپورت
نړۍ او سیمه
نړیوالې څېرې
همکارلیکوال
د نن څېرې
همکارلیکوال
کتـابتون
مجلې
کتابتون
اړیکه
د لیکنې لېږل
د لومړیتوب تګلاره
لارښود
د خبراوي فورم
Log In
Remember Me
Lost your Password
Home
اقتصاد
د بازار موندنې لس زرینې کیلي ګانې
د بازار موندنې لس زرینې کیلي ګانې
Posted By:
عطا محمد میاخېل
on:
December 02, 2015
In:
اقتصاد
,
لومړيتوب
Print
Email
ژباړه : عطا محمد میاخېل
که چېرې تاسو پلورنکي یاستئ، یا دا چې تولید لرئ او یا هم دې ته ورته په بل کار باندې بوخت یاستئ، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې د خپلو توکو د پلور له پاره مو هرو مرو طرحه جوړه کړې ده، البته که دا طرحه مو لیکل شوې نه وي، نو حتماً د دې مهم امر ( خرڅلاو) له پاره مو په خپل ذهن کې برنامې لرئ، که چېرې لاندې لس ټکي، چې د زرینو کیلي ګانو په توګه ترې یادونه شوې ده، په پام کې ونیسئ، نو د بازار موندنې او پلور په برخه کې مو بریا ته رسولی شي .
لومړۍ کیلي :
د محصولاتو او خدماتو په زیاتولو سره، چې وړاندې کوئ یې، ځان د ناڅاپي بدلونونو له خطر څخه وژغورئ، دغه راز کولای شئ د بازار موندنې او خرڅلاو د بېلابېلو لارو چارو په لرلو سره د ناڅاپي بدلونونو له خطر څخه هم خوندي پاتې کېدای شئ. له دې هرڅه سره، که چېرې کوم بدلون را منځته شو د بېلګې په توګه نوی سیال بازار ته داخل شو یا د مشتري په سلیقه کې بدلون راغی، نو تاسو به یوازې د خپل بازار یوه کوچنۍ برخه له لاسه ورکړې وي، ټولې سوداګرۍ ته مو د پام وړ زیان، نه اوړي .
دویمه کیلي :
له خپلو مشتریانو سره تل په اړیکه کې اوسئ؛ د محصولاتو او خدماتو د پراختیا په لټه کې واوسئ، چې کولای شي، ستاسو د مشتریانو د رضایت او خوښۍ سبب شي . په هغو کسانو باندې د توکو پلورل، کوم چې مخکې یې له تاسو څخه خرید کړی وي، د هغو کسانو په پرتله ډېر ساده او آسانه دی، کوم چې له تاسو څخه یې تر دې دمه توکي، نه وي اخیستي.
درېیمه کیلي :
له درواغجنو ادعاو څخه په کلکه ډډه وکړئ، د مثال په توګه : هېڅکله داسې مه وایئ، چې موږ په نړۍ کې تر ټولو غوره یو ! حتی که دا ادعا سمه هم وي، غوره ده چې له یادې ادعا څخه کار وانخلئ، ځکه چې دا د دې لامل کېږي، چې مشتریان ستاسو په رښتینولۍ باندې شکمن کېږي او ستاسو خرڅلاو له خطر سره مخامخ کېږي. هڅه وکړئ، چې له منطقي او باوري شعارونو څخه ګټه واخلئ .
څلورمه کیلي :
له خپلو ادعاو څخه په عددي ډول کار واخلئ. د بېلګې په توګه : زموږ محصولات د بازار په پرتله لس سلنه ارزانه دي، البته دا ادعا باید په عمل کې هم ثابته شي . دا ډول شعارونه د باور وړي دي او د مشتري په ذهن باندې ډېره ښه اغېزه لرلی شي .
پنځمه کیلي :
له رقابت پرته د یوه ځانګړي استثنایي پلور د رامنځته کېدو له پاره د ځانګړو کمښتونو، امتیازونو او ارزښتمنو ډالیو له ترکیب څخه ګټه واخلئ، معمولاً یوازې کمښت د خرڅلاو د چټکتیا لامل نه کېږي، بلکې غوره ده، چې پر کمښتونو سر بېره له قرعه کشۍ، د ډالیو له ورکړې او دې ته ورته نورو لارو چارو څخه د مشتریانو د زیاتولو له پاره کار واخلئ.
شپږمه کیلي :
هڅه وکړئ، چې تل خپل څو ډوله محصولات ځانګړي خرڅلاو ته وړاندې کړئ او د هر یوه له پاره یې د خرڅلاو د پای نېټه وټاکئ، کله چې د ځانګړي پلور نېټه پای ته ورسېده، نو پر ځای یې نوی محصول وړاندې کړئ، په دې کار سره نه یوازې نوی محصول وړاندې کوئ، بلکې تل به مناسب خرڅلاو ولرئ .
اوومه کیلي :
که چېرې ستاسو محصولاتو او خدماتو د ډېرو مشتریانو پام ځانته را واړاوه، نو هېڅ ګټه به مو نه وي کړي، په هغه صورت کې چې هغوی ستاسو د محصولاتو د اخیستلو توان ونه لري، په داسې یوه حالت کې غوره ده، چې خپل بازار بدل کړئ او هغه مشتریان پیدا کړئ، چې ستاسو د محصولاتو د پېرلو توان ولري . د محصولاتو د ښه خرڅلاو بله لاره د هغو اخیستونکو له پاره، چې د پېرلو بشپړ توان نه لري د بیو راټیټول دي . دا کار کولای شي، د محصولاتو د ګټې او یا هم د کیفیت د راټیټولو له لارې ترسره شي، خو غوره داده، چې د کیفیت پرځای د ګټې کچه راټیټه شي .
اتمه کیلي :
له خپلو رقیبانو ځان جلا وښیئ او د خپلو رقیبانو په نسبت د یوه نسبي ښه والي په رامنځته کولو سره د مشتریانو په ذهن کې خپل نوم ته ځای پیدا کړئ، البته ستاسو امتیازونه او غوره والی باید په داسې ډول وي، چې د رقیبانو په وسیله مو د تقلید وړ نه وي .
نهمه کیلي :
د یوې غوره پایلې د ترلاسه کولو له پاره، د خبرتیاو او تبلیغاتو متن په داسې ډول ولیکئ، چې هر لیدونکی او اورېدونکی داسې فکر وکړي، چې دا خبرتیا یوازې او یوازې د ده له پاره ده؛ د لیکلو پرمهال په داسې متن فکر وکړئ، چې دا خبرتیا یوازې د یوه کس له پاره لیکئ، نه یوې ډلې خلکو له پاره . دا موضوع مرسته کوي، چې ستاسو خبرتیا ځانته عامیانه حالت غوره کړي، له وچ او رسمي حالت څخه بهر شي .
لسمه کیلي :
معمولاً وروستی خرڅلاو د پلورنکي او پېرونکي په لومړۍ لیدنه کې نه ترسره کېږي، له همدې امله، غوره ده چې داسې یو سیستم جوړ کړئ، تر څو د هغو مشتریانو په اړه معلومات تر لاسه کړئ، کوم چې تر اوسه یې له تاسو څخه څه نه دي اخیستي، تر څو له هغوی سره په پرله پسې توګه په اړیکه کې واوسئ او په دوامداره توګه هغوی د خپلو محصولاتو اخیستلو ته لېوال کړئ، په دې کار سره به ډېر هغه کسان، چې تر اوسه یې له تاسو څخه خرید نه دی کړی، ستاسو د محصولاتو په مشتریانو بدل شي .
Previous
سردار نصر الله خان نایب السلطنه د افغانستان د پوهنې لومړنی ناظم
Next
پاکستان سره دافغانستان تجارتي اړیکي
About the author
عطا محمد میاخېل
Related Articles
د بقرې مکي سورت 102 _ 105 ایتونه
November 04, 2016
د بقرې مکي سورت 98 _ 101 ایتونه
October 28, 2016
کم خو سیسټیماټیک
October 27, 2016
د پاڼې ټول حقوق د
لومړيتوب
له اداري ډلې سره خوندي دي.
Desktop Version
Mobile Version