لیکنه: حمیدالله حمیدي
ژباړه: عطاء الله خان حیران
په دې کې شک نه شته ،چې نوي تهذيبنواو ډېروبختياو شوق،پرمختگ اوهمدارنگ دذوقونو لوړمعیارپه مسلسه توگه دننۍ ورځې انسان له چلنج سره مخ کړى دى
نوې غوښتنو اوخوندونوله نني انسان څخه جسماني اوروحاني راحت اوسکون اخستى دى
دننۍ ورځې انسان کړه وړه لکه ديوه ماشين په څېرد مادي اړتياوې ، خوشحالي اوخواهشاتودپوره کولوپه هڅه کې دى
نودغوکارنودننۍ ورځې انسان په ژوندکې خوراډېربدلونونه راوستي دي هغه بدلونونه دادي چې له انسان څخه يې فطري سکون په بشپړه توگه ا خستى دى په مسلسله توگه جسماني ستړيا، خام خوبي اوپه ټولنيزواوکورنۍ ستونزوکې بې سارې بختياو دانسان جسماني اوعصابي صحت خوراډېرمتاثره کېږي اوله همدسره انسان په رتگه رنگ اعصابي اوجسماني ، اروايي نارغيوباندې اخته شي ،
جسماني ناارمي ،ذهني ستړيا،دمغي فشار په انسان کې ناهيلي ،زړ ه بدوالى رامځته کوي له دې سره سر ه ذهني ځواک له کاره لويږي حتادفلج کېدوخطره ورته پېښيږي
جسماني ځواک ذهني ناذکي اودخوشحليولپاره ارام ډېرضروري دى اودارام لپاره خوب دقدرت يوه په زړه پورې نعمت دى
تاسې بايد له دغه نعمت څخه په بشپړه تگه گټه واخلى
پروخت خوب اوپروخت له خوبه پاڅېدل دوخت ښه اړتيا او اوصول اوقدرتي طريقه ده تاسې خپل خوبونه بې ځايه مه خرابه وى لکه په ټي وي بې ځايه بنډارنوباندې مه خرابوى
هره ورځ انساته لږ ترلږه ٦ _٨ ساعته ارام ډېرضروري دى
کله چې ستاسې خوب پوره شي له هغه نه ورسته که موخيال کړى وي په تاسې کې دکارکولو نوى صلاحيت اوځواک پيداکېږي
دشپې دژر ويده کېدو اودسهار وختي پاڅېدو عدتونه په خپله په ځان کې پيداکړى ، که دغه قدرتي زرين اوصول موترپښولاندې کړل نوخپل صحت سره سره به موخپلې ټولې خوشحالۍ په سيندلاهوکړي وي
الهي فرمان دى _ هغه يوالله (ج) دى چاچې شپه ستاسې لپاره پرده پوښه اودخوب ،راحت اوسکون لپاره پيداکړې ده او ورځ يې دويښتيادگرځېدو اودکارلپاره پيداکړې ده ولې هغوى نه پوهېږي چې ماشپه ستاسې دسکون لپاره پيداکړې ده او همدارنگ ورځ مې د(محنت مشقت) لپاره رڼاکړې ده
جالينوس چې يومشهور حکيم دى هغه ويلي دي.خوب دجسم دارام لپاره اودخوړو دتحليل لپاره ډېرضروري دى
سهارترډېره ناوخته خوب جسمي کمزورتيااوهمدارنگ ذهني پراگندې رامنځته کوي خودماسپښين اودغرمې ترمنځ يوساعت خوب چې دانسانيت لارښودحضرت محمد(ص ) سنت هم دي ډېرفايده لري دنوي څېړنوپراساس خوب دصحت ،حسن اوښکلا لپاره ډېرضروري دى
يوجرمنى ليکوال جرگن زولى ويلي چې کم خوب انسان ډېرژرزړه وي همداسې دې ته ورته نورو پوهانو دويناپه مطابق ،
که انسان په دوام داره توگه بې خوبه پاتې شي اوهمداسې عدت وگرځي نوداانسان به نه يواځې جې ورزمره ژوند به يې له ستونزو ډک وي له دې سره سره به دته ډول ډول نفسياتي ،جسماني ،اروايي ،فشار، دزړه ناروغۍ ، دهضمې خرابى اوعصابي … ناورغيواخته کېږي ،
دغه د بې خوبحى اصل لامل د شپې تر ډېره تلويزون کتل، کلبونه، ښودلي چې دغه شان زموږ د خوبونو د وخت خيال نه دى ساتلى.
هغوى ټول په دې ټينگار کوي چې بايد پراخت ويده او پروخت را وېښ شي، د انسانيت لار ښود د حضرت محمد(ص) خپلو امت ته د خوب اداب ورښي فرمايي د ماسختن د لمانځه نه وروسته ژر ويده شئ زموږ په ژوند کې د تاوتريخوالي او همدا رنگ د ډول ډول ناروغيو همدا وجه کېداى شي، چې موږ د اسلام د سپېڅلي دين او د انسانيت لارښود حضرت محمد(ص) لارښونې مو له پامه غورځولي او يا مو هېرې کړي.له قيلولې نه جسم سکون ميلاويږي دماغ ځواکمن او عقل تېزېږي قيلوله د ماسپښين د خوراک نه وروسته د لږ ساعت لپاره خوب د وايي پوهانو ډاکترانو هم دا منلې ده.
خو د يادونې وړ ده چې د ورځې په ساعتونو ساعتونو خوب د صحت لپاره سخت مضر دى.
ورځ د محنت مشقت او د کار لپاره الله(ج) پيدا کړې ده، چې انسان خپل ورځني کارونه پکې په ښه توگه پر مخ بوځي او شپه يې د خوب ارام لپاره پيدا کړې ده، چې ورځنى ستړيا مو ورباندې رفه شي.
په دې اساس کله چې مو د ماسختن لمونځ وکړ بايد ژر تر ژره خپل ځانونه د خوب غېږې وسپاري فرض وکړۍ چې کله خوب نه درتلو پام کوى چې د خوب درمل و نه کاروئ.
د خوب د نه راتو په صورت کې بايد خپل ذهن تش کړئ. خپل جسم سست پرېږدئ په ښۍ اړخ سملۍ او خپل ښۍ لاس د رخسار لاندې کړئ او د الله (ج) ذکر وکړئ، الله(ج) الله (ج) له ځانه سره وايي په دې سره به انشاءالله ډېر ژر تاسې ته خوب خپله غېږ پرانځي دا د بې خوبى ازميل شوى روهاني علاج دى که په اوداسه کې ياست آيات الکرسي تلاوت کړئ، بې له شکه ټوله شپه به له دښمن او د شيطان له شره وژغورل شئ په امن کې به وى انشاءالله.
د خوب لپاره يو څو گډورې مشورې:
١- د شپې د خوب لپاره او د سهر د پاسېدو لپاره يو خاص وقت وټاکئ او ورباندې په کلکه توگه عمل وکړئ.
٢- د شپې له مخې کوښښ وکړئ، چې کم خوراک وکړئ، چې ژر هضمه شي.
٣ – د شپې له ويده کېدو تر مخه مشروب يانې چاى يا داسې نور شيان ډېر مه سکى.
٤ – د شپې د خوراک نه وروسته څلوېښت قدمه واخلئ او د سهر مهال ورزش هېر نه کړئ.
٥ – له ويده کېدو نه وړاندې سترگې پټې کړئ او خپل جسم سست پرېږدئ.
٦ – که خوب نه درتلو نو د خپلې خوښې گټور کتاب مطالعه وکړئ.
٧ – له خوبه مخکې په نيم گرمو اوبو باندې ولامبئ او ښه عطر وکاروئ.
……
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.