ژباړه: ذبېح الله اېمان
د کنفوسیوس بهرني سفرونه هم لکه دده د ژوند د نورو اړخونو په څير په پوره توګه نه دي ثبت شوي.
د چين یوه لرغوني تاريخ هغه وخت کنفویسوس د لو سره درې کاله توپير ښودلی دی.
په قوي احتمال سره، دده سفر بهر ته ۴۹۸ او ۴۹۳ کلونو تر منځ مخکې له ميلاد نه ښودل شوی دی.
همدارنګه، مورخين نه پوهېږي چې څو تنو زده کوونکو به یې ملتیا کړې وي. خو ځينې نږدې او صميمي زده کوونکي یې لکه زيلو او یان هی په دې سفر کې له ده سره ملګري وو.
کيدای شي چې نور زده کوونکي هم په لاره کې له ده سره په دې سفر کې له ده سره یو ځای شوي وي.
کنفوسیوس او ملګري یې، لومړی وې هيوادونو ته چې د لو لوديز لوري ته ولاړل. هغوی د ګادي په وسيله د واټونو پر مخ لاړل.
د وې ښار کې کنفوسیوس له څو تنو دولتي چارواکو سره و کتل. د زيلو د ميرمنې یانې خور ښينې یې له یوه لوړپوړي چاوراکي سره واده کړی وو. دې چارواکي زيلو ته وويل: که چېرې کنفوسیوس زما په قوم کې استوګن شي، هغه به ددې هيواد وزير کړم.
یوه ډله یې په دې باور دي، چې کنفوسیوس هغه مفام منل دی، خو بلې دلې یې ويلي دي چې نه یې دی منلی.
خو دا ټکي ښکاره دي چې، کنفوسیوس د یو څه مودې لپاره، د یوه لوړپوړي دولتي چارواکي ادیان چویو په نوم پاتې شوی دی.
کنفوسیوس د هغو هيوادنو نه چې ليدنه کوله، د هغو دولتونو نه به یې پېسې اخيتلې.
دا پېسې دده د لاس مزد نه و، بلکې بهرنیو چارواکو به دا پسې کنفوسیوس ته چې ډېر ښه ښوونکی و، ډالې کولې.
پرته له دې ډول همکاریو نه کنفوسیوس او زده کوونکو یې نشوای کولای معاش ولري.
دوی په نورو سفرونو کې، یو تن شاګرد دې ته نقطې ته اشاره و کړه چې، ددې هيوادنو، پاچاهي زښته دېره ده.
وروسته یې له کنفوسیوس نه پوښتل: کله چې یو جميعت، دومره دېر شي، او په دې اندازه پرمختګ و کړي، د هغه لپاره بل کوم کار کولی شو؟؟
کنفوسیوس یې په ځواب کې ورته وويل: د هغوی لپاره ارامي رامنځته کړئ. وروسته یې زیاته کړه، په دویم قدم کې هغوی زده کړې ته ور کړئ، که چېرې کنفوسیوس له هر څه نه زیات ښوونې او روزنې ته ارزښت ور کولو، خو پوهېږو چې خلک له هر څه نه، خوړو، کالیو او کورونو ته ډېره اړتیا در لوده.
کنفوسیوس او ملګري یې له وې نه چين ته لاړل، او د چين په لاره کې له سونګ نه تير شول، ددې هيواد د چګړې وزير د هوان تویي په نوم یو کس وو چې غوښتل یې په ځينو دلایلو کنفوسیوس ووژني.
ددې وزير ورور، د سيماني د زماني له کنفوسیوس نه زده کړې کړې وې. یو تن له مورخينو په دې بارو دی، چې د هوان تویي او ورور یې د کنفوسیوس په سر اړیکه سره خرابې شوې وي، او په غوسه شوي وو.
دغه لوړپوړي لکه د هغه وخت د نورو لوړپوړو په څير، تصور در لود.
چې کورني سوابقو ته یې لوړاوی ور کولو. هغه د خپل قدرت نه په ګټه اخيستلو سره، خلک دې ته اړ کړل، چې ده ته پېسې ور کړي دا امکان هم شته چې هوان تویي د هغو له افکارو نه چې کنفوسیوس یې دده ورور ته ور زده کړي و، کرکه لرله.
یوې ډلې لوړپوړو چارواکو نه قبلوله، چې انسان دې د علم او پوهې خاوند شي. یا له دوی پرته هغه خلک چې شهزاده ګان نه دي ددوی همسایه او سیال شي.
منکیوس ليکي: ددې وزير غوسې کنفوسیوس اړ ايستلو چې په بدلو جامو کې د سونګ په تول ښار کې ګرځي.
په پای کې، استاد د چين ښار ته و رسيده، او د چين لوی فرماندار او حاکم سره استوګن شو.
کنفوسیوس په چين کې د اسيدو پر مهال ددې هيواد د سترې محکمې له وزير سره ليدنه و کړه،د منکیوس په وينا والي ته یې هم لارښوونه و کړه.
په همدې وخت کې کنفوسیوس له نږدې هيواد کای نه هم ليدنه و کړه. په هغه ځای کې د حاکم سره ليدنه و کړه، په زړو کتابونو کې راغلي دي حاکم د کنفوسیوس د خبرو یوه برخه و منله،(( کنفوسیوس په هغه دوران کې ژوند کولو د پسرلي او مني په نوم مشهور وو، ۷۷۰ او ۴۸۱ مخکې ميلادي نه. تر ۷۷۰ کال پورې د جو سيمه چې د چين په شرق کې پرته وه په ۱۵ لویو پاچاهیو او سلګونو وړو پاچاهيو باندې وويشل شو.
دا لوی هيواد په اوس کې وخت کې د چين شرقي برخه جوړوي. په وروستیو پېړیو کې یو شمير پاچاهۍ د سېمې په لویو مهمو قدرتونو باندې بدلې شوې.
یوې ډلې هيوادونو به ځينې وخت له یو بل سره مرسته کوله په داسې حال کې چې یو له د با تر سرليک یانې فرد برتر فعالیت کوو. با دنده در لوده چې د نورو هيوادنو په مرسته پردي خلک را خپل، او پخواني خلک له چو هيواد نه و شړي. د کنفوسیوس د مرګ نه په را وروسته کلونو کې اوه ۷ هيوادونه دهان، جالو، چو، چي، چين، وې او یان په نومونو د واک پر سر له یو بل سره سیالۍ کولې په پایله کې په ۲۲۱ کال کې چين برالی شو چې واک تر لاسه کړياو یو متمدين چين را منځه ته کړي.)))
دا حاکم اخلاقي شخص و. او له خلکو سره به یې نيک سلوک درلود.
دواړو لوریو د ليدنې پر مهال د حکومت په سمو لارو چارو باندې خبرې و کړې.
کنفوسیوس وویل: ښه حکومت هغه مهال جوړيدلای شي چې حکومت ته نږدې خلک خوشاله او له حکومت لرې خلک را جذب کړي.
په بله وينا کوم خلک چې له هيواد نه بهر ژوند کوي،باید و ګوري چې ددې هيواد حوکمت په څومره وړتیا سره ښاریانو ته حوکمت کوي. هغه مهال به هغوی هم په دې ځای کې د ژوند کولو هيله پيدا کړي.
یو وخت د شيه حاکم له زيلو نه و پوښتل چې کنفوسیوس څه ډول کس دی؟
زيلو ځواب ور نکړ، وروسته کنفوسیوس شاګرد ته وويل: ولې دې هغه ته ونه ويل چې کنفوسیوس د یوه انسان په توګه زده کړې ته دومره ليواله دی چې د ډوډۍ خوړل یې هير وي. او داسې خوشاله دی چې انديښنې له یاده باسي او په رښتیا نه ور یادېږي چې زوړبوتوب ته نږدې دی.
داسې تر سترګو کې چې کنفوسیوس په چين کې اوسيدو پر مهال د حکومت د خدمت کولو لپاره یو بل وړانديز هم تر لاسه کړ. په هغه وخت کې چين په خپل قلمرو کې په کورنیو جګړو باندې بوخت و.ددې ډلې شهزاده ګان له یو بل سره په جګړه بوخت وو، تر څو واک ته و رسېږي. په داسې حال کې چې ماکمان په خپل منځ کې سرګردانه و، یو تن د دولت کارکوونکی د شهزاده ګانو له کورنۍ څخه کنفوسیوس ته بلنه ور کړه چې ددوی په ښار کې خدمت و کړي. کنفوسیوس دا غوښتنه په غور و کتله او په پایله کې یې منفې ځواب ور کړ. په هغه وخت کې چې دغه اشرافو له کنفوسیوس نه مرسته و غوښتله په حقيقت کې یاغي و. کنفوسیوس په دې باوري و چې د هغو خلکو سره کار کول چې له قانوني دولت سره په جګړه دي، روا نه دی.
کنفوسیوس ډېری وخت په سفرونو کې تير کړ. هيچا نه دي ويلي چيرته لاړ، او څه یې و کړل.
د شزارت په متاب کې د هغو برنیانو نومونه راغلي دي چې له ده سره یې ليدنې کړې دي. خو ښکاره نه ده چې دا ليدنې ددې دوران په ترڅ کې شوې دي کنه.
په پایله کې کنفوسیوس په ۴۸۴ کې ددوی هيواد ته را ستون شو، او د غمېدلي هيواد سره مخ شو.
د هغه نه مخکې کالو کې د حکمران زوی، د خپلې مور د وژنې نقشه ايستلې وه، کله چې دا نقشه برالا شوه، شهزاده مجبور شو چې وتښتي. کله چې حکمران مړ شو، د هغه لمسی پاچاهۍ ته و رسیدو نه شهزاده په هماغه وخت کې د حمکران یوې ډلې ته دښمانان له شهزداه سره مرسته و کړه چې وې ته راشي او واک ته و رسېږي کنفوسیوس هغه وخت وې ته و رسيدو چې شهزداه او زوی یې له یو بل سره د حکمرانۍ په خاطر په جګړه بوخت وو.
((( د جوسنتې خاوره، د چين د شمالي برخو په مرکز کې وافع ده، لرې ځای ددې سيمې په جنوب کې د هغه وخت خلک چې خپل بل قوم یې در لود د چو سيمه را منځه ته کړه. د چو خلکو په ورو، ورو د چو د خلکو فرهنګ را ځپل کړ، خو د چو له حکمرانو سره یې د وفادارۍ تړون ونه کړ. د چو هيواد د خپلو شمالي ګاونډیانو سره نښته هم و کړه، له ميلاد نه مخکې د شپږمې پېړۍ په پای کې د چو هيواد برالی شو له پنځوسو زیات واړه شمالي هيوادونه ونيسي. په دې توګه یې وکړای شول چې د جنوبي چين تر ټولو غښتلی هيواد شي.کله چې د استاد کنفوسیوس نړۍ ته راغلو د چو هيواد وو، سره په جګړه کې و، تر څو و کړای شي چې پر جنوبي چين برلاسی شي. دا د ۵۰۶ کال نه مخکې له ميلاد نه د چو پر هيواد بريد و کړ. او کابو ټوله پاچاهي یې و نړوله، خو چو و کړای شول چې له دې حملې وروسته خپل ژوند ته دوام ور کړي، خو په پایله کې د چين په لویه امپراطورۍ بدل شو)))
په دې وخت کې د کنګ یو په نامه یو وزير رښتنی واک په لاس کې درلود. ګنګ کنفوسیوس ته پېسې ور کړې او له هغه یې و غوښتل چې ورته لارښوونه و کړي. تر څو دا وزير په یو مانا د کنفوسیوس په نظر عالم نه وو، له استاد نه یې لږ قدر و ليدو. کنفوسیوس ويلي وو(( کنګ یو په پوه عالم مين و، او له ځانه یې له ټيټو خلکو په پوښتنه کولو نه شرميده)) کنفوسیوس ډېر ژر پوه شو چې کنګ یو تر ټولو دېر په قدرت مين وو له اداب پېژندنې نه کله دې وزير له کنفوسیوس نه د نظامي مبارزې د لارښوونې غوښتنه و کړه، استاد له ده سره د مرستې کولو نه ډډه و کړه او تصميم یې و نيولو چې د وې ښار پرېږدي. په هماغه وخت کې د لوله هيوادنو پېغام را ورسيدو. د جي د کورنۍ حکمرانو له کنفوسیوس نه غوښتي و چې خپل ټاټوبي ته لاړ شي. په دې توګه لس کلنه سر ګرداني ختمېدو ته نږدې کيده.
اېمان
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.