لیکنه: سردار ولي پښتون زوی
د فېسبوک اړوند نوې څېړنه
پر فېسبوک بنديزونه هسي خو د نړۍ په هر هيواد کي څه ناڅه سانسور وي خو ځيني هيوادونه بيا فېسبوک ته د کرکي خپرولو د اسانه لاري په سترگه گوري، په دې هيوادونو کي هند، پاکستان، ترکيه تر نورو ټولو د مخه دي، چي په زرهاوو پاڼي پکښي بندي او د کاله په لکونو انځورونه له مينځه ځي، په دې اړه د تېر کال له شمېرو څخه ښکاري چي پنځه زره پاڼي هند، دوه-دوه زره پاڼي پاکستان او ترکيې بندي کړي دي، په دې اړه د فېسبوک ادارې يوه بله پاڼه جوړه کړي چي پکښي د تورليست پاڼو نور مالومات سته، وه گورئ!.
فېسبوک يا زموږ عمل نامه
پخوا به د ځينو خلگو اند ( نظر/رايه ) ډېره په گرانه ښکاره کېده،يا به تر مرگه نه سوه ښکاره خو د ټولنيز رسنیو په تېره د فېسبوک په مټ د هر چا اند ډېر ژر پېژندلای سې، په فېسبوک کي د یوه مطلب خوښول د انسان جنسي، سیاسي او مذهبي نظر ښيي او ان د انسان د پوهي ښکارندويي ئې کولای سي. څه موده د مخه يو ايراني ځوان د کوزدې په نيت د يوې نجلۍ پلار ته مرکه وکړه، د نجلۍ پلار د هلک د فېسبوک پاڼي ته ولاړ، هلته ئې د هلک خوښوني، ملگري، ځيرکتا، استدلال… وکتل، له څو شېبو وروسته ئې مرکه ځکه جواب کړه چي د هلک شخصيت ئې په نظر ډېر ټيټ ورغی. د کېمبریج پوهنتون څېړونکو د ځانگړو څېړنیزو سیستمونو په کارولو د فېسبوک دکاروونکو د مذهبي، سیاسي، قبایلي او جنسي نظر اټکل کړی دئ، په دې څېړنه کي ۵۸۰۰۰ رضا کارانو برخه اخیستې ده، چي اټکل ئې په حيرانوونکې توگه ډېر دقیق راختلی دئ. دغو رضاکارانو نه یوازي په فېسبوک کي د مطالبو د خوښولو چاره ترسره کړې بلکې د خپل شخصیت معلومولو ازمېښت ته هم چمتو سوي وه، د دوی د شخصیت د ازمایښت نتایج په فېسبوک کي د دوی د خوښولو له مطالبو سره پرتله سوي او څېړونکي خپلو پایلو ته رسېدلي دي. په دغه څېړنه کي د سړو جنسي تمایل په سلو کي ۸۸ ، ۹۵٪ قبایلي تړاو، ۸۵٪ ۸۲٪ مذهبي،٪۴۹ سياسي تړاو درلود.[۳]
د فېسبوک ذهن !
دا خبره ښايي اوس زړه وانه خلي چي فېسبوک موږ په ډېره اساني سره پېژني، کله که مو فکر کړی وي چي هر چاته څنگه او ولي د هغه له پوهي، پېژندني، چاپیريال، انتخاب ان سويې… سره سم ملگری، اعلانونه، سيمي… راځي؟ ښايي تاسي داسي فکر وکړئ چي دغه په ملينونو خلگ فېسبوک له سره تر پښو پېژني؟! فکر مه خرابوئ په دې اړه تر څو ورځو د مخه نړۍ هم نه پوهېده، چي څنگه خبره ده .څه وخت د مخه په ايف ۸ غونډه کي د فېسبوک ادارې له دې رازه پرده پورته کړه چي د « ارټيفيشل انټيلي جنس » په نامه داسي پروگرام/سافټوېر لري چي هغه د فېسبوک کارونکي نيوزفيډ ډېر ژر تر نظر باسي د هغه د ليکنو، ويډيو، انځورونو… مخ و شا ( سياق و سباق ) په نظر کي د همېشه د پاره وساتي او هغه ته د هغه پر طبعه برابر داسي څه مخته-مخته کوي چي هغه ئې غواړي او ورته مېلان لري، دا سافټوېر تر اوسه ۴۸۷ ذهنيتونه پېژني او ښايي په راتلونکي لسو کلو چي ئې دوه زره ته پورته کړي.
فېسبوک او څارگري ادارې
د ويکي ليکس پاڼي بنسټگر’جولين اوسانچ’ وايي: “.. فېسبوک د نړۍ تر ټولو جاسوس ترين وسيله ده، چي په نړۍ کي ئې بېلگه نسته، هر کس چي د ځان او خپلو ملگرو نومونه او مالومات پکښي ځای پر ځای کوي بايد پوه سي چي دا هر څه ئې په استخباراتو کي ثبت کړل، ښايي په څو ثانيو کي بيا د امريکا په مرکزي څارگري کي تخته سوي وي. د ده په وينا، فېسبوک که څه هم وړيا پاڼه ده خو د نړۍ د څارگرو لو دستگا هم ده چي د نړۍ په وړاندي فېسبوک يو لوی اوزار هم بلل کېدای سي..” ويل کېږي چي هغه تبصرې چي تر پنځو تورو واوړي، او فېسبوک کي تر لیکلو وروسته لس دقیقې پاته سي، فېسبوک شرکت یې په خپلواک ډول له ځانه سره ساتي. دا اوس د امريکا، چين، اېران او برتانيې تر مابينځ د انټرنټي غلاوو سخت جنگ روان دئ، د دوو سترو انټرنيټي شرکتونو، گوگل او فېسبوک مشرانو لیري پیج او مارک زوکربرگ له دې خبري نټه کړې، چي گوندي شرکتونو یې د امریکايي استخباراتو د څار په پروگرام کي برخه اخېستې. له بله پلوه ټاکل سوې چي د برتانیې د څار اداره جي سي اېچ کیو یوې پارلماني کمېټې ته د هغو تورونو په اړه سپیناوی وکړي، چي د امریکا د څار د یاد سوي پروگرام پر مټ یې د مخکښو انټرنيټي ادارو لکه فېسبوک او گوگل له منځه په پټه مالومات راټول کړي دي. د برتانیې وزیران اوس تر فشار لاندي دي، چي هغه ټول مالومات ډاگیز کړي، چي د یادي همکارۍ په اړه یې لري.
دوهمه برخه – څلورمه برخه
له هریرود مجلې څخه هریرود علمي، مالوماتي، تاریخي او کلتوري مهالنۍ مجله ده چې په هرات کې د سپينې ادې ادبي او کلتوري ټولنې لخوا خپریږي. د مجلې د ترلاسه کولو لپاره په دې شمېره اړیکه نیولای شئ: 0708662966
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.