لیکنه: سردار ولي پښتون زوی
د نړۍ د اولسونو نژدې کېدل: د فېسبوک تر ټولو لو گټه دا ده چي سرحدات، بنديزونه او رواجونه ئې ټول له مينځه يوړل، همدې کار د نړۍ اولسونه ډېر سره نژدې کړل. له یوې خوا په فېسبوک کي پراخ شتون او له بلي خوا چېټ باکس او د فېسبوک نوري ډول-ډول اسانتیاوي د دې لامل سوې، چي د خلکو ترمابينځ واټنونه لري کړي.
د ليکني د فرهنگ عامېدل: ډېر داسې ځوانان ول، چي له مطالعې سره یې چنداني اړخ نه لگېده خو د فېسبوک کارېدو ځوانان اړ کړه چي لنډي او مختصري کرښي وليکي، همدا رنگه بايد د ځانه د دفاع د پاره تر ډېره په هره برخه کي ځان ته دلايل ولري. ان داسي نامتو ليکوالان زه پېژنم چي د فېسبوک په مټ پاخه ليکوالان سوه.
پر ځان نيوکه منل: په افغانانو کي چي يو شی کم دئ هغه زغم دئ. زموږ ټولي ناخوالي له دې کبله دي چي يو د بل پر وړاندي زغم نه لرو. خلک داسي دي چي څومره يي له يو بل سره اړيکي زياتېږي، هومره ئې زغم پياوړی کېږي، خو افغانان بيا دا ډول خلگ نه دي او نيوکي ته د د ښمنۍ په سترگه گوري، مگر فېسبوک د نيوکي کولو ته بل رنگ ورکړ، نن موږ وينو چي په ټولنه کي دې بدلون ته تر ډېره فېسبوک لار اواره کړه، وينو چي یو څوک د خپل مخالف لوري نظریات په سړه سینه اوري او منطقي رد پر کوي.
په سياسي خبرو کي ونډه: پخوا به رسنۍ ټولي په گوندو پوري تړلي وې، هيچا هم د دوی خلاف ږغ نسوای پورته کولای، اما فېسبوک هرگډونوال ته په بحثونو کي پراخ گډون اړين کړ، چي د بحث لپاره مطالعه وکړي، تر څو له خپل دریځه ملاتړ وکړي او نورو ته منطقي دلایل وړاندي کړي.
پر خپل ځان تکيه کول: څرنگه چي په فېسبوک کي هر سړی ليد لوری لري نو هرکس کوښښ کوي چي د خپل ځان هنر پيدا کړي او په همهغه برخه کي له نورو سره خپل ځان سم کړي، او د خپل ځان پټ استعداد ښکاره کړي.
له دولت سره ځان نژدې کول: دا څو میاشتي مخکي، یو فېسبوکي کوم ناروغ بغلان کي روغتون ته وړی و. هلته د ډاکټرانو چلن ښه نه و. دې فېسبوکي دا مسئله پر خپل دېوال ځړولې وه. د بغلان والي چي په فېسبوک کي و، دا ځړونه لوستې وه له دې کس سره ئې اړیکه نیولې وه او د روغتون مسئولینو ته ئې لارښوونې کړي وه. دا د فېسبوک ډېره پر ځای گټه وه. یا سربېره پر دې نن په فېسبوک کي ډېر چارواکي خپل حسابونه یا پاڼې لري. هر څوک کولای سي، هر چارواکي سره خپله ستونزه شریکه کړي. چارواکو ته لاسرسی فېسبوک ډېر ساده او ارزانه، بلکي وړیا کړی دی. [۱]
په فېسبوک کي د ځانوژني د مخنيوي نوې لار: د څښتن تعالْی شکر دئ چي زموږ ټولنه د ځانوژني له بدمرغۍ خلاصه ده، خو په پرمختللو هيوادو کي د ځانوژني کچه ډېره پر مخ ځي، همدې ته په پام سره فېسبوک يو داسي ټولنه چي په هغه کي په سلهاوو ارواه پوهان د نړۍ هغه شکمن فېسبوکي کسان څاري چي په ليکنو يا خوښونو کي ځانوژني ته ميلان پيدا کوي، له دې وروسته د فېسبوک اداره دغه کس ته خورا په ورين تندي هغه څه مخته کوي چي انسان له ځانوژني وساتي، فېسبوک يوه بله اړيکپاڼه هم جوړه کړې ده چي د دغسي کسانو په اړه بايد د هغه ملگري خبرتيا ورکړي چي په لنډ وخت کي ئې فېسبوک تر نظر لاندي ونيسي، په امريکا کي په دې اړه يو افشن هم سته چي د پوست پر سر ښي اړخ ته د ډراپ ډاون د ريبورت و څنگ ته دئ.په دې اړه دغه پاڼه ستاسي سره مرسته کوي، وې گورئ!
ژورناليزم: د ژورناليسټانو لپاره پر يوې موضوع د خلکو نظر معلومول ډېر گران او گټه ور وي، په تېره د ورځپاڼو او د وېبپاڼو لپاره. دې چاري ته فېسبوک داسي زمينه برابره کړه چي پخوا ئې چا تصور لا نسوای کولای، اوس په دې لاره ډېر هغه خلک چي د ليکوالۍ جوهر لري په دفتر کي ناست پوښتل کېدای سي، او په دې رنگه خلگ هم هڅول کېږي او د ده لوستونکي هم ورسره ډېرېږي.
د لویو خلگو سره مخالفت کول: پخوا به ځوانانو د شرم او حيا د امله ډېري خبري که څه هم ناسمي به وې منلې، خو فېسبوک دا هر څه پردې څيري کړې، او له هر چا سره بحث څه چي مخالفت یې هم اسانه کړ. دا کار په مشرانو یا پوهانو کي غرور او بېکچي ځان باوري له منځه وړي. د ځینو نرگسیت دومره لوړ وي، چي اصلاً دې ته چمتو نه وي، چي څوک دي ئې نظر وننگوي. دا اسانتیا هم بېله شکه چي فېسبوک رامنځته کړه.
لنډې مطالعې ته هڅونه: ځینې فېسبوکیان د فیلسوفانو او پوهانو لنډي او له معنا ډکي خبري په ډېره ښه بڼه ډیزاینوي، چي د هر چا پام ورگرځي او لولي ئې. دې چاري د مطالعې د کلتور په خپرولو کي ډېره گټه کړې ده. هغوی چي یو مهال يې هيڅ مطالعه نه کوله، نن ډېري اوږدې او تفصلي لیکني لولي او که یې اړتیا وه، خپله تبصره پرې کوي.
د فېسبوک تاوانونه
دا منل سوې خبره ده ټکنالوجي چي څنگه ستونزي هواري، خو ځيني ستونزي زېږيي هم، د فېسبوک په اړه ډېري څېړني سوي دي چي پکښي ځيني مضر ځايونه په گوته سوي لکه: د پرېشانۍ ډېروالۍ، له نورو جلاکېدل/ ځان له نورو انسانانو بېلول،کينه، پر ځان نه ډاډ، تل ځان د يو چا د نيوکو په وړاندي بلل، د خوراک نه مهال وېش، د سپورټ يو مخ پرېښوول او داسي نور، خو لاندي ئې د سر ستونزي دي.
د وخت بې ځايه تېرول: د یوې سروې له مخه د امریکا هر وگړی خپل ۲۰٪ وخت په فېسبوک مصرفوي، په دې اړه د فلوريډا سټيټ پوهنتون استاد ( پامېلا ) پر ۹۶۰ ځوانو نجونو او هلکانو په زړه پوري څېړنه کړې چي هغه کسان چي په ۲۴ ساعته کي يو يا دوه ساعته فېسبوک کاروي او هغه کسان چي په ۲۴ ساعتونو کي ۲۰ ساعته فېسبوک کاروي، لومړي کسان چي لږ فېسبوک کاروي ښه بدن، ښه تول( وزن) منظم خوراک او ښه رنگ لري، همدا رنگه دغه کسان په خبره تر دوهم گروپ ښه رسېږي، منگر دغه دوهم گروپ په ډېره چټکۍ سره تول له لاسه ورکوي، خوراک پر وخت نسي کولای،زړونه ئې تل تنگ او خسته وي، همدارنگه ښکاره سوه چي د ډېر فېسبوک کارول ښځي کوي، ښځي کوښښ کوي چي په بېلابېلو بڼو کي خپلو انځورنو ته کمنټ او لايکونه پيدا کړي.
د طلاق ډېرېدل: په دې ورستيو کي د انگستان يوې سروې وښوول چي په سلو کي ۳۵ طلاق د فېسبوک له امله تر سره سوي دئ، ځکه چي له هره اړخه خپل لوري تر څار لاندي وي، ان ډېر وخت داسي سوي چي پر يوه لايک هم طلاق اخيستل سوی دئ.
درغلي/خطا ايستل: په انټرنيټ کي داسي کمپنۍ سته چي که څوک وغواړي د مشتريانو شمېره يې زياته سي نو د پيسو په بدل کي ئې ور ډېره وي داسي چي څوک په فېسبوک کي په خبرو بوخت وي او خپل پېغام ورلېږي نو هم هغه وخت د ”«کليک» سره د ده له خوا د ځينو شرکتونو توکي خوښ يا « لايک» سي.
بيا ناببره د يو «شامپو» خوښونکو شمېره ميلينونو ته ورسېږي چي هغه شرکت ئې پخپل اعلان کي هم کاروي. کوم خلک چي د انټرنيټ د لاري د کور سودا کوي، هغه چي دوني لوړي شمېرې و ويني نو فکر کوي چي هغه شامپو به ډېر ښه وي او اخيستل ئې ضرور گڼي، په دې ډول په سلگونه نوري درغلۍ سته چي ان ډېر ناوخته هم خلگ نسي په پوهېدلای.
د مذهب په نامه تور بازار: که فېسبوک ته پام وکړو هره ورځ په لسگونه حيرانونکي انځورونه؛ لکه پر هندوانه، حيواناتو، ونو… د الله نومونه ښکاره سوي، همدا رنگه په عیسوي ټولنه کي پر همدغه هندوانه، حيواناتو، ونو او نورو د صليب نښه انځور سوې وي چي په دواړو ټولنو کي ئې د فېسبوک ډلي ته ډېري گټي کړي، دا کار د فېسبوک د ځيرکو ځوانانو لخوا پداسي ډول تر سره کېږي چي تر ډېره خلگ ورباندي شک نه کوي، له همدې امله فېسبوک لرونکي خلگ تر سل ميليونه وا وښتل!؟.
بې لاري: د فېسبوک په راتلو سره ناقانونه کارونه ډېر سوي دي لکه لڅ فلمونه، غېرقانوني دواوي، نشي توکي، وسلې او داسي نور چي فېسبوک وال ئې په خوښوني ( لايک ) شېريکولو او نورو لارو پرمخ بيايي او وده ورکوي. په دې کي د لڅو فلمانو کتل تر ټولو کرغېړن کار دئ، په لوڅو فلمونو روږدتیا د نوو ځوانانو ډېر وخت نیسي چي پدې سره د هغوی د شخصیتي، ټولنیزي او پوهنیزي ودي مخ نیول کېږي.
ځان بدلول: د فېسبوک بله ستونزه دا ده چي پکښي ځيني خلک د منفي هدف لپاره په بدل نامه اکاونټ يا حساب خلاصوي. د پښتنو په ځينو کړيو کي هم د فېسبوک په يو معمولي بحث يو بل ته ښکنځل او بد و رد ويل عادي خبره ده چي په دې وخت ډېری اکاونټونه په پردي نامه وي ، دا ځکه چي کاروونکي يې زيات وخت ځوانان وي چي د بل د دليل اورېدو حوصله نه لري. □ شخصي حريم:د نوي ټکنالوجۍ د چټک پرمختگ او د خلکو ترمنځ ئې ناسمه کارونه د دې سبب کېږي، چي د خلکو شخصي حریم تهدید سي، دې ناسمي کاروني د اسلامي، قانوني او اخلاقي اصولو خلاف زموږ ټولنه له سختو ستونزو سره مخ کړې ده، تاسي به ليدلي وي چي د خلکو د ودونو، محفلونو او شخصي مجلسونو زیاتي ویډیوي دباندي راوځي، چي په ځینو حالاتو کي دا د کورنیو شخړو، طلاق او حتی له وژنو سره ملگري وي.
د پوښتني نه کول: د خپلو ملگرو د روغ ناروغ پوښتنه کول زموږ د کلتور يوه غوښنه برخه ده خو د فېسبوک په راتگ سره پوښتنه بيخي له مينځه ولاړه، ځکه چي وای په فېسبوک کي ئې په حال خبر يم، نو پوښتني ته ئې څه اړتيا ده، يا دا چي که څه ستونزه او يا خوشالي وه نو ملگری/دوست مي خپل حال په فېسبوک کي ليکلي، په دې ډول د پوښتني کلتور يو مخ له مينځه ولاړ.
پر مطالعې د فېسبوک منفي اغیزي: په نړۍکي مطالعه مخ پر ټولېدو ده، خو څرنگه چي فېسبوک دا کار نور هم ورک کړ، ډېري اندېښنې دي چي ښايي خلگ دي په راتلونکي کي دوه ساعته مطالعه هم ونکړي. ښايي راتلونکي نسل په فېسبوکي نسل ياد سي.
نورې برخې هم لري.
لومړۍبرخه – دریمه برخه
له هریرود مجلې څخه هریرود علمي، مالوماتي، تاریخي او کلتوري مهالنۍ مجله ده چې په هرات کې د سپينې ادې ادبي او کلتوري ټولنې لخوا خپریږي. د مجلې د ترلاسه کولو لپاره په دې شمېره اړیکه نیولای شئ: 0708662966
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.