لومړيتوب
اسلام
انجينیري
اقتصاد
اروا پوهنه
ټولنپوهنه
حقوق
روغتیا
ژورنالیزم
سياست
فلسفه
کرنه او مالداري
تاريخ
ادب
ادب
ژباړه
لنډې کیسې
ځنځیري لیکنې
ځانګړې لیکنې او پیغامونه
په سوژه پسې لټون
10 years ago
نیکه بیا را ژوندی سو
10 years ago
ویکتور ماري هوګو
10 years ago
View all
View all
View all
View all
View all
ژوند او بریالیتوب
مديريت او رهبري
چاپېريال
ساینس او ټکنالوژي
د یوه پیاوړي مدیر اووه نښې
- 10 years ago
په دې ځان پوه کړه، چې څه وخت مو د دفتر دروازه بنده کړئ!
- 10 years ago
هغوی چې د هر څه په اړه معلومات لري، ورسره ملګري شئ!
- 10 years ago
اضافه والی له منځه یوسئ او لومړیتوب رامنځته کړئ!
- 10 years ago
View all
View all
View all
ښوونه او روزنه
سکالرشيپونه
ماشوم روزنه
انځورګري
سپورت
نړۍ او سیمه
نړیوالې څېرې
همکارلیکوال
د نن څېرې
همکارلیکوال
کتـابتون
مجلې
کتابتون
اړیکه
د لیکنې لېږل
د لومړیتوب تګلاره
لارښود
د خبراوي فورم
Menu
لومړيتوب
اسلام
انجينیري
اقتصاد
اروا پوهنه
ټولنپوهنه
حقوق
روغتیا
ژورنالیزم
سياست
فلسفه
کرنه او مالداري
تاريخ
ادب
ادب
ژباړه
لنډې کیسې
ځنځیري لیکنې
ځانګړې لیکنې او پیغامونه
ژوند او بریالیتوب
مديريت او رهبري
چاپېريال
ساینس او ټکنالوژي
ښوونه او روزنه
سکالرشيپونه
ماشوم روزنه
انځورګري
سپورت
نړۍ او سیمه
نړیوالې څېرې
همکارلیکوال
د نن څېرې
همکارلیکوال
کتـابتون
مجلې
کتابتون
اړیکه
د لیکنې لېږل
د لومړیتوب تګلاره
لارښود
د خبراوي فورم
Log In
Remember Me
Lost your Password
Home
ځانګړې لیکنې او پیغامونه
شفتالو او د هغه روغتیایي ګټې
شفتالو او د هغه روغتیایي ګټې
Posted By:
عطا محمد میاخېل
on:
November 09, 2015
In:
ځانګړې لیکنې او پیغامونه
,
روغتیا
Print
Email
لیکوال : عطا محمد میاخېل
شفتالو چې علمي نوم یې
Prunsu Persica
او په انګلیسي کې ورته
Peach
وایي، میوه یې اوبه لرونکې، خوږه او د مېوې پوستکی یې ژېړ بخملي دی، په منځ کې یو زړی لري، چې د مېوې په واسطه احاطه شوی دی، زړی یې تریخ او د خوراک وړ نه دی .
شفتالو ډېره ښکلې او د ډېرو ښاخونو لرونکې ونه لري، چې د ونې لوړوالی یې ۵ مترو ته رسېږي، پاڼې یې اوږدې بیضوي ډوله، چې څنګونه یې ارې ته ورته شکل لري . سره او سپین ګلان لري، چې د پاڼو له غوړېدو مخکې راڅرګندېږي، په دې ترتیب ونې ته یوه ځانکړې ښکلا وربښي . له بده مرغه د شفتالو ونه ډېر دوام نه کوي او عمر یې ۱۵ تر ۲۰ کلونو پور دی، له دې مودې وروسته له منځه ځي .
د شفتالو د پیدایښت ځای په سمه توګه نه دی څرګند، خو د ځینو په باور دې ونې له ډېرې لرغونې زمانې راهیسې په چین هېواد کې شتون درلوده او له هغه ځایه یې د نړۍ نورو سیمو ته لاره پیدا کړې ده .
په ټولیزه توګه، په نړۍ کې د کال ۷ میلیونه ټنه شفتالو تولیدېږي، چې د نړۍ تر ټولو ستر تولیدونکي هېوادونه یې عبارت دي له : چین، ایټالیا، امریکا، یونان، فرانسه، ایران، ترکیه، اسپانیا، چیلي او ارجنتاین .
شفتالو په طبیعي ډول سوړ مرطوب دی، چې په ترکیب کې یې د
PP
،
B6
،
B2
،
B1
،
A
او
C
پر ویټامینونو سر بېره، یوه لږه پیمانه پروټین او شحمیات هم لري .
معدني مالګې یې دادي : پوټاشیم، کلسیم، منګانیز، مګنیزیوم او، اوسپنه. شفتالو د ټولو انسانانو له پاره ښه دي، وینه له یوریک اسید څخه پاکوي. د ډیابټ ( شکرې ) ناروغانو ته هم شفتالو توصیه کېدای شي، د ینې د ناروغانو له پاره ګټور دی، یخ مزاجه وګړي باید د شفتالو په خوړو کې منځلاري واوسي، ځکه چې د اعصابو او د بدن د عمومي کمزورۍ لامل یې ګرځي او اشتها یې کموي، د دې نیمګړتیاو د لرې کولو له پاره یخ مزاجه وګړي له ګبینو یا زنجیبلو څخه ګټه اخیستلای شي . دغه راز دا میوه د ډېرو اوبو او پېچلو کاربوهایدریتونو د لرلو له کبله ورزشکارانو ته هم ډېره ګټه لري، ځکه چې د اوږدو تمریناتو له پاره یې بشپړه انرژي چمتو کوي .
د شفتالو مېوه نرم سلولوز لري، قندي او نشایستوي مواد یې په ډېرې آسانۍ هضمېږي، نو له دې امله له هرې معدې سره همغږي لري او په معده کې باد نه رامنځته کوي .
په هر ۱۰۰ ګرامه شفتالو کې لاندې مواد شتون لري :
۱ ـــ اوبه …………………………
……….. ۸۸ ګرامه
۲ ـــ انرژي …………………………
…….. ۳۵ کالوري
۳ ـــ ویټامین بي یو ……………………….. ۰/۰۲ ملي ګرامه
۴ ـــ فاسفورس …………………………
…. ۱۷ ملي ګرامه
۵ ـــ ویټامین بي دوه ………………………. ۰/۰۵ ملي ګرامه
۶ ـــ پوتاشیم …………………………
……. ۲۰۰ ملي ګرامه
۷ ـــ ویټامین بي درې …………………….. ۱ ملي ګرام
۸ ـــ کلسیم …………………………
…….. ۸ ملي ګرامه
۹ ـــ ویټامین سي ………………………… ۷ ملي ګرامه
۱۰ ـــ اوسپنه …………………………
…. ۰/۵ ملي ګرامه
۱۱ ـــ نشایسته …………………………
. ۹ ګرامه
۱۲ ـــ ویټامین اې ……………………… ۸۸۰ یونټه
۱۳ ـــ پروتین …………………………
. ۰/۹ ګرامه
۱۴ ـــ شحمیات ……………………….. ۰/۳ ګرامه
۱۵ ـــ فولاد …………………………
… ۰/۴ ملي ګرامه
۱۶ ـــ قندونه …………………………
.. ۸/۴ ګرامه
۱۷ ـــ ویټامین جي ……………………. ۸ ملي ګرامه
۱۸ ـــ کاربو هایډرېټ …………………. ۱۲ ګرامه
۱۹ ـــ فولیک اسید …………………….. ۴ مایکرو ګرامه
۲۰ ـــ فیبر …………………………
….. ۱/۵ ګرامه
د روغتیا پالانو ( ډاکټرانو ) له لید لوري شفتالو ډېر ګټې لري، چې په لاندې توګه پرې رڼا اچول کېږي :
ـــ که چېرې له خام شفتالو څخه ګټه واخیستل شي، نو اشتها ډېروي .
ـــ د وینې د جوش، د صفرا جوش، درد او بواسیرو د مخنیوي له پاره په کار وړل کېږي .
ـــ تنده له منځه وړي .
ـــ د شفتالو ځوښه د بدن چنجیان وژني.
ـــ د شفتالو د زړي تېل د غوږونو درد له منځه وړي .
ـــ د شفتالو د زړي ژوول غاښونه تېره کوي.
ـــ د شفتالو د وچو پاڼو له لوګي څخه ماران تښتي .
ـــ شفتالو ډېر فاسفورس لري، نو له همدې امله د عصبي سیستم په ساتلو او د عصبي اختلالاتو په درملنه کې رغنده رول لوبوي .
ـــ شفتالو ډېرې اوبه لري، نو له همدې امله ادرار زیاتوي .
ـــ شفتالو کولمې وینځي او د غټې کولمې د موجي حرکتونو سبب ګرځي .
ـــ شفتالو د خولې بد بوی له منځه وړي .
ـــ شفتالو د بډوډو د تودوخې په راکمولو کې اغېزمن رول لوبوي .
ـــ شفتالو په ګرم مزاجه کسانو کې د جنسي ځواک د پیاوړتیا سبب کېږي .
ـــ شفتالو ښکلې مېوه ده او له هغه څخه کولای شو، چې د پوستکي په ښکلا او ځوانېدو کې ګټه واخلو، د دې کار له پاره شفتالو سپین کړئ او د خپل پوستکي پرمخ یې کېږدئ او ۲۰ دقیقې وروسته خپل پوستکی په اوبو ووینځئ .
ـــ د شفتالو اوبه امیندوارو ښځو له پاره ډېرې ګټورې دي، له امیندوارۍ څخه را پیدا شوې ستونزې، لکه د سهار له مخې ستړیا، له منځه وړي، که چېرې امیندوارې ښځې شفتالو وخوري او یا یې اوبه وڅکي نو اولاد به یې ډېر ښکلی وي .
ـــ د شفتالو دم کړی ګل یا پاڼه، توره ټوخله له منځه وړي .
Previous
لس تاريخي دروغ او تېروتنې
Next
تاج محمد تمکین
About the author
عطا محمد میاخېل
Related Articles
د ګلپي ګټې او ځانګړنې
October 26, 2016
د امروت روغتیايي خواص
October 24, 2016
د وينا فن
October 23, 2016
د پاڼې ټول حقوق د
لومړيتوب
له اداري ډلې سره خوندي دي.
Desktop Version
Mobile Version