لیکنه: نصیر ریښتین
کونړ د هیواد په ختیځ کې پروت غرنی ولایت دی چې د ښکلو طبېعي منظرو او بې ساري لرغونو اثارو، تاریخي موقعیت، څپانده سیندونو، زړه راښکونکو ځړوبيو، شینکي باغونه، خوړونو او شنو ځنګلونو په درلودلو سره د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره یوه مناسبه، زړه راښکونکي او د لیدو وړ سیمه ده.
د هندوکش د لړیو په ځنګلونو پوښلي د غرونو لمنې او سرونه، اوړی او ژمی په واورو پټ وي. په تیره بیا د اسمار دره او د پیج دره چې تر نورستانه رسي د سیاحت لپاره خورا په زړه پورې ځایونه لري.
کونړ د ګاونډي هیواد پاکستان سره اوږده غزیدلی پوله لري، ډیری وختونه د همدغې پولې له لارې ورانکاې راوړي او دغه طبېعي ښکلا بدرنګه کوي او له کرکې یې ډکوي، که چېری حکومت د امنیت په برخه کې اساسي اقدامات وکړي، لري به نه وي چې دا سمسوره سیمه د نړۍ د مشهورو سیاحتي ځایونو ریکاډ مات کړي، کورني او بهرني سیلانیان به ورته رامات شي او دا کار به په اقتصادي لحاظ هم یو ارزښتناک ګام وي.
په هېواد کې وروستیو جنګونو له مونږ نه دا هر څه هیر کړي دي، هیڅوک هم ددې خورا اقتصادي منبع په اړه څه نه وایي.
د کونړ ښکلې درې او سردرې نڅیدونکي مست او سندریز سیندونه له شرهار ډک ځړوبي، یخي چينې، د ډول ډول مرغانو ښکلي اوازونه او خوږې اوبه سړې ته دا محلي سندره ورپه زړه کوي.
راځه چې ورشو، په تا به وینم د کونړ شینکي باغونه چینې دي یخي، ښایسته درې دي پکی لګي یخ بادونه
سیاحت (ټوریزم) چې په ګرده نړۍ کې ملیونونه مینه وال لري او د اکثرو هیوادونو ستره اقتصادي منبع بلل کیږي چې له همدي لارې زیاته برخه بودیجه پیدا کوي، خو مونږ لا تراوسه پدې نه یو توانیدلي ترڅو په خپل هیواد کې هم د نورې نړۍ په څیر شرایط د سیاحت لپاره برابر کړو.
[layerslider id=”4″][layerslider id=”4″][layerslider id=”4″][layerslider id=”4″][layerslider id=”4″]
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.