لیکنه: مرتضی وردګ څرنګه چې ښوونه او روزنه د انسانانو د جوړونې او رسیدنې لامل ده. ځکه چې ماشوم د زیږون په مهال کې د ماشوم ناتوانايي او ضعیف ټولو ته روښانه وي، چې له ښوونې او روزنې پرته بل څه کړی شي چې یو ناتوان انسان په یوازې ډول د بالغ ، توانمن او د انساني ځانګرونو لکه کرامت، غیرت،درناوی، ځوانمردي، شجاعت، دوستی، حکمت، عدالت او عمل درلودنکی کړي؟ یوازې ښوونه او روزنه ده چې په یوه سالمه انساني ټولنه کې انسان په ذکر شویو ځانګړنو برابروي. که انسان ونه روزل شي او یا له ټولنې لازمې زده کړې ونه کړي نه تنها چې یادې شوې ځانګړتیاوې به پکې ښکاره نه شي بلکي نور اعمال او کړه وړه به یې د نورو حیواناتو په څیر ابتدايي او غریزیی پاتې شي. د هغه وحشي ماشوم داستان چې له انسانی ټولنې ليرې په ځنګل کې لوی شوی وو راښيي چې زده کړه په انساني ټولنه کې د انسان په انسانيت، شخصیت جوړونه او په چارچلن کې ډیر مهمه ده او ښوونې او روزنې نه بغیر به وحشت او بربریت په تمدن او مدنیت غلبه وکړي. په هر حال که ښوونه او روزنه کټ مټ ژوند وبولو او په نشتون یې د ټولنیز ژوند ادامه ناشونې یا ستونزمنه و ګڼو نو ښوونه او روزنه ډیرې کټې او اهمیت لري چې دهغو پیژندل او یادول یو لوی کار دی خو موږ په لنډ ډول یې ځینو ګټو ته اشاره کوو. د ښوونې او روزنې فردي اهميت کولای شو چې ښوونه او روزنه د جمال او کمال لوړې کچې ته د روح د رسیدو وسیله او د شخص د نیکبختۍ لامل و بولو د ښوونې او روزنې تر سیوري لاندې سړی یو واقعي انسان کیدای شي. ښوونه او رزونه ده چې په انسان کې پټ جوهر را ژوندی ،قوي او پیاوړی کړي ، د ذهن جوړنې او تفکر لامل وګرزي ، پنځوونکی، زړور او آزادي غوښتونکی کس ترې جوړ کړي، شخصي ژوند یې ورغوي اوټولنیز ژوند ته يې بهبود وبښي، روزنه د شخصیت بنسټ دی ، استعدادونه غوړوي ، د انسان د شخصیت هر اړخ روزي او د بشپړتیا مرحلې ته یې رسوي. انسان ته فرستونه مساعدوي او د عمل جامې ورآغوندي، همدارنګه د ارادې قوې ته یې لاقوي کوي او سړی اړ باسي چې د مخو په لور ګام واخلي،بدن پیاوړی کوي، فکر او زده کړې ته د تدبیر زمینه مساعد وي. د ښوونې او روزنې ټولنیز اهمیت که کس د ژوند او ټولنیز ژوندانه د بنسټ ډبره وبولو دې نتیجې ته رسیږو چې ددې ټولنې د هر غړي شتون د ټولنې په جوړښت کې اړین دی. د روزنې مسئله د ملتونو او ټولنو له لیدلورو او د سړي د چلن له ټولنې سره له اړخه ډیر اغیز لري، په داسې حال کې کیدای شي چې لوستي او هوښیارخلک د ټولنې په ژوند او برخلیک کې اغیزمن وي. کله چې سړی یا خلک تر ښوونې او روزنې لاندې نیول کیږي په حقیقت کې د ټولنې د وضع د بدلون هڅه کیږي چې په فردي او ټولنیز چلن کې بدلون راځي او بالاخره د ښوونې او روزنې اهمیت له ټولنیزه پلوه په دې اندازه د اهمیت وړ دی چې ډیرو لویو خلکو ته یې د غلامۍ له مرحلې نجات ورکړی او د آزادې او د کمالاتو څښتنان شوي دي او همدارنګه ددې جوګه کړی یې دي چې د ژوند نوي پړاو ته راوګرځي او خپلو او د نورو حقوقو ته درناوی وکړي او د ځان او نورو ټولنې ورغوي. د خپلواکۍ او آزادۍ په اخیستلو کې د ښوونې او روزنې اهمیت: هر څومره چې علمي روزنه د اخلاقي روزنې سره زیاته او پراخه وي او هرڅومره پوهه او ژور لیدلوري ولرو په همغه کچه به مو د سالم او سم انتخاب او ټاکنې قدرت پیاوړی وي او د ژوند او نیکبختۍ وړ لاره به وټاکلی شو. هر څوک چې د خپل برخلیک لپاره باخبره او مسئولانه عمل وکړي همغه سړی آزاد او مستقیل دی نه یو غلام او مجبور کس همدا دلیل دی چې ټولنې له واقعي خپلواکۍ او آزادۍ څخه برخمنې دي په همدې اساس دغه امتیاز ته دلاسرسي بله لار نه شته او یوازې کورنۍ او ټولنیزه ښوونه اوروزنه مو رسولای شي.له بله پلوه مطلقه آزادي او خپل سري هم آزادي نشو ګڼلی هغه بیا د انسان لپاره د حیواني زولنو پیلامه بللای شو چې دوې او کمال ته یې نه پریږدي. په نتیجه کې باید ووایو چې ازادي او خپلواکي یعني د ټاکنې مسئولیت، ځکه څوک چې آزاد نه وي مسئول به هم نه وي.د انسان طبیعي پرمختګ باید د نسبي آزادۍ او د اړتیاوو د ودې له بیلا بیلو پړاونو سره جوخته وده وکړي تر څو د جسم او روح تدریجی او طبیعي بشپړتیا په همغږي او متعادل ډول ثمر ته ورسیږي. په انساني ټولونو کې چې ښوونه او روزنه له مناسبې آزادۍ نه برخمنه نه وي زده کوونکی د ناسمې کړنلاره او ناوړه قید اوبند سره اسیر وی او د ښوونې او روزنې تر څنګ ډار، تنبه اوتهدید وي په دې حالت کې موږ باید ددې تمه ونه کړو چې یو آزاد، مسئول، فعال او لیوال کس دې ټولنې ته وړاندې کړو. بلکې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو حقیقي او طبیعي اړتیاوو ته د نه پاملرنې او د روزنې د اصولو نه مراعت کول به دوی ته د غلطې او ناسمې روزنې د برابرولو لامل شي. د انساني اړیکو له مخه د ښوونې او روزنې اهمیت: ډیر داسې متخصص خلک شته چې له خپلې وړتیانه په غیر انسانی لارو او د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي او په خپل دې عمل سره د ټولنې د خلکو جرړې باسي چې دا کار انساني اړیکو ته په لویه کچه زیان رسوي، کینه، بخل، ریا، بدبیني چل او درغلي چې د بد اخلاقۍ اساس ګڼل کیږي رواجوي او په نتیجه کې امنیت او آرامي له خلکو څخه اخیستل کیږي او خلک د یو او بل بدبین کیږي. ددې لپاره چې یو سالم انساني ژوند چې مینه، محبت، زړه سوی، صمیمیت او باور ور سره ولرو څه باید وکړو؟؟ ځواب دا دی چې پوهه، وړتیاوې او کار پوهیدنه اړین شرطونه دي مګر کافي شرطونه نه دي. په بل عبارت د تخصص او مهارت لرل مهم نه دي، مهمه دا ده چې خلک یو له بل سره څه اړیکه ولري. یوازې انساني سالمې اړیکې دي چې موږ ته خوښي، خوشحاله او سلامته اروا بښي. د ټولنې خلک په دې پوه شي چې د دوی اروايي او رواني سلامتیا یوازې د یو بل سره د اړیکو په سلامتیا کې ده. دوستي، درناوی، مسئولیت، زړه سوی او د انسانانو د حقونو درناوی کول او په ټوله کې انساني اړیکو ته وده ورکړي او د ټولنیز پیوندونو یادو لاملونو ځانګړنې چمتو کړي. دې نتیجې ته به ورسیږو دغه ټول یوازې د يوې ټولنې د خلکو لپاره د سمې روزنې له لارې تر لاسه کیدای شي او د يوې ټولنې سلامتيا تضمین او بیمه کوي. د ښوونې او روزنې اقتصادي اهميت: د نفس له زیاتیدو، ښار استوګنې، د کار دویش او نړیوالو اړیکو سره د ډیری خلکو اړتیاوې زیاتیږي اوهیلې یې پراخیږي. هغه هڅې او کوښښونه چې د ټولنې او خلکو مادي او اقتصادي اړتیاوو د پوره کیدو او ځواب ویلو لپاره کیږي، د خلکو د اقتصادي پرمختګ او د ودې موقع برابروي او ټکنالوژۍ ته چټک پرمختګ ورکوي کوم چې له چټکۍ او ځیرکۍ څخه برخمن وي خو له دې ټولو سره سره زده کړه ده چې جد او جهد کوي او د یوې ټولنې سوکالۍ ته لاسرسی پیدا کوي له څو ټاکلو زیرمو څخه ګټه اخلي چې د يوې ټولنې اقتصادي زیرمې دا دي: الف ـ خدای ورکړې طبیعي زیرمې: چې تر ځمکه لاندې شتمني لکه معدنونه، قیمتي فلزات، کاني ډبرې، تیل، ګاز او د ځمکې پرمخ زیرمې لکه ځنګلونه، څړځایونه، کښتونه، دریابونه، سندونه، هوا ، اوبه ………….. پکې شامل دي. ب ـ مادي شتمنۍ: نغدې پیسې، سره زر، سپین زر ، نور قیمتي فلزات او لاسي صنایع او داسې نور……….. ج ـ انساني زیرمې: مهارتونه، تخصص، دخلکو د پوهې کچه د ستونزو د ګټور حل لارو په ارایه کې، مدیریت او رهبري او نوښت چې ددې برخې اقتصادي اهمیت تر دوو یادو لاملونو نه ډیر مهم دي ،ځکه چې له هر ډول مخلوقه ښه ګټه اخیستنه په انساني پانګې پورې تړاو لري. نو ځکه په ښوونه او روزنه کې پانګونه د انساني قوې تخصص د کار وړتیا او مهارت( انساني پانګه) په اوږده وخت کې تر لاسه کیږي، بیړنۍ ګټې پکې کمې تر سترګو کیږي مګر د اوږدو او پراخو اقتصادي ګټو لرونکی وي . صحیح ښوونیز سیاست چې د ټولنې د هر وګړي پورې اړه لري د بیلا بیلو برخو متخصیصینو د روزنې له پلوه د ټولنې د اقتصادي توانايی نه هم انکار کولی شو. که د یوې ټولنې خلک د اهل کار خلک نه وي او په اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو( تولیدي فعالیتونو) کې اړینې وړتیاوې او زده کړې ونه لري د هغه ټولنې اقتصاد به مصرفي او وروسته پاتې بڼه ونيسي. د تولید کیفیت به یې خراب شي، او د اړتیا وړ توکي به یې ناسم او غیراقتصادي تولید شي. اقتصادي کمزورتیا بازار سړوي او ژوند سختوي لومړني مواد په کمه بیه صادریږي او مصنوعي توکي به ګران ډول را صادریږي. مګر په نننۍ نړۍ کې په ښوونه او روزنه پانګونه کول په هغه لګښتونه چې په دغه پانګونه کې کیږي، د ماهرو او متخصصې قوې د لاسته راوړنې په موخه اقتصادي پانګونه کڼل کیږي. وړتیا لرونکې قوې په ښه توګه کړی شي چې د تولیداتو کیفیت او کمیت ته پیاوړتیا ورکړي او اقتصادی سرچینې په ښه لوري برابرې کړي. یوازې مناسبه ښوونه او روزنه ده چې د وخت له اړتیاوو او ټولنې له احتیاجاتو سره همغږي لري ترڅو د تولیداتو اقتصادي لوړوالی تضمن کړي او صنعت ته اوږه ورکوي، له پرمختللې تکنالوژۍ ګټه اخلي، د ټولنیزې سوکالۍ زمینه برابروي، له محدودو او موجوده امکاناتو د ښې ګټې اخیستنې زمینه برابر وي، هیواد له وابستګۍ خواصوي، په ځان بسیا او خپلواک کوي یې او هیواد ته دا سرلوړۍ او ښکلاګانو زیری دي. د ښوونې او روزنې سیاسي اهمیت: په اوسني وخت کې تاریخي او سیاسي تجربې او د انسانانو هڅې په ټولیزه توګه ټولنیز انقلابونه او بدلونونه ښیي چې بشریت د آزادۍ او خپلواکۍ غوښتنونکی دی او ددې هدف د لاسته راوړنې په خاطر د خلکو حکومت پر خلکو یا په بل عبارت «مردوم سالاري» چې د انسانانو طبیعي، مدني او انساني حقوقو ته احترام کیږي او فردي او ټولنیز حقوق یې په نظر کې نیسي او ورته توجو او درناوی لري. اوس باید و ګورو چې دې موخو ته د خلکو د رسیدو لپاره ځنګه و روزنه وشي او کومې زده کړې باید کړو. یا په بل عبارت هغه څوک چې د ملک په کچه مسئولیت لري باید څه شرایطو او ځانګړونو درلودونکی وي. او په یقیني او قطعي ډول سره دا کار د ښونیزو او رونیزو سازمانونو په غاړه دی چې خپل نخبګان او سیاسون له پلان شوې او دقیقې ښوونې او روزنې برخمن کړي. په دې برخه کې هغه ځوانان چې د رهبرۍ او مدیریت کافي توان او استعداد لري و پیژندل شي او روزنې ته یې ځانګړې پاملرنه وشي ترڅو د مسئولیت اخیستلو ، ټوولینز دريځ، مدیریت او رهبرۍ ته لازم او کافي تیاری په لاس ولري او ځنګه چې سیاسي اړخ یې د کلتوري،ټولنیز او اقتصادي اړخ په پرتله له حساسیته برخمن دی، نو باید رهبران بې له تبعیضه د خلکو له منځه ظوابطو ته په کتو و ټاکل شي ځکه چې پوه، مسئول اوانسان دوست مدیر د ټولنې په سالم جوړښت کې پوره ونډه اخیستلای شي. هغه ټکي چې په ښوونه او روزنه کې د سیاست له پلوه باید پرې پوه شو دادي که کله په یوه ټولنه کې د خلکو په خوښه د خپلواکۍ ، مادي او معنوي سهولتونو د لاسته راوړنې او فردي او ټولنیزې بهترۍ لپاره قدم واخیستل شي خود به خود موخې او ښوونیز او روزنیز ارزښتونه تر مثبتې اغیزې لاندې راولي. نو دا د روزنیزو سازمانونو دنده ده چې ځوانان د ټولنې له سیاسي اهدافو سره بلد کړي او داسې فکر او مفکوره وروزي تر څو د ارزښتونو ساتونکی او رهبري د دې لپاره وکړي چې ملی ګټې ، ټولنیزه خپلواکي او فردي حقوق له پامه ونه غورځوي. د يوې ټولنې د سیاسي مسیر ټاکل باید خپل توان ته په کتو د خلکو د اړتیاوو له مخې وټاکل شي او پلي یې کړي؛ او څنګه چې سیاست اقتصادي، کلتوري، ټولنیز او اخلاقي اړخونه تر اغیز لاندې راولي باید دغه اغیزه یو اړخیزه نه وي، بلکي هر اړخیز ډول یاد شوي عوامل تر اغیز لاندې راولي او سیاسي توانايي دخلکو له مادي او معنوي کلتور سره همغږي او دهغوی د اړتیاوو له مخې وکاروي. چارواکي او سیاستمداران باید پوه شي چې په یوه ټولنه کې د ښوونې او روزنې کیفیت کولی شي چې د خلکو د ژوند ټول اړخونه تر اغیز لاندې راولي. د ټولنې د خلکو کلتور، اقتصاد، ټولنیزې او سیاسي اړیکې او بالاخر خوشبختۍ ، بدبختۍ او برخلیک د سیاست ګذارۍ او د روزنیزو ارزښتونو د کړنو له کیفیت سره تړاو لري. او څنګه چې ښوونه او روزنه د ټولنې د ژوند هنداره ده نو هر ډول ټولنیز تحولات د هغه ټولنې له روزنیزو اړتیاو سره مل وي. یاد شوو ټکو ته په پام دې نتیجې ته رسیږو چې ټولنیزه روزنه باید د ټولنې د مادي او معنوي کلتور په بنا او فردي او ټولنیزې آزادۍ ته په احترام او اړتیاو ته په کتو پلان شي. په دې برخه کې د شعور لوړول، ټولنیز پوهاوی، د مهارتونو زده کړه ، تخصص ، هوښیاري، واقع بیني، جهان بینی، تقوا او بالاخر د پنځونې او نوښت د ښوونې او روزنې د ارزښتمنو موخو جز و ګرځول شي.ځکه چې د ټولنې لويي، نیکبختي او خوشبختي په برنامه او سم تطبیق کې نغښتي دي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.