لیکنه : ستیفن څفیګ
ژباړه: دوکتور لطیف بهاند
ګرانه ! ما نه يوازې يو څو مياشتې په تصور كې انځور شوې نيكمرغي درلوده ، بلكې د خلكو كركه مې هم ګټلې وه . داسې كركه چې له وحشت او بد رد ويلو سره مل وه. ددې زغم ما ته څه اسانه كار نه و. زه د اميدوارۍ په وروستيو مياشتو كې په ښار او بازار كې په ښكاره او برالا ګرځېدى نه شوم، ځكه زما دې حالت ته كه د خپلو خپلوانو پام شوى واى ،هرو مرو به يې زموږ كورته خبر رسولاى واى. ما له خپلې موره پيسې او خرڅ غوښتى نه شو او يوازې د خپلو هغو قيمتي شيانو په خرڅلاو مې ژوند تيرولو چې لا تر اوسه ما ته پاتې وو. د ماشوم تر زوكړې يوه اونۍ مخكې زما د كور له المارۍ نه وررستۍ څو پيسې زما كالي مينځونكې غلا كړې او زه دې ته اړه شوم چې د يووزرو ( يوازې پاتې شوې ميندې ) ميندو موسسې ته پناه يوسم . هغه ځاى ته چې يوازې د ټولنې د تريخ او بدمرغۍ نه ،د خوار ژوند خلك پناه وروړي . هوكې ستا يو بډاى انسان ماشوم له هغو خلكو سره ګډ پېدا شو چې تر ټولو خوار خلك په كې زيږي . پناهځای نه و، يو وحشتځاى و. زما لپاره هلته هر څه او هرڅوک پردي ، پردي وو بلكې يو له بله مو كركه هم لرله .
هلته د رخې ،كركې ، بې پروايۍ او ناامېدۍ فضا لاس برې وه . څه سپكاوي چې بايد وزغمل شي ، څه ښكنځلې چې بايد واورېدل شي ، څه د بد اخلاقي خبرې او ځوانو ډاكټرانو ملڼدې . دا ټولې ټولې بايد په بې روحه ډول زغمل شوې واى . دې ډاكترانو به په سپکاوي له ځوانو او بې دفاع ميندو نه بړستنې او كمپلې لرې او د كوم درمل او دارو خبرې به يې كولې . هوكې همدا خبرې هلته د ژوند كيسې جوړوې . هلته د انسان او انسانيته په انسان كې يوه ټوټه غوښه جوړيږي او بس . داسې يوه ټوټه غوښه چې ډاكتران او نرسان يې په لابراتوارونو كې د خپلو تجربو لپار په كاروري.
هو كې ! هغه ښځې چې په خپلو كورونو كې ګرانو او خوږو ميړنو ته ، د هغو تر څنګ ماشومان زيږوي ، په دې نه پوهيږي چې يو وزرې او بدمرغې بې دفاع ښځې ،دغه حالت لکه د قصابۍ پر يوه ميز تيروي. دا اوس هم چې كلونه كلونه له هغه وخت تير شول او زه چې كله د دوزخ كليمه په كوم كتاب كې ګورم،ما ته د يو وزرو امېدوارو ميندو هغه رسوا پانځای او له ملنډو ډكې موسكاوې راياديږي او زړه مې د زړه تر كومې سوځي .
وبښه ما وبښه چې ما تا ته د خپلو بدمرغيو دا كيسه پيل كړه، خو دا خبره دا دي تا ته زه د لومړي او وروستي ځل لپاره كوم. تا ته وعده دركوم چې دا به تر ابده بيا له مانه وانه ورې . ما په دې اړه خاموشي غوره كړې ده . پوره يوولس كاله خاموشي ، خو ډير ژر به دا خاموشي ابدي شي . ته به ما وبښې چې لږ تر لږه په ژوند كې ځان ته يو وار دا زړه وركړم او دا چيغه پورته كړم چې د دې ماشوم د لاس ته راوړلو په خاطر ما پښې ابلې څه اغزنې لارې دي چې نه دي وهلې . دا ماشوم ما ته په ډيره ګرانه بيه تمام شوى دى. زما د ژوند او د هغې د نيكمرغۍ په بيه ، خو هغه هم اوس بې سا او بې روحه هلته پر ميز پروت دى . ما دا خوارۍ او بدمرغۍ لا ډير پخوا هېرې كړې دي ، ډير پخوا. ما هغه د خپل ماشوم په موسكا او كتو او په خپلې هغې خندا كې چې له ده سره له مشغولتيا نه ما ته پېدا كېدله ، هېر كړل . او اوس چې دا ماشوم مړ شو او بيا غمونو او د هغو بدمرغيو پر ما يرغل كړى او له مانه يې غيږ تاو كړې ، نه شم كولاى چيغه ونه كړم . زه بايد خپل زړه ، كه څه هم يووار وي تش كړم ، خو تا په دې نه ملامتوم چې زه په دومره غمونو اخته شوې يم . زه په دې كې خداى ملامتوم چې زما قسمت يې داسې راجوړ كړى دى . زه قسم خورم چې ته مې هېڅكله په دې كې نه يې ملامت كړى او ستا په اړه مې هېڅكله كومې بدې خبرې له خولې نه ،راوتلې نه دي ، آن په هغو شېبو كې چې زما نازك بدن او ځان د ماشوم د زوكړې د درد په اور كې سوځېده ، آن په هغو شېبو كې چې درد به زه او زما روح لكه ټوكر څېرلو، آن يوه شېبه هم ما، ته ، نه يې ملامت كړى ، ما تاته ښېراوې نه دي كړي . هېڅكله مې خپله مينه له تا نه ، نه ده سپمولې. ته تل ماته ګران وې او له تاسره ما خپله هره ليدنه ، د يوه سپڅلي يادګار په توګه په زړه كې ساتلې . كه ژوند بيا تكرارېدلای ، كه بيا د ژوند هغه وحشت او د يو وزرو ميندو هغه پناهځاى بيا هم زما په برخه شي، كه زه حتى د خپل ژوند اټكل هم وكړاى شم ، زه به بيا پر هماغه لاره لاړه شم ، چې تللې وم.
زموږ ماشوم بيګاه مړ شو. هغه ماشوم چې تا هېڅكله نه پيژانده . ما تر اخره پورې دغه راز له تا پټ ساتلى و. پوهيږې ، وروسته له هغې چې ماشوم دنيا ته راغى ، ته تر پخوا ما ته ګران شوې . داسې راته بريښېده چې دهغه ماشوم په ليدو، ستا مينه بيا ماته راګرځېدلې وه. دې مينې نور زه نه زورلم او غوښتل مې چې ته هم ونه زوريږې ، ما نه غوښتل خپله مينه ستا او د خپل ماشوم تر منځ وويشم ، ما نه غوښتل چې نه تا او نه ځان ته نامعلومه نيكمرغي جوړه كړم ما غوښتل ټوله د هغه ماشوم شم چې تا ته اړتيا لري ،ما غوښتل د هغه ماشوم شم چې زه هغه كيښكودى شم ، د هغه ماشوم واوسم چې په غيږ كې يې نيولى شم ، د هغه چا چې ما بايد شودې وركړې واى ، د هغه چا شم چې ما كولاى شول هغه ، د زړه له كومې مچو كړم ،لنډه داچې ماغوښتل د قسمت له هغو ځنځيرونو نه ځان وژغورم چې ستا پر واړندې او له تا سره مينې زما په برخه كړي وو .
ما ته په رښتيا او د زړه له كومې ګرانه!
وروسته له هغه چې ، ما ته په رښتيا او د زړه له كومې ګران بل (( ته)) دنيا ته راغى، زه ډير لږ ، د پخوا په پرتله ډير لږ ستا د كور ليدو ته درتلم ، مګر هر كال به مې ستا د زوكړې په ورځ ، ستا د كاليزې په ورځ ، تا ته سپين ګلاب ، هغه رنګ ګلاب چې تا ما ته زموږ د لومړنۍ كتنې او لومړنۍ مينې په ورځ رابښلي وو، درليږل . ايا تا په دې لس ، يوولسو كالو كې كله له چانه ، كه څه هم يو وار دا پوښتنه كړې وه چې دا ګلان تا ته چا درليږل ؟
کېدای شو دهغو سپينو ګلابو په ليد تا ته، هغه څوك دريادشوي وي چې تا هغې ته يوه ورځ سپين ګلاب ډالۍ كړي وو. زه نه پوهيږم ، خو په دې پوهيږم چې ستا ځواب به هم هېڅكله وانه ورم.
تا آن زموږ بدمرغه ماشوم نه پيژانده ، نن مې وغوښتل د هغه په اړه درته بيان وكړم ، غواړم درته ووايم چې ما تر اخره هڅه كوله چې هغه ځکه له تا نه پټ وساتم، چې ته ،له هغه سره اموخته نه شې او هغه درته ګران نه شي. تا زموږ بدمرغه زوى نه پيژانده ، تا هغه هېڅكله ليددلی نه و،چې څنګه هغه موسيږي او څنګه خپلې شونډې پرانيزي . تا نه وليدلى چې هغه څنګه خپلې ښايسته متفكرې سترګې ، کټ مټ لكه ستا سترګې دا پلو او هغه پلوغړوي . د هغه د سترګوپه غړولو كې زما د ژوندهستي غړېده، اخ اخ ته يې آن تصور هم كولاى نه شي، چې هغه څنګه مهربانه ، څنګه خوشحاله او څنګه ژوند بښونكى و. هغه ستا د كمكيتوب كمكى تصوير و.
هغه په ساعتو ، ساعتو كولاى شول كوم شي سره لوبې وكړي ، هغه شان چې ته له ژونده سره لوبې كوې . هغه ورځ تر ورځې ستا رنګ او عادتونه پېدا كول . په هغه كې د هغه دوه ګوني حالت جديت او ساده ګۍ ، نښې پېدا شوې وې چې په تا كې ټول ژوند ، ژوند كوي ، خو يوه خبره ښكاره وه ، څومره چې هغه تا ته ورته كېده، په هماغه اندازه له هغه سره زما د مينې تلوسه زياتېده. هغه ښه سبق وايه او اوس په فرانسوي ښه غږېده . د هغه كتابچې په ټول صنف كې تر ټولو نه ښايسته او پاكې وې. هغه به هرځاى او له هرچا سره چې و، تر ټولو مودب او ظريف بريښېده . كله كله به هغه مستو او چټو پيغلو دراوه . د هغه داوږدو او رڼو ويښتو ننداره به يې ورته كوله . هغه تاند، تازه او نه هېرېدونكى و…. خو اوس هلته له مانه لږ لرې ، شونډې شنې او لاسونه په ټټر سوړ پوړ او بې سا پروت دى.
كېداى شي ته له ما نه پوښتنه وكړې :
– څنګه ما كولاى شول دا ماشوم له دې ټولو خرڅونو، مصارفو او قيمتۍ سره چې د ټولنې لوړه طبقه يې لري وروزم؟ او ښه شرايط ورته برابر كړم؟ زه له تا سره د يوه شومه دم نه خبرې كوم، زه نن نه شرميږم .
ما ته تر هر چا او هر څه نه ګرانه!
نه به شرميږې نه به ډاريږې . زه اوس تا ته ووايم ما دا ټول وخت ځان خرڅولو . ما ډير خورا بډاى انډيوالان ، خورا ښايسته او بډاى لونډان او بډاى خواخوږي درلودل . د عادت له مخې لومړى به زه هغو پسې ګرځېدم او وروسته له اشنا يې به هغوى ماپسې ګرځېدل . نه پوهيږم ستا به كله پام شوى وي كه نه چې زه هم ډيره ښايسته وم . ټولو هغو چې زما د مينې خوند ليدلو ،له مانه به يې مننه كوله او ما نه به خوښ وو او ماپسې به وو. زه به ورته ګرانه وم او زما يادونه به يې كوله، خو د هغو په منځ كې يوازې ته وې چې نه درته ګرانه شوم، نه درياده شوم او نه دې بيا زما پوښتنه وكړه.
څه كوې ؟
له دې صادقانه اعترافاتونه وروسته به زه درته سپكه ښكارم؟ هرومرو به ملنډې راپورې وهې ؟ نه ، نه پوهيږم ته به زما سپكاوي نه كوي ، ځكه زه پوهيږم چې ته ما درك كوې ، په ما پوهيږې . ته پوهيږې چې ټول دا كارونه ما ستا په خاطر ،د دوهم (( تا)) په خاطر، ستا د ماشوم په خاطر كړي دي. ته پوهيږې يوه ورځ ما د يووزرو ميندو په زيږنتون كې ، هلته چې ستا ماشوم په خوارۍ او فقر كې پېداشو، د فقر او بې وزلۍ وحشتناكه څېره وليدله . زه په هغه ورځ پوه شوم چې خوار او بې وزلي تل ملامته ، سپكه اوتر پښو لاندې دي ، بې وزلي په دې دنيا كې تل د يو څه شې قرباني دي . نو ما نه غوښتل چې ستا ماشوم يوه ورځ هم بې وزله پاتې شي . ما نه غوښتل چې يوه شېبه هم هغه د فقروحشي منګلو ته وروليږل شي . ستا په ښايسته ، سپين د ښكنځلو ، بدو وردو ، ناولتيا ، لوږې ، غلا او توهين نه په ډک چاپيريال كې رالوى شي . ما نه غوښتل چې ستا ماشوم د طبقاتي قهر او غضب وحشت احساس كړي . برعكس ما دا هيله لرله او غوښتل مې چې ستا ماشوم هر څه ولري . ستا ماشوم بايد ټولې پانګې ولري. د ځمكني ژوند ټولې پانګې . ما غوښتل چې هغه ستا د ژوند تر کچې در ورسيږي ، هغه تر تا در ورسيږي.
يو داسې څوك و چې مايې خپل روح او ځان تا ته بښلى و. كه څه هم ډيرو نارينوو له ما سره د ګډ ژوند هيله لرله ،خو ما تل ستا لوري ته كتل او ستا غږ ته مې غوږ و، هغه هم په دې هيله ، كه ته كله راشې او زه ازاده واوسم چې ټوله ستا شم. زما ټول ژوند له ماشومتوبه تر ځوانۍ پورې يوه ساعت انتظار ته ورته واوبس … خو زما په ژوند كې هغه شېبه په رښتيا هم راورسېده چې ما او تا سره وليدل ،ما او ستا وليدل خو هغه ستا نه ياديږي .
ما ته ګرانه!
رښتيا وايم ، هغه تا ته نه ياديږي ،آن ستا شك هم په دې نه راځي چې موږ به څه وخت سره ليدلي وي. تا په دې وارهم ونه پيژندم او هېڅكله به مې هم ونه پيژنې . ما او تا خو پخوا هم په وار وار سره ليدلي . كله په كنسرت کې، كله په تياتر کې او كله هم په كوڅه كې چېرته . كه څه هم ستا په هر وار ليدو سره زما په زړه د سړو ، سيلۍ راخورېده، خو تا هېڅكله ما ته نه كتل . داځكه چې په ماكې ډير بدلون راغلی دى . زه اوس له يوې وړوكې پيغلوټې نه په لويې ښځې بدله شوې يم او خلك وايي چې ښايسته هم يم. داسې ښايسته چې ډير قيمتي كالي اغوندم او تل د مئينانو كړۍ رانه چاپيره وي. په رښتيا هم تا نه شو كولاى داسې يوه مسته ښځه وپيژنې، ځكه زه خو تا يوازې د يوې شرمېدونكې عاجزې نجلۍ په بڼه د خپلې كوټې په پالنګ كې تر يوې تتې رڼا لاندې ليدلې وم. كله نا كله به له ماسره كوم مل نارينه تاسره د لاس يا سر په ښورېدو سره سلام كاوه . تا به هم د لاس يا سر په ښورېدو سره ځواب وركاوه او د سترګو په رپ كې به دې زما تر سترګو يو غلچك راورساوه ، خو دا سوړ غلچك يوازې ستا د دايمي درناوي او زړه پوري والي يوه نښه وه چې دعادت له مخې دې هر پلو ليږلو . دې غلچك زه نه پيژندلم او زه د هغه له پاره يوه پردۍ ، پردۍ او وحشت زيږونكې ښكلا وم. ښه مې په ياد دي چې دې نه پيژندونكي او ما ته پردي غلچك چې نوره زه ډيره ورسره اموخته وم او بې له هغه نه ستا له څنګه تيرېدې نه شوم ، يوه ورځ څنګه د زړه په تل كې اور رابل كړ. دا زما او ستا د ښار په يوه تياتر كې و. زه له خپل ملګري سره په لوژ كې ناسته وم او ته مخامخ په بل لوژ كې ناست وې . ننداره پيل شوه او د هغې له پيل كېدو سره بريښنا خاموشه شوه ما نه شو كولاى ستا مخ او سترګې ووينم ، خو ما ذهناً ستا دستما غږ اورېدلو . ته نه پوهيږې چې هغه وخت ، په هغه ورځ د هغې بخملي پردې چې ما او تا يې سره بېلولو ، ستا ايښودنكى نازك او نازنين لاس څومره زه روحاً ارامولم . پر ما داسې يوه هيله لاس برې شوه چې غوښتل مې له پردې نه آپلو ما ته ګران لاس راونيسم ، ښكل يې كړم او ښه يې وزبيښم . زه چې د موزيك غږ لا دې كار ته هڅولم ، مټې مټې مې كولاى شول چې ځان ستا د لاس له مچولو نه راوژغورم او دې غير عاقلانه كار ته لاس وانه چوم ،خو بيا مې هم نه شو کولاى هغه ته وګورم ، نو له همدې امله و چې د لومړۍ صحنې تر پاى ته رسېدو وروسته مې خپل ملګري ته وويل :
حال مې ښه نه دى او له هغه نه مې غوښتنه وكړه چې ما له تياتره د باندې بوزي ، ځكه مانور نه شو کولاى په هغه شان تياره كې ستا تر څنګ داسې تا ته نيږدې او داسې تا نه لرې كينم .
يو وار بيا هم زما د هيلو ګل وغوړېدو او هغه شېبه يو وار بيا هم زما په وران ويجاړ ژوند كې پېدا شوه چې ما يې هيله درلوده . دا شېبه له نن نه پوره يو كال پخوا ستا د كليزې د ورځې په سبا وه. تعجب كوم، په هغه ورځ ما ټوله ورځ ستا په اړه فكر کاوه او دا له دې امله چې ما خو له هغې ورځې چې ته پيژندلى وې، ستا د كليزې ورځ ، په ځانګړو مراسمو، ديوه پر تمين جشن په توګه لمانځله . هر كال به په دغه ورځ سهار دوخته له كوره وتلم ، سپين ګلاب به مې اخيستل او د تل په شان مې تا ته د هېرې شوې مينې په ياد درليږل . په دغه ورځ ما ماشوم واخيست او ښار ته مې چكر ته بوتلو . بيا مو په پارك كې څه وخت تير كړ او ماښام تياتر ته لاړو. دا ټول د دې لپاره و چې ما نه غوښتل لا له وړکتوبه د ماشوم ددې ورځې ځانګړتيا ته پام شي او دا خاطرې ياد ته وسپاري ، خو دا ورځ زما لپاره لا له ماشومتوبه له رازه يوه ډكه ورځ وه. يوه له رازه ډكه ورځ او له رازه ډك جشن . د همدې ورځې په سبا چې غواړم تا ته يې نقل وكړم ، زه له خپل هغه ملګري سره چې له دوو كالو راهيسې آشنا وو، تياتر ته تللي وو. هغه ته زه د يوه سپيڅلي بت اوصنم په توګه ګرانه وم. هغه تل په دې ټينګار كاوه چې موږ د نورو مينانو په څېر واده سره كړى واى ، خوما تل د “نه” ځواب وركاوه ، البته بې له كوم دليله . زما يوازينى دليل دا و چې زه كمكى ماشوم لرم او بس . هغه يو محترم سړى و، خو لږ څه ساده توب يې درلوده . موږ په هغه ورځ په هغه كنسرت كې ،له خپلو پخواني ملګرو او دوستانو سره مخامخ شوو . خبرې ، خبرې ،لنډه داچې تکل دا شو چې ماښامنۍ مو په هوټل كې وخوړه . ټول هوتل ته لاړو . كله مو چې ډوډۍ وخوړه ، ما خپلو ملګرو ته وويل چې غواړم د نڅا سالون ته هم وروګورم، نو هغه و چې پاڅېدم او د نڅا سالون ته ورننوتم . دا هغه ځاى و چى په ځوانۍ كې به زياترو دوستانو زه هلته بللم ، خو څنګه چې زما شروشور او د شرابو مستي نه خوښېدله ، نو ما به اكثراً دا بلنې نه منلې ، خو نه پوهيږم نن شپه كوم کوډګر واک او نا اشنا احساس زه ددغه سالون خواته وركشولم . زه خپله هم نه پوهېدم، خو كومې تندې زما تلوسه راپاروله او زه يې هلته ورتګ ته ورلمسولم. دا يو غير عادي او زما لپاره غير منتظره خبره وه چې ما ځواب ورته پېدا کولاى نه شو . زما دوستانو او انډيوالانو ته هم دا كار د تعجب وړ و ،نوځکه څو تنه يې له ماسره راپورته شول او د سالون په لوري وخوځېدل . هلته مو د شامپاينو جامونه په سر واړول . په هغه شېبه كې زما روح كې يو نامعلومه او بې پايه غمجنه خوشحالي راپارېدلې وه. داسې خوښي او مستي چې ما په ژوند كې هم احساس كړې نه وه. ما نور او نور شامپاين څكل او له هغه سره مې له سندرغاړو سره سندرې ويلې . په كومه شېبه كې مې يو وار او ناڅاپه پر زړه لكه د اور سكروټې په شان يو سړه لرې راننوته. نه پوهيږم څه شى و؟ څنګه و؟ او خداى خبر چې زه په كوم خيال كې ډوبه وم چې په همدې شېبه كې مې ته وليدلې . ته زموږ ميز ته مخامخ بل ميز ته ناست وې . ما ته دې په تعجب او غير عادي نظر كتل . په هغه غلچك چې تل به يې زما د زړه په تل كې اور بلولو. دا لومړی ځل و چې په وروستيو لسو كلو کې ته ما ته داسې کتل ، مينه ناك ، سوځوونکي، وږي او بلونكي كتل . زما چې دې ته پام شو، نو سر تر پايه ريږدېدم او نيږدې و چې د ميو جام مې له لاسه وغورځي.زما ټوله نيكمرغي په دې كې وه چې زموږ له ډلې نه د هيڅچا ماته پام نه شو، ځكه هغه ټول د موزيك ، خندا ، نڅا او ميو په مستي كې ډوب وو.
نور بیا
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.