پېژندنه
پروین فیض زاده ملال د پښتو ژبې پیاوړې شاعره او کیسه لیکواله ده، چې نږدې ټول ژوند یې د پښتو ژبې په چوپړ کې تیر شوی دی، اغلې پروین د خدای بخښلي عبدالشکور خان پوپلزي لوره ده، چې په ۱۳۳۷ لمریز کال کې د دلوې (سلواغې) د مېاشتې په یوولسمه په کندهار ولایت کې زېږېدلې ده.
زده کړه:
پروین فیض زاده ملال په ۱۳۵۷لمریز کال کې د کندهار د زرغونې انا له لېسې نه فارغه شوه.
شخصي ژوند :
پروین فیض زاده ملال په ۱۳۶۲ لمریزکال کې یې د هېواد فرهنگي شخصیت خدای بخښلي سید جان ملال سره د ژوند لار شریکه کړه، خو له بده مرغه خدای بخښلي سید جان ملال له واده نه شپږ کاله وروسته په ۱۳۶۸لمریز کال په پېښور کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله له نړۍ سترګې پټې کړې.
کار :
پروین فیض زاده ملال له ۱۳۵۴ لمریز کال نه تر ۱۳۵۷ کاله پورې په کندهار کې د طلوع افغان ورځپاڼې د هنر او ادبیاتو د مخ د لیکوالې او ترتیب کوونکې په حیث کار کاوه، طلوع افغان هغه مهال مشهوره دولتي ورځپاڼه وه. د دې ترڅنګ په همدغه کلونو کې د اغلې ډیری شعرونه او ادبي لیکنې د هېواد په نورو رسنیو لکه د کندهار مجله، د عرفان مجله چې د پوهنې د وزارت خپرنیز ارګان و، او د هېواد په ورځپاڼه کې خپاره شول. اغلې پروین د ویندویي او ژورنالیزم په څانګو کې دوه شپږ میاشتني کورسونو په بري سره له پای ته رسولو وروسته، په ۱۳۵۹ کال کې د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون د هنر او ادبیاتو په څانګه کې د ادبي خپرونو د پرودسرې او لیکوالې په توګه کار پیل کړ، چې په دې لړ کې یې ترانه ها وسخن ها، ترازو یی طلايي او د ژوند لار خپرونو پرودسري، همدا شان د از هر چمن سمنی، کره کتنه، جمعه او زموږ ډالۍ، د ژوند لار، ترانه ها وسخن ها او د راډیويي لنډو داستانونو د پروګرامونو د لیکوالۍ دنده یې په غاړه وه.
اغلې پروین په ۱۳۶۸ لمریز کال کې پاکستان ته کډواله شوه، په ۱۳۷۳ او ۱۳۷۵ لمریز کلونو کې یې په کراچۍ کې د جنرال قونسلګرۍ په قونسلي څانګه کې د سیمه ایزې کارونکې په توګه کار وکړ.
ـ په ۱۳۸۴لمریز کال د سوداګرۍ وزارت د نړیوال ترانزیت ریاست د سکرترې په توګه کار کړی دی.
ـ په ۱۳۸۵ لمریز کال د پاکستان په کراچۍ کې د سوداګریزې اتشې د غړې په توګه کار کړی دی.
ـ د ۱۳۸۶لمریز کال په نیمايي کې په کراچۍ کې د فرهنګي اتشې په توګه کار کړی دی.
ـ په ۱۳۹۰ لمریز کال په پېښور کې د فرهنګي اتشې په توګه په کار وګومارل شوه چې اوس هم دغه دنده په غاړه لري. .
لاسته راوړنې:
پروین فیض زاده ملال د خپلو ادبي پنځونو په خوا کې ځینې تاریخي نسخې هم موندلي او د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته یې په پوره امانت دارۍ سپارلې، بیا د هېواد ملي ارشیف ته لیږدول شوي دي چې په لاندې ډول ترې یادونه کوو.
ادبي پنځونې:
اغلې پروین فیض زاده ملال نه یواځې دا چې د پښتو ژبې پیاوړې او منل شوې شاعره ده ، بلکه د خپل ادبي ژوند په اوږدو کې یې په پښتو ژبه د شاعري په خوا کې داستاني اثار هم لیکلي دي چې د دغې اغلې هر اثر د پښتو ژبې په دا مهالي ادبي پېر کې خپل مقام لري .
خپاره شوي اثار :
نا چاپ اثار :
ویاړونه پروین فیض زاده ملال په ۲۰۱۰ زیږدیز کا ل کې د کوټې د پښتو ادبي ټولنې له خوا د بخت نامې د ایوارډ په ورکړه ونازول شوه. همدا شان د میوند د ملالې په عالي دولتي مډال هم نازل شوې.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
Pingback: پروین فیض زاده ملال | لومړیتوب
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.