لیکنه: محمد عارف رسولي
ټولنیزې رسنۍ لکه فسبوک، تویټر او نور په ټوله نړۍ او په تیره بیا زموږ په ملک کې یوه نوې ښکارنده (پدیده) ده او ګورو چې زیاتو خلکو ورته مخه کړې او دا کار به نور هم زیاتیږي. ټولنیزې رسنۍ د هرې نوې ښکارندې په څیر مثبت اومنفي خواوې لري. موږ ته نه ښايي چې هغه یا له سره رد او یا یې له ځینو ستونزو ستګې پټې کړو. موږ باید دهغوي له ګتو او ستونزو ښه خبر شو او ورڅخه سمه ګټه واخلو او له ستونزو یې ځان وساتو. مثبتې خواوې یې دادي چې تاسو یوه مسئله، خبر، یا کوم غوره پیغام له خپلو ملګرو او نورو انسانانو سره د هغوي د خبرولو او ګټې لپاره شریکولای شي او یا له هغوی څخه د ځان لپاره مالومات ترلاسه کولای شئ. د نورو منفي خواوو ترڅنګ ستره ستونزه پکې داده چې که ځان کنترول نشي زیات وخت مو ورباندې ضایع کیږي. ځینې خلک په فسبوک، ټویټر او نورو په کارونه روږدي شوي، له ګټور کار، مطالعې، د ګاونډیانو سره مرسته او ان د خپل اولاد له تربیې پاته دي. همدارنګه، د تنکیو ځوانانو لپاه پکې یو بل زهر قاتل هم شته چې هغه په ټولنیزو رسنیو کې د بد اخلاقه لوڅو فلمونو او ویدیو ګانو شتون دی. د ټولنیزو رسنیو له نامه څخه هم څرګندیږي د کاروونکو انسانانو په ټولنیزو او اجتماعي اړیکو یو تربله او په ټولنه کې دهغوي په پيژندګلوۍ او شناخت کې خورا ستر منفي او یا مثبتې اغیزې لرلای شي. که یې څوک سم وکاروي، په کارونو کې ورته اساني او له خلکو سره یې اړیکې ښې کیږي. خو که یې په بې غورۍ سره وکاروي د سړي شخصیت او ټولنیزو اړیکو ته ستر ستر داغونه پیدا کوي. په ټولنیزو رسنیو کې هرڅوک چې وغواړي په اسانۍ سره، بې له پیسو خپل نظر د خلکو، سیاست، ټولنیزو مسئلو، مدني خوځښتونو او نورو په هکله څرګندوي. نو ځینې خلک د عادت له مخې، پرته له کوم سوچ او فکر په هغو مسئلو کې نظر ورکوي چې نه پکې کارپوه وي، نه پکې کوم سم مالومات لري او نه یې چا نظر غوښتی وی. په ټولنیزو رسنیو کې بیځایه، بیمورده، په بیخبرۍ په خلکو او مسئلو باندې په سخاوت سره د بحث کولو یو مثال دادی چې په کوم مجلس کې یو کس د هرچا په خبره، شخصیت، ارزښتونو او کړو وړو نیوکه او تبصره وکړی، ځان پوه او تر نورو یې لوړ وبولي، چاته دخبرو وار ورنکړي نو ځان سپکوي. دا فسبوکي سخیان هم کټ مټ همغه ستونزه ځان ته جوړوي خو زر په ځان نه پوهیږي او په مدار مدار د خپلو تیروتنو مزه ګوري. په ټولنیزو رسنیو کې که بیله کره شواهدو او اړینو بیلګو په کوم چا، دهغو به حیثیت، شخصیت، ګټو او وقار باندې د کوم چا له لخوا د ځان غوښتنې او اختلاف له کبله حمله وشي یوازې او یوازې خپله ګوته نیوونکي ته تاوان اړوي. ځینې خلک داسې فکر کوي چې څه وخت دوی په کوم حریف په رسنیو کې حمله وکړي او عیبونه یې وشمیري نو خلک به هغه ورټي او ده ته به افرین ورکړي. دا یوه ستره تیروتنه ده. کیدای شي ځینې بې خبره خلکو ته د هغه کس په هکله یو څه سوالونه پیدا شي خو وروسته حقایق روښانه کیږي.
ټولنیزې رسنۍ د منفي انګیرنو د اظهار لپاره اسانه وسیله
منفي نظر لرل او هغه په هروخت کارول په وروسته پاته او شخړو وهلو ټولنو کې چیرته چې زیات خلک روحي، رواني، محرومیت، عقده او نور کمښتونه زیات لري یوه ستره ستونزه وي. ځکه خلک د ګټور کار او تلاش په ځای په بیځایه ناندریو وخت تیروي او سم فکر له کمو خلکو سره وي. دا یو ستر ټولنیز کمبود دی او چې زیات خلک نه ورباندې پوهیږي. د فسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو کارونه د منفي فکر لرونکو خلکو لپاره د زړه بړاس ایستلو یوه اسانه، بې پیسو او ښه ځای دی چې نن سبا په اسانۍ سره خلک ورته لاسرسی لري. په ظاهره داسې ښکاري چې تر مخامخ اړیکو نیولو په ټولنیزو رسنیو کې د محدودیت ستونزه کمه ده او اخلاقي او ټولنیز معیارونه د کمزوري وجدان لرونکو خلکو کړه وړه نشي کنترولولای. هغوي په اوږدمهال کې د خپل وقار او درنښت په لاملونو نه پوهیږي. هرڅه یې چې زړه وغواړي اظهاروي یې. ځینو خو په نورو خلکو پسې په غلط ادرس بد رد وايي او له مقابلې ځان خوندي ورته ښکاري. هغوی نه پوهیږي چې دا عادت د دوي په شخصیت بد اثر کوي او هغوي په یوه غلط کار او عادت روږدي کیږي او وروسته خامخا ورڅخه دا بد عادت ښکاره کیږي او ټوله څیره یې رسوا کیږي.
څنګه د ټولنیزو رسنیو د شر څخه ټولنه وساتو
ځوانانو، کورنیو او والدینو ته اړینه ده چې مخکې له دې چې د هغوي د اولادونو لپاره ناوخته شوی نه وی په دې هکله فکر وکړی، له تجربه لرونکو خلکو او پوهانو سره مشوره وکړي ترڅو خپل ځان، اولاد او خپلې کورنۍ په ټولنیزو رسنیو کې له شته بدو او ناوړو فلمونو او ویدیوګانو څخه وساتي. باید ووایو چې تل دا ممکنه نه ده چې خپل اولاد له انټرنټ، فسبوک او نورو څخه منع کړو. ځکه هغوي کیدای شي له بل ملګري هغه ومومي، د انټرنټ کلب ته ولاړ شي او یا کومه ویدیو په لاس راوړي. نو ځکه اړینه ده چې د دې شومې ښکارندې، د هغوي د ستونزو او تاوانونو په هکله له خپلو ماشومانو او تنکیو ځوانانو سره خبرې وکړو او پوهاوی یې لوړ کړو.
ښه داده چې مدني ټولنې، ملا امامان او نور خیر خلک لمړی ستونزه او ورسره د مبارزې موثرې لارې په ګده وارزوي، د مبارزې سمې لارې ورته رامنځته او ورڅخه سم کار واخلي. زموږ د دیني عالمانو او ملا امامانو څخه هیله کیږي چې د پخوا په څیر یوازې د فسبوک اوانټر نټ په غندلو بسنه ونکړي، هغه د ژوند یوه نه بیلیدونکې ښکارنده شوې. هغوي باید پوه شي چې هغه ګټې هم لري او موږ یې له نظره نشو غورځولای. خو اړینه ده چې له ستونزو یې په ګډه ځان وساتو.
په فسبوک کې چې کله یو مطلب ګوری
که تاسو په فسبوک کې د چا په هکله مالومات، د هغو د کار، بریالیتوب، پاته راتلو او نورو څیزونو په هکله څه لولی او یا ېې ګورئ نو لمړۍ هڅه وکړي چې مثبت او منفي خواو ته یې ښه ځیر شی، فکر وکړی چې تاسو خپل ځان او کارونه له هغوي سره څنګه پرتله کوی. که مو غبرګون سم نه درک کیږي هیڅ غبرګون مه ښکاره کوی. که د غبرګون ښودلو پریکړه کوی ښه ځیر شی چې هغه باید عقلاني او له مروت او ځوانمردۍ څخه ډک وي ولو که مقابل لوری ستاسو دښمن هم وي. ځکه دلته تاسو هیڅ شی نشی بدلولای بلکه یوازې او یوازې خپل زغم، میړانه، لورینه، نړۍ لید او خپل شخصیت د خلکو او ټولنې و قضاوت ته په نمایش ایږدئ.
په لاندې توګه د ټولنیزو رسنیو د سمې کارونې لپاره ځینې سپارښتنې وړاندې کیږي:
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.