لیکنه: پوهنیار سیداصغر هاشمي
د څېړنې پېژندنې په باب ډېروپوهانو، عالمانواوڅېړونکيوخپلې ـ خپلې پېژندنې وړاندې کړي دي.
دکتور فخرالدين، د علمي څېړنو او پلټنوتګ لاره، اثر کې وايي: علمي څېړنه او پلټنه عبارت دی، له هغې طريقې، لارې او روش څخه، چې پلټوونکی او څېړونکی د علمي حقايقودپلټنو، څېړنو، کشفولواوياد يوعلمي نظردسم یاناسم ثابتولوپه خاطر ټاکي چې دا علمي حقيقتونه، پلټنې، څېړنې، اکتشافات، سم او ناسم نظرونه ددې طريقې، روش او لارې په ذريعه څرګنداوبيايې خلکوته وړاندې کړي.
علمي څېړنه او پلټنه عبارت دی، له هغې طريقې، لارې او روش څخه، چې پلټوونکی او څېړونکی د علمي حقايقودپلټنو، څېړنو، کشفولواوياد يوعلمي نظردسم یاناسم ثابتولوپه خاطر ټاکي چې دا علمي حقيقتونه، پلټنې، څېړنې، اکتشافات، سم او ناسم نظرونه ددې طريقې، روش او لارې په ذريعه څرګنداوبيايې خلکوته وړاندې کړي.
هاشمي صاحب وايي: تحقيق (څېړنه) د حق له ريښې څخه جوړه کلمه ده، چې لغوي معنايې دحق، حقيقت او واقعيت پلټنه، موندنه اوسپړنه ده او په ادبي اصطلاح په يوې خاصې او ځانګړې لارې او روش ديونامعلوم حقيقت پلټنې او څرګندونې ته د تحقيق (څېړنې) فن وايي.
تحقيق (څېړنه) د حق له ريښې څخه جوړه کلمه ده، چې لغوي معنايې دحق، حقيقت او واقعيت پلټنه، موندنه اوسپړنه ده او په ادبي اصطلاح په يوې خاصې او ځانګړې لارې او روش ديونامعلوم حقيقت پلټنې او څرګندونې ته د تحقيق (څېړنې) فن وايي.
په يوې بلې پېژندنې کې داسې وايي: (څېړنه) د يوې ټاکلې موضوع په باب رښتينې، ژوره او عالمانه پلټنه ده، چې په هغې کې حقايق، واقعيتونه او مسايل، تحليل، تفسير او تشريح کېږي. ياڅېړنه دليکنې د علمي ميتودله تحليل څخه په دقيق او سيستماتيک ډول کار اخيستنې ته وايي.(۲۲: ۴۶مخ)
(څېړنه) د يوې ټاکلې موضوع په باب رښتينې، ژوره او عالمانه پلټنه ده، چې په هغې کې حقايق، واقعيتونه او مسايل، تحليل، تفسير او تشريح کېږي. ياڅېړنه دليکنې د علمي ميتودله تحليل څخه په دقيق او سيستماتيک ډول کار اخيستنې ته وايي.(۲۲: ۴۶مخ)
محمدنبي صلاحي پخپله مقاله کې وايي: (څېړنه) په مسايلود ژورې پوهيدنې اود رښتيا( حقيقت) موندلولپاره يوپلان شوی، هوښيارانه، منظم اود باور وړ بهيردی. يا: څېړنه د پلټنې، بياتر لاسه کولو، علمي ارزونې اوپه اصطلاح کې د نه ستړي کېدونکې هڅې نوم دی.(۱۱: ۵۲مخ)
(څېړنه) په مسايلود ژورې پوهيدنې اود رښتيا( حقيقت) موندلولپاره يوپلان شوی، هوښيارانه، منظم اود باور وړ بهيردی. يا: څېړنه د پلټنې، بياتر لاسه کولو، علمي ارزونې اوپه اصطلاح کې د نه ستړي کېدونکې هڅې نوم دی.(۱۱: ۵۲مخ)
د څېړنې يوبل تعريف داسې دی: څېړنه د رسمي، سيستماتيک او ژور روش هغې شننې ته وايي، چې له امله يې څېړونکی د ارونوپه رڼاکې پوهنيزچارته لاس رسی پيدا کوي، خو که رالنډه یې کړو، نوڅېړنه د هغې باورې پوهې لاس ته راوړلو ته وايي، چې له امله يې انسان منظمه او سيستماتيکه زده کړه کوي.
د څېړنې پورته راغلي تعريفونه د معنا له پلوه کابو يو شی دي، خوپه الفاظوکې لږو ډېرتوپيرترسترګوکېږي، همداسې يې دموضوعاتو يا علومو مسله هم ده. (۸: ۶۸مخ)
لويديځ پوهانوهم دڅېړنې په باب ډول ـ ډول تعريفونه کړي دي، چې د نمونې په ډول، يوڅو په لاندې ډول دي:
جان بيست وايي: څېړنه د علمي ميتود د تحليل څخه په سيستماتيک او دقيق ډول استفادې کولوته وايي.
څېړنه د علمي ميتود د تحليل څخه په سيستماتيک او دقيق ډول استفادې کولوته وايي.
(في دلتاکپا)Phi Delta Kappa په يوتعريف کې ويلي دي: (څېړنه د يوټاکلي موضوع په باب رښتينې، ژوره او عالمانه پلټنه ده، چې په هغهکې واقعيتونه، معناګانې اود تطبيق موارد هم تر ازموينې لاندې نيول کېږي.)
(څېړنه د يوټاکلي موضوع په باب رښتينې، ژوره او عالمانه پلټنه ده، چې په هغهکې واقعيتونه، معناګانې اود تطبيق موارد هم تر ازموينې لاندې نيول کېږي.)
(مولي) ليکي، څېړنه ديوې ښې پېژندل شوې مسلې دحل په برخه کې سيستماتيک عيني اوسمه پلټنه ده. (۷: ۳۱مخ)
کوم تعريفونه چې غربيانو د تحقيق لپاره ليکلي دي، هغه ډېر سره نږدې دي او د ټولو تعريفونو محتوا او معنا د لږو زياتو الفاظو په تغير او تبديل سره ورته والی لري.
ايليټ وايي:
(څېړنه پريوې موضوع د معلوماتو د حاصلولو د يو منظم تلاښ او لټون نوم دی.)
د(Rusk)وينا ده:(ديوټاکلي ميتودپه پيروي په يوه موضوع کې مطرح شويوپوښتنوته ځواب برابرول تحقيق دی، داعمل يوازې يوه نظريه پردازي نه ده، بلکې دحق دڅرګندولواوله حقه د دفاع هڅه ده.)ياپه بله وينا: څېړنه يواکاډميک فعاليت دی، چې د مطالعې، مشاهدې، مقايسې او تجربې له لارويوحقيقت رابرسېره کوي. (۲۷: ۱مخ)
د څېړنې او تحقيق پورته ټول راغلي تعريفونه په څرګندډول يوله بله يو شان والی لري. اود ټولومفهوم دحق اوحقيقت پلټنه ده.
تحقيق او پلټنه د روزمره ژوندسره تړلې خبره ده.يوانسان چې ژوندکوي، مجبوره دی چې فکر وکړي اودخپل فکرنه مثبته نتيجه لاس ته راوړي، چې دغه نتيجه په ژوندکې دحقايقوپه لټون سره ترلاسه کېږي.
که په ژوندکې تحقيق او پلټنه نه وي، انسانان به په داسې کندوبرابر شي، چې د وتلوتوان به يې نه وي، دا چې انسان د متجسس فکر خاوند دی، نود پرمختګ لپاره فکرکوي.
د انسان د پيدايښت سره سم، د هغه په بدن کې د پوهيدوپه اړه اړتيا موجوده وي. يا په بله وينا انسانان د کشف لپاره يوګډ تمايل لري.
تحقيق (څېړنه)يوعلمي بهير دی، چې د يوه پوښتنې اويادبيان ديوې مسلې په طرحه کولوسره پيل کېږي.
انسانان دخپل ژوندپه دوران کې همېشه د حقيقت په لټه کې دي، دغه پلټنه او حقيقت ته رسېدنه دده په خټه کې پرته ده.
انسانان په جسمي او رواني لحاظ په ژوندکې ضرورت احساسوي، چې د ستونزود هوارۍ لپاره فکروکړي، علم حاصل کړي اوبالاخره پلټنه وکړي، چې ځان او جهان ته يې خير او ښېګڼه ورسيږي.
څېړنه او تحقيق د ژوندسره تړلې موضوعات دي. يوپوه انسان که وغواړي چې ځان او جهان ته خدمت وکړي، نوضروربهدا انسان پلټوونکی وي.داچې څېړنه روزمره ژوندکې د نېکبختۍ لامل ګرځي او د ټولې نړۍ د پرمختګ اوښه ژوند لامل همدا پلټه اوڅېړنه ده، نوځکه موږ هم د ژوند په مرحلوکې د ښه ژونداو خوشحالۍ لپاره تحقيق کوو.
څېړنه او تحقيق د بشرد ژوندپه تکامل کې يوبنسټيز لامل ګرځيدای شي. انسانان د خپل فکر، ځواک او استعداد پواسطه هره ورځ نوي ـ نوي کارونه کوي اوددوی دغه نوی اختراعات او لاس ته راوړنې په روزمره ژوند کې کار امد وي.
موږدساينس او ټکنالوژۍ د چټک پرمختګ عصر ته ننوتي يو. د يو راپورله مخې ايټالوي عصبي جراح ډاکټر(سرجيوکانويرو) پردې باور دی، چې تکنالوژۍ په پرمخيون اوس داسې امکان شته، چې د يوانسان سرد بل انسان په تنه پورې پيوندشي. دی وايي: دواړه سرونه بايدپه يو وخت کې له تنوجداشي اود یوساعت په دننه کې بايدله تنوسره وصل شي، دده په ويناداکار اوس يوه تحليلي ايډيانه ده او نن ورځ د اجرا وړ عمل دی اوکولای شو، چې ددې جراحي په وسيله د ډېروکسانوژوند وژغورو.
دواړه سرونه بايدپه يو وخت کې له تنوجداشي اود یوساعت په دننه کې بايدله تنوسره وصل شي، دده په ويناداکار اوس يوه تحليلي ايډيانه ده او نن ورځ د اجرا وړ عمل دی اوکولای شو، چې ددې جراحي په وسيله د ډېروکسانوژوند وژغورو.
يوډله فرانسوي ډاکټرانولومړی مصنوعي زړه چې د غوا له زړه اوماشين څخه جوړشوی انسان ته د اصلي زړه پرځای پيوندکړ. دا زړه به تر راتلونکوپنځوکلونوپورې د يوموقتي زړه په توګه درزېږي؟دا مصنوعي زړه چې د لاسي ساعتونو د بېټريو په ډول کارکوي، بېټرۍ يې له بدن د باندې پرپوستکي لګول کېږي.
دا مصنوعي زړه د اروپاد هوايي او فضايي دفاع شرکت د فرانسوي پوهانوله خواچې په هالينډ کې يې مرکز دی، جوړ شوی دی، وزن يې ۹۰۰ ګرامه دی، چې د يوعادي زړه درې برابره دی.
د جرمني د فرايبورګ ښارد يوطبيعي مرکز د زړه متخصصینوداسې اله جوړه کړې ده، چې د ناروغ په بدن کې نصبولوسره مخکې له مخکې د زړه ناروغ ته زړه د دريدا په اړه معلومات ورکوي.
دا دستګاه د يوې کوچنۍ بېټرۍ په اندازه ده، چې د ناروغ په چپ اړخ کې په سينه کې د زړه په پورتنۍ برخه کې د پوستکي دننه ځای پر ځای کېږي،د زړه هرډول وضعيت، حرکت اوکارکنترولوي اود زړه د کوز او پاس کېدو په اړه د خبراوي زګنالونه ناروغ ته وراستوي.
پورتني ټول ساينسي اختراعات او پرمختګونه د نوي عصردڅېړنو، تحقيقاتواو پلټنو نتيجه ده.
همدا څېړنې دي، چې د انسانانود ژوندد بهبود لپاره موقع برابروي او ورځ تربلې د بشرد ژوندد ښه والي لپاره ختيځ پوهان اولويديځ پوهان هلې ځلې کوي، چې انسانان د ښه ژوند څښتنان شي.
اسلام اوساينس د ملا او ګېډې په شان دي او ډېرهغه څه چې په قرانکريم کې راغلي دي، نوي لويديځ پوهان يې نن ورځ د څېړنو په برکت اثبات ته رسوي.
په قرانکريم کې راغلي دي، څوک چې درواغ وايي، په هغې دې هلاکت وي او په احاديثو کې دي، چې درواغ انسان فسق او فساد ته برابروي.
نن نويوڅېړنواو پرمختګونو اثبات ته رسولې ده، چې درواغ ويل انسان بدرنګ کوي او ژر زړوي. په پوستکي کې يې چين اوګونځې پيدا کوي.
دغه څېړنه چې په ۱۵۰ مېرمنو او سړيوترسره شوې، ښيي، چې د درواغو ويلو په حال کې عصبي تېروتوته په يوبل کې تداخل پيدا کوي او ټول بدن سر او صورت ته د وينې رسونه کمېږي.
کله چې درواغ وايي: ستاسې ماغزه د منفي سيګنالود اخيستوله امله ددې وړ ګرځي، چې ستاسې څېره بدرنګه خلکو ته وښيي اودبدن پوستکی دې خشن او عصبي معلومېږي. بلاخره درواغ ويل ددې باعث کېږي ، چې ماغزه منفي پېغامونه ټول بدن ته ولېږي او ددې سيګنالونو د رفع کولولارې چارې د انسان د بدن په پوستکي کې ظاهرېږي او صورت له يوه عجيبه غبرګون اوکله کله په ډېره بده اوخشنه لارداسیګنالونه له خپل ځانه لرې کوي.
نوپه پای کې د څېړنې له ارزښت او اهمیته سترګې نشو پټولای اودنوې څېړنې او تحقيق نتیجه ده، چې د انسانانوژوندد پخوا په پرتله ورځ تر بلې په ښه کېدودی.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
Pingback: په تحقيق کې ابتدايي موضوعات – د څېړنې بنسټونه | لومړیتوب
Comments are closed.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.